ژباړه: ظاهر عمار
تاسې چې زما دا کيسه لولئ؛ نو کېداى شي په حيرانتيا کې پرېوځي او ووايئ، چې دا به هسې خيال وي؛ خو د دې هر يو تورى له ريښتياوو راوتلى او د سختيو په تارونو مې ستاسې لپاره پېيلي دي او د دې لپاره يې تاسې ته بيانوم، چې زه نهيلۍ ته ور غاړې وتلى نه يم، ځکه چې پر الله تعالی مې ځان سپارلى دى؛ نو ماته يې د ايمان او اميد داسې قوت را په برخه کړ، چې زه پرې والوتم او په پاى کې د نېکمرغۍ او حقيقت ميدان ته ورسېدم.
دا کيسه ولولئ، چې د ژوند په اړخونو کې مو اميد را زرغون شي او نا اميدي ترې وشړي.
ما خپل وړوکتوب په ډېر غم او خپګان کې په داسې غريبه کورنۍ کې تېر کړى، چې د لوږې د له منځه وړلو لپاره به ورسره څه نه وو، حلواګانې او خواږه شيان مې نه پېژندل، د اخترونو په تمه به مې شپې سبا کولې، چې که چېرته پکې له ګاونډيانو سره د غوښې کوم پوټى وخورم، د کورنۍ له هر غړي سره د خپلې نړۍ غم و او د دې وس يې نه درلود، چې بلې نړۍ ته ور ننووځي، دا د دې له امله نه، چې ګنې دروازې يې بندې وې، بلکې د دې له امله، چې بلې نړۍ ته د ننوتلو اراده يې نه درلوده، زموږ د کورنۍ هر غړى يوه کار بند کړى و، چې د هغه له يادولو زما قلم شرمېږي!
زما پلار په يوه ځاى کې مامور و، تنخوا به يې تر بلې مياشتې نه رسېده، ډېر ځل به د مياشتې په منځ کې د ژوند کښتۍ را باندې ودرېده، دا چې ژوند مو ډېر سخت و، ځکه نو پلار مې يو سلبي (نهيلی) انسان و، له ژوند نه يې زړه موړ شوى و، لس ماشومان يې درلودل، چې په سړکونو به خپاره وو او هيڅ به ترې خبر نه و، د مخدراتو د کارولو له امله زندان ته ډېر ځله ورغلى او راغلى و؛ نو پر هيڅ به يې پروا نه کوله، زما به پرې کله کله زړه خوږېده، ورځ په ورځ به يې په نفس کې د اميد رڼا مړاوې کېده، همېشه به غلى و، که دنيا به ورانه هم شوه، له خولې به يې غږ نه راووت، داسې و لکه چې د ژوند شيبې يې ختمې شوې وي، همدې فکر پرې اغېزه کړې وه او نهيلۍ ته يې غاړه ايښې وه…
د مور خو مې څه مه وايه، د هغې حالت درته بيانولاى نشم، حقيقت ډېر دردوونکى دى، ټوله ورځ به د محلې پر کورونو کې ګرځېده، د مېړه او زامنو فکر به ورسره نه و، له کليوالو سره به يې د شتمنۍ او ښه ژوند له امله حسد او کينه کوله، لنډه دا چې زموږ کورنۍ زما په مور او پلار باندې يو اسماني تندر و، چې پرې را غورځېدلى و او له هغوی سره له مخامخ کېدو مې مور او پلار وېرېدل…
ورونه به مې ټوله ورځ بې فايدې پر سړکونو ګرځېدل، ډېر پکې له سمې لارې اوښتي وو، خويندو مې د اخلاقو، شرافت او ټولنيزه ژوند په نامه هېڅ نه پېژندل…
لوى مصيبت دا و، چې ټول ورورنه مې له دې امله د ښوونځي له څلورم ټولګي څخه را تښتېدلي وو، چې سهار وختي به پاڅېدای نه شول، دا غمجن وړکتوب مې تېر کړ او ډېره ترې تنګه وم، ځکه چې پلار او مور مې د خپل شتون له ارزښتناک او عزتمن لقب څخه بې برخې وو، خپل ليک لوست ته مې د هغه وړوکي او کمزوري ماهي د قوت په څېر کار ويلى و، چې د بې رحمه حملو په مقابله کې لامبو وهي، سره له دې، چې حالات ډېر سخت وو؛ خو زه بيا هم مخ پر وړاندې روانه وم…
