ژباړه :حسیب الله نوري
یو سپین ږیري سړي تصمیم ونیولو چې لدې وروسته به له خپل زوی ، نګور او څلور کلن لمسي سره ژوند کوي، سپین ږیری ډیر ضعیف شوی وو لاسونه یې ریږدیدل، سترګو یې هم څه نه لیدل او قدمونه یې هم د پخوا په شان چابک نه وو.
د کورنۍ غړي به هره ورځ د ډوډی لپاره د خوړو په میز راټولیدل، اما د سپین ږیري پلار لړزانده لاسونو او ضعیفو سترګو تر یوه حده د غذا خوړل دوی ته بې خونده کول د هغه له کاشغي به وریجې او نخود پر ځمکه او میز تویدل زوی او نګور چې د سپین زیږي پلار لدې ورځې په تنګ راغلي وو تصمیم ونیو.
دوی وویل: باید د پلار لپاره یو فکر وکړو ډیر د نخودو، لوبیا، وریجو او شیدو تویدل مو وزغمل چې پرمیز او ځمکه باندې مو د پلار له لاسونو لویږي.
ښځې او خاوند د اتاق په یوه کونج کې کوچنی میز کیښود په هغه ځای کې به سپین ږیري یوازې ډوډی خوړله پداسې حال کې چې د کور نورو غړو به یو ځای له ډوډی څخه خوند اخیستو یو او بل ته به یې د ډوډۍ خوړلو ساتونه کول.
دا چې د سپین ږیري پلار له لاسه ېې دوه پشقابونه لویدلې او مات شوي وو اوس نو هغه ډوډی هم په یوه لرګینه کاسه کې خوړله .
کله کله به چې دوی خپل سپین ږیري پلار ته پام شو لیدل به یې چې د ډوډۍ خوړلو په وخت کې یې سترګې له اوښکو ډکې وي وي اما هغه څه چې د زوی او نګور په خوله وو یوازې توندې او بې رحمانه خبرې وي چې سپین ږیري پلار ته به یې د ډوډی ورکولو په وخت کې کولې.
ددوی څلور کلن زوی په ډیره خاموشی سره د خپل مور او پلار کړه وړه تعقیبول.
یوه ورځ د ماښام له ډوډی مخکې ځوان خپل زوی ولید چې د لرګیو له کوچنیو پارچو څخه د یو شي جوړلو هڅه کوي ځوان په ډیره خوږه ژبه له خپل زوی څخه و پوښتل بچیه څه کوې؟
ماشوم په خپله ماشومه ژبه ورته وویل:
یوه کوتونی کاته جولوم (کوچنی کاسه جوړوم!) هغه وخت چې لوی شم تا او مورته به مې پکې ډوډی درکوم.
ماشوم وخندل او په خپل کار یې پیل وکړ.
د کوچني ماشوم خبرو خپل پلار او مور دومره تر تاثیر لاندې را وستل چې له سترګو یې اوښکې وبهیدې په همغه شپه ځوان د پلار لاس ونیو او په ډیره مهربانی سره یې د ډوډی خوړلو میز ته بوتلو.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.