ليکنه! سلوی العضيدان
ژباړه: ظاهر عمار
هغه مهال چې “ويکتور سيربرياکوف” پنځلس کلن و، ښوونکي يې ورته وويل: ګومان نه کوم چې ته دې خپلې زده کړې پای ته ورسولای شې، نو ښه ده چې ښوونځی پرېږدې او د خپل ژوند پر مخ بېولو له پاره يو کسب زده کړې!
ويکتور د خپل ښوونکي نصيحت ومانه، ښوونځی يې پرېښود او د راتلونکو اوولسو کلونو په موده کې ترې يو داسې لالهانده ځوان جوړ شو چې ډېر ناشنا کارونه به يې تر سره کول. هغه ته په کوچنيوالي کې ويل شوي وو چې کم عقل دی، له همدې امله يې راتلونکي اوولس کلونه په پوره کم عقلتوب کې تېر کړل. کله چې دوه دېرش کلن شو، په ژوند کې يې يوه حېرانوونکې پېښه رامنځ ته شوه، يوې ناڅاپي ارزونې وښوده چې نوموړی يو نابغه دی او د ځيرکتيا سنجونې د مقياس (IQ) له مخې يې د ځيرکتيا کچه (۱۶۱) درجې ده!
پوهېږې چې تر دې ارزونې وروسته څه وشول؟
په داسې کارونو يې پيل وکړ لکه نابغه ګان چې يې کوي، له همغه مهاله يې ډېر کتابونه وليکل، ځينې ناشنا ادبي پنځونې يې وکړې او يو بريالی سوداګر ترې جوړ شو. تر ټولو حېرانوونکی پرمختګ يې دا و چې د “مينسا” په نوم د ځيرکتيا سنجونې نړۍ والې ټولنې د رئيس په توګه وټاکل شو. د “مينسا” د غړيتوب له پاره يوازينی شرط دا دی چې د ځيرکتيا کچه بايد تر (۱۴۰) درجو کمه نه وي!
- د ويکتور کيسه مو دې لور ته پام را اړوي چې په خپله شاوخوا کې په هغو لالهاندو او تر سترګو پټو نابغه ګانو پسې وګرځو چې اوسمهال د ناکامانو او کم عقلانو په څېر چلند کوي، ځکه له دوی هر يوه ته يوه ورځ د يوه چا له لوري ويل شوي چې ځيرک نه دی!
- ښکاره خبره ده چې ويکتور په ناڅاپي توګه اضافي پوهه تر لاسه نه کړه، بلکې حقيقت دا دی چې هغه په ناڅاپي توګه پر خپل ځان باور پياوړی او زيات کړ، نو پايله همدا شوه چې تر پخوا ډېر فعال، پنځوونکی او بريالی ثابت شو. هغه چې کله خپل ځان ته په بله سترګه وکتل، کارونه يې هم په بل شکل پيل کړې، له همدې امله وه چې له پخوا سره په توپير د بېلو پايلو په تمه شو او دا بيلې پايلې يې تر لاسه هم کړې.
- ځکه نو ګرانه لوستونکيه! ته هم کولای شې چې ستا په اړه د نورو خلکو له ناسم قضاوت نه ځان ازاد او مختلف ثابت کړې، هغه قضاوت چې ته پرې باوري شوی يې، له امله يې دې خپل ارمانونه په خپل عقل کې ايسار کړي او د ناکامۍ حکم دې پرې کړې او دا ځکه چې يوه چا درته ويلي چې ته ناکامه يې، يا به ناکامه شې او يا دا چې ناکامه شوی يې!