اوس به درته د هغې ورځې خبره وکړم، چې زما د ژوند تګلاره يې د تل لپاره بدله کړه؛ خو اوس هم وايم، چې که پر الله تعالى ايمان او د هغه د رحمت هيله را سره مله نه واى؛ نو هيڅ به مې نه وای کړي…
کله چې مې د منځني ښوونځي د درېيم ټولګي شهادتنامه ترلاسه کړه او په ټوله کورنۍ کې يوازې ما تر دې ځايه زده کړې کړې وې؛ نو يوه سړي پر ما جرګه وکړه، دا مهال زه پنځلس کلنه وم، پلار مې شپېته کلنۍ ته رسېدلى و، فشار يې هم په يوه حال نه و، کله به ښکته او کله پورته و، تل به يې شراب څښل او د مخدره موادو سوداګري يې هم کوله او همدا يوازينى لامل و، چې زما د مور او پلار لاړې به يې بهولې او هغو مادي غولونو ته نشو ټينګېداى، چې مخې ته به يې پړکېدل…
له ځنډ پرته مې مور او پلار له هغوى سره موافقه وکړه او له ما نه يې پوښتنه قدرې هم ونه کړه، ما چغې وکړې، چې زه واده نه کوم، زه غواړم، چې خپلې زده کړې پوره کړم، مشره خور مې ورکړئ؛ خو متاسفانه، چې زما غږ يوازې سر دردى و او هيچا ورته غوږ نه کېښود، مور اوپلار مې د پيسو له غږ پرته له هر شي غوږونه کاڼه کړي وو، کورنۍ مې زما پر سر د تاواني سودا پيسې واخيستې او سره له دې، چې د پيسو حراموالى هم ورته معلوم و؛ خو ورته خوشحاله شول…
زما واده په غمجنه، پيکه او بې پروا فضا کې ترسره شو، تاسې په خپله فکر وکړئ، چې آن د واده په شپه مې هم راته مور کوم نصيحت نه دى کړى، نه يې د ښکلا لپاره کوم څه راته ډالۍ کړي، نه يې زما د کورنيو اړتياوو پوره کولو ته پام کړى…
ايا تاسې پوهېږئ ما چې په خپل بکس کې لومړى کوم شيان کېښودل، هغه مې خپل نوټونه او هغه کتابونه وو، چې همېشه به ورپورې داسې نښتې وم لکه وړوکى ماشوم چې د مور په جامو پورې نښتى وي؟! چې غلطه نشم، خپل نوي کور ته ننوتم، نه وبښۍ،زندان يادوم، تش د دروازې په بندولو سره يې زما په وهلو او خوړلو شروع وکړه، لکه لېوه، چې مات کړى ګډ خوري، د تېښتې کوښښ مې وکړ؛ خو زه يې نه پرېښودم، بلکې زما د واده جامې يې ټوټې ټوټې کړې، له دې سره يې راته ټولې هغه ارادې له خاورو سره خاورې کړې، چې ما يې په خپل راتلونکي ژوند کې د پلي کولو کوښښ کاوه، زه يې داسې را ونيولم لکه يو بد اخلاقه مجرم، چې د شپې په تورتم کې خپله قرباني ومومي، کله چې له خپل جرم څخه وزګار شو؛ نو خپل ناولي شراب يې را واخيستل، ويې څښل او بياستونی ستغ لکه د يوه لوى غويي په څېر پرېووت، احساس يې مړ و، نه يې راسره خبرې کولې او نه يې زما مخ ته کتل، د خراري اواز يې داسې راباندې لګېده لکه د ټوپک ډز، تاسې په خپل ګرېوان کې فکر وکړئ، يوه پنځلس کلنه نجلۍ، چې په داسې هيبتي ځاى کې را ګېره شي، چې انساني عزت يې تر پښو لاندې وي، څه احساس به کوي؟!
