• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

لرغونی هلمند (پنځمه برخه)

Home لومړيتوبلرغونی هلمند (پنځمه برخه)
لرغونی هلمند (پنځمه برخه)
هلمند کي د لاجوردو جوړ لاسته راغلی زمری

لرغونی هلمند (پنځمه برخه)

ليکنه: شريف‌الله دوست سروانی

۵: ساسانيان په هلمند کې:

دساسانيانو ټولواکي د ۲۲۴ ــ ۶۵۱ زيږدي ([1]) پوري (۴۲۷) کاله دوام وکړ. ددې لړۍ بنسټګر بايکان دی اونيکه يې ساسان نومېده، ځکه نو له پنځه نه پاته کسان په ساسانيانو مشهوردي. مشهور پاچاهان يې دادي: شيربابکان، لومړی شاپور، لومړی هرمز ، لومړی بهرام نرسي. آذرنرسي ، دوهم شاپور، دوهم اردشېر، دريم شاپور، څلورم بهرام، لومړی يزدګرد، پنځم بهرام، فيروز قباد، لومړی خسرو(نوشیروان عادل) څلورم هرمز، پرويز او دريم يزدګرد، ددې لړۍ پاچاهان وه.

ددې لړۍ په پاچهۍ کې نړۍ کې مهمي پيښي سوي ، همدي دوره کي ماني اومزدک ظهور کړی، داسلام لوی پيغمبر حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) دعبدالله زوی هم دانو شيروان دپاچهۍ په څلوېښتم کال زيږيدلی دی ([2]) او نوشيروان د هلمند په بُست کې واکمني کړې او دلته په عدل مشهور و خو ډېر يې درباري مبالغې دي ، ځکه نوشېروان ډېر ظالم  شخص تېر سوی دی .

اخرکې په کاپيساکې هم دسخت مقاومت سره مخ سو ، داريانا لويديځي لمنې ، ترسويل ختيځوسيمو پوري ونيولې ، خوداسوبې (فتحي) يې دسرپه بيه تمامې سوي، تردې چې دآريانا دختيځو طايفو څخه دربيګانو کروش دغشي په ويشتلو سره وواژه، داځای د هيواد شمال ، مرغاب ښودل سوی دی .

دهلمند يوولس لرغوني ښارونه

بطليموس له ننه دوه زره دوه سوه ، پنځوس کاله پخوا دهلمند له يوولسو لويو ښارونو څخه يادونه کوي ، چې په لاندي ډول دي:

۱ــ ښار .

پروفتازيا([3])

د (ارا توستنس) دنظريې له مخي د(۱۵۰۰ ــ ۱۶۰۰) استاديا په .

ازرازه دآريون (هرات) دسکندر يې څخه  ليروالی درلود. ويلين ددې ښار موقعیت (ځای) دهرات سويل ۱۸۳ ميلي دپشاوران په صالحان ياساليان چې دجوين په جنوب کې شتون لري، ښيې.

بطليموس او (استفانوس بندانتی) هم ددې ښار ځای همدلته ښودلی دی د اورپا جمهور تاريخ ليکونکي او څېړونکي ددې ښار جوړښت چې دهلمند (سيستان) په هره برخه کې وي دمقدوني سکندر له ودانيو څخه شميري.

۲ــ ښار : فارازارا. ([4])

۳ــ ښار : رورا.([5])

۴ــ ښار: ابنا. ([6])

۵ــ ښار : اريکادا .([7])

۶ــ ښار: کذار زيار.([8])

۷ــ ښار: نوستانا. ([9])

۸ــ ښار: فارا زانا.([10])

۹ــ ښار : بيګيس. ([11])

۱۰ــ ارانا.([12])

۱۱ــ ښار: ارياسپ يااګرياسپ .([13])

ويل کېږي چي هلمنديانو کروش او دهغه لښکرته دلوږي اوتندي څخه نجات ورکړ دوی يې ايورګيت(نيکي کوونکو ميړنيو) يادکړل، کروش هلمنديان دماليې څخه معاف کړل او ډيري ډالۍ يې ورکړې.

يوبل تاريخ ليکونکی(ديودور) په دې باور دی چې داطايفه له مخکی څخه په (آريماسپ([14]) پيژندوی وه خواوس (ايورګت) بلل کيږي ، يول تاريخ ليکونکی ژوسن (دتروګ پومپه) په حواله ، دلرغوني هلمند اوسېدونکی د (اراسپ) په نامه ياد کړي دي او نور ردوي.

