نوم مې لاهورخان منګل دی، د اوسیدنې اصلي ځای مې د خوست ولایت دی. لومړنۍ زده کړې مې د خوست په الفتح لېسه کې کړي دي. لوړې زده کړې مې د میوند پوهنتون څخه د تجارت او ادارې په برخه کې کړې دي. اوس مهال د سویس یومف پوهنتون کې د اداره او تجارت برخه کې د ماسټري د دریم سمسټر محصل یم. سمون مجلې سره مې د همکار لیکوال په حیث کار کړی دی، همدارنګه سي، ای، اې په پنجشېر کې مې لومړی ژباړه ده. دوهمه ژباړه مې ناسم دښمن دی چې په نږدې وخت کې د دریم اثر د سیاست له علم سره اشنايي سره یو ځای چاپ ته ولیږل شي. تیر څو کاله مسلسل مې مدني خوځښتونو او فعالیتونو کې ونډه اخستې ده.
دندې: د ملګرو ملتونو سره مې د اوپراسیون په برخه کې د همکار، د ملګرو ملتونو د ټول ټاکنو د کمیسون سره د امنیتي مشاور، د همدې کمسیون سره کلتوري مشاور، او انلاین ژباړنې په برخه کې د قوانینو بېلابېلې ژباړې ترسره کړې دي.