زه د درد او وېرې له امله رپېدم، خپل زخمونه مې وچول، هغه وېره، چې زما د عمر پنځه کاله پکې د دغه لېوه او هغه حرص او تمې له امله، چې زما د مور او پلار سترګې يې ور ړندې کړې وي، بې فايدې تېر شول، په دغه وخت کې مې هر رنګه عذابونه، وهل ټکول، رټل او سپکېدل وزغمل، زنداني کېدل، له خوراک او څښآک څخه بندېدل او داسې نور هم ډېر حالات راباندې تېر شول، داسې ژوند مې تېر کړ لکه يوه يتيمه مزدوره، چې چا په قرض کې راوستې وي او په خپله خوښه ترې کار اخلي؛ خو دې ټولو دومره نه خپه کولم لکه څومره، چې له ښوونځي پاتې کېدو خپه کړې وم تر دې، چې د ازموينې ورکولو ته يې هم نه پرېښودم، په پوره پيمانه د غم او خپګان غونډۍ را څخه جوړه شوه؛ خو الله تعالى، چې رزاق او رحم کوونکى ذات دى؛ ويې غوښتل، چې ماته يو بچی راکړي، په دې سره زه له ښوونځي څخه د محرومېدو له غمه تر يوه حده بې غمه وم، په پنځه کالو کې مې دوه زامن او يوه لور پيدا شول، دا مهال مې عمر شل کاله و، له ځان سره مې لوظ وکړ، چې خپل بچي به له هغه حال څخه ساتم، چې زه ورسره په وړوکتوب کې د خپل مور او پلار له امله مخ شوې وم لکه بېځايه ګرځېدل او د بچيانو د روزنې مسؤوليت نه احساسول؛ خو دا کار ما ونه کړاى شو، ځکه چې د ماشومانو پلار له شرافت او انساني کرامت څخه په پوره پيمانه خالي و، زه به يې په ډېره وړه خبره ډېره زياته وهلم، تاسې پوهېږئ، چې ما به په ډېرو اوږدو شپو کې خپل بچيان ويده کول او زه به له وېرې همداسې ويښه پاتې وم، نه چې په خوب کې مې له بچيو سره يوځای ونه وژني، ځکه هر وخت به يې په مرګ وېرولم، کله چې به يې نشې ته زړه وشو او ورسره نه به وه؛ نو د کور سامانونه او لوښي به يې ماتول، بچي به يې له کوره بهر سړکونو ته شړل، ډېر ځل به موږ ته ګاونډيانو د زړه سوي له امله ځاى راکړ، کېداى شي تاسې پوښتنه وکړئ، چې زما مور اوپلار زما څه مرسته وکړه؟
لږ مې پرېږدئ، چې په خبره مو سر خلاص کړم، مور اوپلار مې د دې دردوونکو پېښو په ليدو او اورېدو سره غوږ هم ونه ګراوه، نږدې وه، چې د دې تور او ناوړه ژوند له امله نا اميده شوې واى؛ خو پر الله تعالى کلک ايمان به زما او دې کرکجنې څېرې ترمنځ پرده کېده، په دغو تورتم شپو کې مې له الله تعالى څخه دعاء وغوښته، چې له دې غمه مې خلاصه کړي، ځکه ما يې نور د زغملو وس نه درلود، الله تعالى زما دعاء قبوله کړه، يوه ورځ مې نږدې ګاونډيانو راغږ کړ: اى د پلانکۍ مورې! مېړه دې… مړ شو!