داعظم سيستاني صاحب په وينا چې په قوي احتمال اراسپ هم دآراسپ اوښتي بڼه ده . ديوناني تاريخ ليکونکو په باور آرياسپي وګړي، رښتيني ، قانع، صابر، بې ازاره، همکاره، زړه ور، مينه ناک، بردنده ټينګ، پروعده ولاړ خلک دي. ([15])

دهخامنشيانو په وخت کې دهلمند څلور خواوې

دمشهور تاريخ ليکونکي (ويلسين) په وينا دهخامنشيانو په وخت کې دهلمند (سيستان) شمالي پولي د آريا(هرات) ترغرونو پوري رسيدلې ، لويديځه پوله يې ترکرامانيا (اوسني کرمان) پوري وه، ختيځ ته يې اراکوزيا(ارغنداب) و او دسويل په لور په ګدوزيا(بلوچستان) پوري تړلي و.

تر زيږدي ــ مسيحي يوه پيړۍ مخکي ديونان کلاسيک جغرافيه ليکونکي (استرابون) هم دهلمند لپاره همدا پورتني حدود ټاکلي دي.

او د ډیرو مشهورو جغرافيه ليکونکو له منځه څخه (بطليموس) چې له ننه دوه زره دوه سوه پنځوس کاله پخواپه داسي حال کې چې د (ويلسن) نظرمني، دهلمند له يوولسو لويوښارونوڅخه هم يادونه کوي:

نوربیا…

اخځلیکونه او لمنلیکونه:

  • [1]ــ حسن پيرنيا، ايران باستان، لومړی ټوک، ۲۲۳مخ .
  • [1]ــ استاد احمد علی کهزاد ، دافغانستان پخوانی تاريخ ، اول ټوک ، ۴۳۴ مخ.
  • [1]ــ آريانا دايرة المعارف کې دانيټه ۲۲۶ تر ۶۴۲ ښودل سوې ده.
  • [1]ــ آريانا دايرة المعارف ، شپږم ټوک ، کابل چاپ ، ۱۳۵۵، ۲۴۲مخ.
  • [1]ــ استاد کهزاد، مخکنی اثر، ۲۳۴ مخ.
  • [1] ــ تالنټ په لرغوني يونان کې دوزن ،مقياس او د پيسو واحد و.
  • [1]ــ کانديد اکاډميسن محمد اعظم سيستاني، سيستان قبل از اسلام ، علومواکاډمي ۱۳۶۴ کال ، ۱۲۳مخ.
  • [1]ــ (Prophtasia)
  • [1]ــ Zadracatra.
  • [1]ــ استاد کهزاد ، دافغانستان پخوانی تاريخ ، اول ټوک ۱۳۳۴کال ، ۴۴۲مخ.
  • [1]ــ Nabaraanes.
  • [1]ــ Satibartanes.
  • [1]ــ Anoxipp.
  • [1]ــ کهزاد مخکنی اثر، ۴۴۳مخ.
  • [1]ــ Zarangiana_ Drangiana.
  • [1] ــ Darangi__ Zarange.
  • [1]ــSakastene.
  • [1]ــ Profhthasia.
  • [1]ــ Prada_Paophtasia.
  • [1]ــ Auban= Anban.
  • [1]ــ. Phra.
  • [1]ــ استاد کهزاد ، دافغانتسان پخوانی تاريخ ، اول ټوک ۴۴۶ مخ.
  • [1]ــ Barsentes.
  • [1]ــ Parmenio.
  • [1]ــ Eurgetae .
  • [1]ـ کهزاد ،مخکنی اثر ۴۴۹ مخ.
  • [1]ــ Etymander>
  • [1]ــ Diodorus.
  • [1]ــ Tiridates.
  • [1]ــ Sir H,Mahoh.
    1. Tarakan_ [1]
  • [1]ــ Ariaspae.
  • [1]ــ استاد کهزاد ، همداځای.
  • [1]ــ Pharazara.
  • [1]ــ Rhauda.
  • [1]ــ Inna.
  • [1]ــ Arikada.
  • [1]ــ Xarxir.
  • [1]ــ Mostana.
  • [1]ــ Pharazana.
  • [1]ــ Bigis.
  • [1]ــ Arana.
  • [1]ــ Ariasp__ Agrisp.
  • [1]ــ Arimaspa.
  • [1]ــ سيستان قبل از اسلام مخکنی اثر. ۱۲۶مخ.
[review]

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

Doost شريف‌الله دوست

د زابل او کلات لنډ تاریخي شاليد – شپږمه برخه

Jul 16, 2015

ليکنه: شریف الله دوست(سرواني) په تېر پسې… د زابل کلات[...]

Asad Shihab اسدالله شهاب

د ډیورنډ کرښه، د ایران اتومي شخړه، او یو لنډ تحليل

Aug 4, 2015

لیکنه: اسدالله شهاب کېدایشي دا خبره پر ځینې دوستانو ګرانه[...]

که کالا باغ ډېم جوړ شي

که کالا باغ ډېم جوړ شي

Aug 14, 2015

لیکنه: عطاءالله خان حیران ستراتیژیک دښمن له ستراتیژیکو دسیسو او[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d