زه او بچي مې په بېړه له کوره بهر ووتو، چې پام مې وکړ؛ نو مېړه مې له يوه سړي سره د هيرويينو د بيې په سر وران شوى او دواړه سره په جنګ وو، په يوه بل پسې يې چاکوان را ويستي وو، زما مېړه هغه سړى په چاکو وواهه او پر هماغه ځاى يې وواژه، ما خپل مېړه وليده، چې جامې يې په وينو رنګ شوې، د پوليسو په مخ کې داسې رپېده لکه مږه چې په تلک کې ونښلي، شونډې يې له وېرې تکې سپينې شوې، د وېرې له امله يې خلکو ته په کږو سترګو کتل، دغه مهال زما د را پارېدلو احساساتو هيڅ پوښتنه مه کوئ، زه نه پوهېدم، چې دا د نېکبختۍ او خوشحالۍ هغه شېبې دي، چې ما يې له ډېره وخته انتظار کاوه او کنه دا د وېرې او خپګان زېری و؟!
زه نه پوهېدم؛ خو په ناخبرۍ کې مې له خولې څخه د الحمد لله، الحمد لله غږ راووت، د واده لومړنۍ غمجنوونکې شپه مې را ياده شوه، چې د لېوه په څېر مې خوا ته راغى، جامې يې راته څېرې کړې، ويې وهلم او لکه د يوه ځناور په شان يې راڅخه خپل شهوت پوره کړ، هغه نشه يې سړى و، د پښتيو ترمنځ يې لکه د تېږې داسې کلک زړه و، چې هېڅ نرمي او شفقت پکې نه و، هغه مهال نه پوهېدم، چې چېرته وتښتم؟ د تېښتې ځاى مې هم نه و…
د هغمې شپې بهېدونکې اوښکې مې را يادې کړې؟! څه نا اشنا دنيا ده! يوه اونۍ وروسته يې محکمه پيل شوه؛ خو تر محکمې دمخه د دماغي سکتې او وينې بهېدنې له امله له نړۍ رخصت شو…
تاسې څه فکر کوئ، کله چې يوې وړې بلبلې ته د پنجرې دروازه ناڅاپه خلاصه شي؛ نو هغه به ګنې په تېښته کې زړه نازړه شي؟! زه کټ مټ د همدغې بلبلې په څېر وم، د هغه د جامو په المارۍ، د ګنده شرابو په ګيلاسونو او په هغه لښتو مې، چې زما او زما د بچيو په شاګانو يې موړې جوړې کړې وې، لاړې تو کړې، د کورنۍ غړي مې د تسلۍ لپاره راغلل، تر دوو کالو وروسته مې په لومړي ځل وليدل، چې مور مې زما تر تندي ښکلولو مخکې وويل: الله تعالى دې پرې رحم وکړي، څه ميراث يې پاتې دى؟!!
که له الله تعالى څخه نه وای وېرېدلای؛ نو ټول به مې هماغه شړلي واى، د الله تعالى کار و، چې مېړه مې له خلکو ډېر زيات پوروړى و، کله چې مې کورنۍ د هغه په پور خبره شوه؛ نو له دې ووېرېدل، چې څه ترې ونه غواړم، درد او غوسه مې سره ګډ شول،آآآه! دا څومره تاواني سودا وه، چې زما کورنۍ له دې جلاد سره کړې وه؟! پنځه کاله مې هسې برباد شول، کله چې مې کورنۍ زما د مېړه په مال کې د ګټې ترلاسه کولو تيارى وکړ؛ نو پوه شول، چې برخې يې تاواني دي؛ نو ډېر لرې راڅخه وتښتېدل، زه لږ ساعت په فکر کې ډوبه کېناستم او بېلا بېلې لارې مې مخې ته راغلې، زه يوه ښايسته شل کلنه کونډه نجلۍ وم، درې ماشومان مې هم راسره وو، د روزۍ پيدا کولو کومه لاره هم نه وه؛ نو اوس څه به کوم؟؟! دوه لارې مې مخې ته وې، يوه د صبر، زغم او اوږدې هيلېلاره او بله د کار کسب لاره، چې خپل ښځې توب پکې پر هغو کسانو خرڅ کړم، چې د ځانله او ښايسته ښځو غوښتونکي دي، لومړۍ لاره مې له هر ډول شک پرته غوره کړه، د مېړه تر مړينې وروسته تر ټولو اړين شى، چې زما په برخه شو، دا و، چې زه ازاده شوم، د بې رحمه او ځناورو له قيد څخه خلاصه شوم، لومړى کار مې دا وکړ، چې د سرو زرو يوه ټوټه، چې له ځآن سره مې پټه ساتلې وه، په ډېرو لږو پيسو خرڅه کړه، بيا له دغه سپېره ځاى څخه، چې ماته به يې د خپل ژوند ستونزمن حالات را يادول، مسافره شوم، زه له خپلو ماشومانو سره يوه بل لرې کلي ته ولاړم، هلته مې ځان ته يوه کوچنۍ کوټه، چې حمام يې هم درلود، په کرايه ونيوله، يوه وړوکی اشټوب او يو کټ مې واخيست، چې له ماشومانو سره به مې پکې پرېوتلم، ځينې کارېدلي لوښي مې هم واخيستل، زه دا وايم، چېدا ډېره ناچيزه او سپکه کوټه وه، ان تر دې، چې د غريبانو په نظر هم سپکه وه؛ خو ما دا منلې وه، چې له خپلو ماشومانو سره يوځای پکې ژوند وکړم، خپله کوڅه به مې په خپله پاکوله، داسې هېڅوک نه و، چې ماته يې د ژوند لاره را ښودلې واى…
د يوه عزتمن کار په لټه کې شوم ترڅو خپل او د خپلو بچيو ژوند مې ښه شي، الله تعالى راته غوره ګاونډيان راکړل، چې په ډېرو کارونو کې به يې راسره مرسته کوله، ځينې خوراکونه او د ماشومانو لپاره به يې زړې جامې راکولې، تل به يې ښه راسره کول، الله تعالى دې له هغوى سره ښه وکړي، همدا مهال د کور څنګ ته د نجونو په يوه دولتي منځني ښوونځي کې د ملازمې په توګه مقرره شوم، په ژوند کې د لومړنۍ تنخوا اخيستو خوند به مې هيڅکله هېر نشي، دا سمه ده، چې لږه وه؛ خو کله چې مې اخيسته، له سترګو مې بې اختياره اوښکې وبهېدې، د الله تعالى ډېر شکر مې اداء کړ، د خپلو بچيو لپاره مې پرې نوي کالي، د لوبو شيان او خوندور خوراکونه واخيستل، له څلورو مياشتو را پدېخوا مې په لومړي ځل په خپل کور کې د چرګانو غوښه پخه کړه، د ماشومانو لپاره مې بسکټ او چاکلېټ واخيستل، د هغوی په سترګو کې نېکبختي له ورايه ځلېده او هغو شيانو ته يې خوشحالي کوله، چې ورته راوړي مې وو، پوره يو کال مې په ښوونځې کې دنده ترسره کړه، د دندې پر مهال به مې د خپلې مديرې درناوی، له ښوونکو سره نرمي او له زده کوونکو سره مينه کوله، ځکه چې الله تعالى مې په زړه کې د کار مينه او اخلاص اچولى و، يوه ورځ مې له ځان سره وويل: اوس خو موقع هم برابره ده، ولې خپلې منځنۍ زده کړې پوره نه کړم؟!
له مديرې سره مې په دې اړه مشوره وکړه، هغې نوره هم وهڅولم،د پخوانيو زده کړو اسناد مې ورته وړاندې کړل، تصادفي خبره دا وه، چې زه په منځني او مشر زوى مې په لومړني ښوونځي کې و، په خپلو درسونو کې مې ډېر کوښښ او خواري کوله او دا سره له دې، چې په غاړه مې ډېر بارونه پراته وو، مور وم، دنده مې هم درلوده او يوه زده کوونکې هم وم. په درېيو کالو کې مې منځنۍ زده کړې پوره کړې، د دولسم شهادتنامه مې په (٩٧%) نمرو ترلاسه کړه، دا فيصدي مې د ټولګيوالو لپاره يوه ناڅاپي خبره وه، ډېر مې وژړل، ځکه د خپلې خوارۍ مېوې مې په پخېدو وليدې…
له خپلې دې دندې څخه په يوه دولتي اداره کې د محررې په توګه په نوي معاش مقرره شوم، د دندې په بدلېدو سره مې د اوسېدو ځاى هم بدل کړ، يو وړوکى اپارتمان مې په کرايه ونيو، چې دوه کوټې، يو هال، پخلنځى او غسل خانه يې درلوده، په لومړي ځل زموږ کور ته کمپيوټر راننووت، له بانک څخه مې ورته پيسې پور کړې، اپارتمان ته مې نوى سامان واخيست، دا سمه ده، چې ارزانه وو؛ خو کارېدلي نه وو، خوشحالي مې ورځ په ورځ زياتېده، ډېره په دې خوشحالېدم، چې ټول بچيان مې په ښوونځيو کې داخل شول، په درس او اخلاقو کې يې پرمختګ کاوه، د خپلو ماشومانو لپاره مې نوې ارزانه جامې او د لوبو شيان واخيستل، له خپلو ښځينه ملګرو سره مې اړيکې جوړې کړې، هغوى له ما سره ډېره مرسته وکړه، موږ به د چکر او ملاقاتونو لپاره يوځاى وتلو، زړه به مې پردې ډېر يخېده، چې د ماشومانو سترګې به مې خوشحاله او ځلېدونکې وليدې، څلور کاله وروسته مې په لومړۍ درجه د ليسانس ممتازه شهادتنامه ترلاسه کړه، بيا مې خپله دنده بدله کړه او په يوه لېسه کې د ښوونکې په توګه مقرره شوم، دا مهال مې مشر زوى ديارلس کلن و، کله چې زه ښوونکې شوم؛ نو په غېږ کې يې ونيولم او په ژړا يې راته وويل: مورې! زه پر تا وياړم، ته په نړۍ کې لويه مور يې، ما هم هغوی ټول په غېږ کې ونيول او د لږ وخت لپاره ټولو پرته له کوم لامله ژړل، په لومړي ځل مې په ژوند کې ډېره تنخوا واخيسته، نيمايي مې د الله تعالی په لاره کې صدقه کړ او په پاتې نيمه مې د خپلو بچيو لپاره د هغوى اړتياوې پوره کړې او تر دې وروسته مې د خپل شخصي کور د جوړولو لپاره د پيسو په ذخيره کولو پيل وکړ، په همدې وخت کې مې د ماسټرۍ دوره هم شروع شوه او په دوو کالو کې مې په ممتازه درجه د ماسټرۍ شهادتنامه ترلاسه کړه، د خپل لوى کور، چې دوه چته و او لس کوټې، دوه هالونه، پخلنځى، ګودام، لوى چمن او د لمبلو ښايسته حوض يې درلود، په جوړولو مې پيل وکړ، دکتورا مې پيل کړه، کارونه راباندې ډېر شول، ځکه چې بچيان مې لوى شول، نږدې وه، چې د کارونو ډېروالي وژلې واى، ځکه چې د کور جوړول، تدريس، زده کړه، سامان اخيستل، له بچيانو سره درس ويل او داسې نور کارونه مې په سر امبار شول، په دې سختو حالاتو کې مې بيا هم په ممتازه درجه د دکتورا شهادتنامه ترلاسه کړه او په يوه پوهنتون کې ښوونکې مقرره شوم، دا مهال مې عمر (٣٧) کاله و.
ايا تاسې پر دې پوهېږئ هغه مهال، چې مې شهادتنامه ترلاسه کوله، د چا فکر راسره پيدا شو؟ هو، د خپلې مور فکر راسره پيدا شو، ستا څه خيال دى که زه يې په دې حال ليدلې واى؛ نو له خوشحالۍ به يې ژړلي واى او کنه بيا به يې هم راڅخه د هغه معاش په اړه پوښتنه کولې، چې ما ترلاسه کاوه؟!!
تاسې دا ګومان مه کوئ، چې زه ګوندې د مور نافرماني کوم او يا مې له هغې سره د خپلولۍ نه پاللو کوښښ کړی، څو ځلې د هغې خوا ته ورغلم، چې د خپل ژوند په اړه ورسره مشوره وکړم؛ خو هغې هماغسې د ګاونډيانو په کورونو کې مزې کولې، که په کوم ځاى کې به ورته مال پيدا کېده؛ نو ټوپ به يې ورپسې واهه، له خپلو لوڼو څخه به يې هم پوښتنه نه کوله، چې دا مال له کومه کوي، بلکې دا ورته اړينه وه، چې څه شى ورته ورکړي!
پلار مې زما د مېړه تر مړينې يو کال وروسته مړ شوى و، ځکه نو له خپل معاش څخه مې د مور لپاره مياشتنۍ برخه وټاکله او تر مرګه به مې ور لېږله، له ورونو او خويندو څخه د خپلو بچيو له امله جدا شوم او پېژندګلوي مې ورسره ختمه شوه، دا دی اوس مې له ډېر تاوتريخوالي وروسته د خوشحالۍ او موسکا ژوند په برخه شوی، له کور څخه مې يو علمي مرکز جوړ دی، مزدوران او ډرېوران لرم، زامن مې له پوهنتنونو فارغ شوي، مشر زوى مې جراح طبيب دى، ورپسې زوى مې د ودانيو انجينر دى او کشرۍ لور مې د ماشومانو ډاکټره ده، ټولو ته مې ودونه کړي، مشر زوى او ښځه يې له ما سره اوسېږي، کور مې له خوشحالۍ او د لمسيو له خنداګانو ډک دى، اوس پنځه پنځوس کلنه يم؛ خو د ښکلا نښې مې له دومره سختو حالاتو سره سره اوس هم پر مخ پاتې دي…
زه خپله دا کيسه هر نا اميده او له کاره لاس اخيستي کس ته ډالۍ کوم، کېداى شي په دې کېسې سره يې اميد وځلېږي او بيا يې هېڅکله په ژوند کې د نهيلۍ وختونه را نشي.
تاسې باور وکړئ، که ما نهيلۍ او ترخو حالاتو ته غاړه ايښې واى؛ نو خپل اوسني ژوند ته به نه وای را رسېدلې، حقيقت دا دی، چې دې ژوند ته د الله تعالى په فضل، کرم او بيا د خپلې پياوړې او ژوندۍ هيلې له امله را رسېدلې يم او دا سره له دې، چې په ډېرو مصيبتونو کې را ګېره وم…
نا اميدي د هغه وژونکي مېلمه په څېر ده، چې که خپلې دورازې مو ورته پرانيستې؛ لمنځه مو وړي او په درد مو نه دردېږي…
نو ای نهيليه! نهيلۍ ته دې دروازې مه پرانېزه، که څه هم، چې شا وخوا ته دې سختۍ را ټولې شوي وي…
زما خبره ريښتيا وبولئ، د برياليتوب لپاره تر ټولو ښه لاره نېک فالي او د اميد لمن را ټينګول دي…
هو، اړينه دا ده، چې د الله تعالى له رحمت څخه نا اميده نشئ…
دا زما د يوې ملګرې ريښتينې کيسه وه چې ما ترې پخپلو الفاظو تعبير وکړ.
رښتيني کيسه؛
(سلوی العضيدان؛ د مه نا اميده کېږه کتاب ليکواله)
[review]Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.