بیلابیل طبیعې عوامل شته چې دوخت په تیریدو تیږه تخریبوي.
1. باران . RAIN
د باران اوبه په تیږو باندې هم فزیکي او کیمیاوي عمل کوي.فزیکي عمل یې د رژیدو او لیږد قوې له امله وي او کیمیاوي عمل یې په تیږه کې د شته موادو د تجزیه کیدو ،اکسایډیشن او هایدریشن له امله وي.
2. فزیکي عمل . PHYSICAL ACTION
په متناوب ډول دباران په واسطه لمدیل اولمر په واسطه وچیدل په تیږو کې داخلي تشنجات پیداکوي چې له امله یې تیږه ماتیږي.
3. کیمیاوي عمل . CHEMICAL ACTION
په صنعتي سیمو کې تیزابي باران د تیږو له مرکبو موادو سره تعامل کوي او تیږه تخریبوي.
تجزیه کیدل . DECOMPOSITION
په تیږو کې د المونیا د الکالین سلیکایټ تجزیه کیدل د فعالو اوبو د کیمیاوي عمل له امله وي .د الکالین موادو هایدرایت شوی سیلیکایټ او کاربونیټ شکلونه په اوبو کې ډیر ښه حلیږي او له محلولو څخه راایستل کیږي او هایدرایت شوی سیلیکایټ المونیا (Kaolinite) له ځانه پریدی .فلسپار په لاندې ډول تجزیه کیږي.
K2Al2O3.6H2O + CO2 + nH2O = K2CO3 + Al2O3.2SiO2.2H2O + 4SiO2.nH2O
اکسیډیشن او هایدریشن . OXIDATION AND HYDRATION
هغه ګټونه چې په خپل ترکیب کې د پراکسایډ ،سلفایډ او کاربونایټ په شکل اوسپنه ولري کله چې تیزابي باران له اوبو سره تعامل وکړي اکسدایز کیږي او هایدرایټ کیږي .د بیلګې په ډول پراکساید FeO په فریک اکساید Fe2O3 بدلیږي ،کوم چې له اوبو سره یوځای کیږي او FeO.nH2O منځ ته راوړي.ددې کیمیاوي تغیر په پایله کې حجم هم زیاتیږي او د ګاوڼد ګټونو د منرالونو له امله فزیکي بدلون هم په کې راځي .یوه بله بیلګه داده چې د اوسپنې سلفایډ او سایډرایت چمتو وي چې اکسایدیز شي LIMONITE ته او سلفر ازادوي ،کوم چې له اوبو او اکسیجن سره یوځای کیږي او سلفوریت اسید تشکیلوي او بلاخره سلفایټ جوړوي.
4. یخبندان . FROST
په سړه سیمو کې یخبندان د تیږو سوریو ته ننوځي چیرته چې په یخ ټوټه بدلیږي تیږې ته انبساط ورکوي او درزونه منځ ته راوړي.
5. باد WIND
څرنګه چې باد له ځان سره د ګرد ذرات لیږدوي ،ددې ذراتو د سولیدو له امله تیږې تخریبږي.
6. د تودوخې بدلونونه . TEMPERATURE CHANGES
د تودوخې د مسلسل بدلون له امله تیږه انبساط او انقباض کوي ،کوم چې بیا تیږه تخریبوي ،په ځانګړې ډول که چیرې ګټونه د خطي انبساط مختلف ضریبونو سره بیلابیل منرالونه ولري.
7. د نباتاتو وده . VEGETABLE GROWTH
د وښو او ونو ریښې کوم چې په معماري جینټونو کې را زرغونیږي تیږې نمجنې ساتې او همدارنګه عضوي او تیزابي مواد له ځان سره پټ ساتي، کوم چې د تیږې د تخریبدو لامل ګرځي . دګرد عضوي او غیرعضوي ذرات هم د تیږې په سطحه کیني او د تیږو په سوریو کې ننوځي .کله چې دا مواد د باران اوبو او لمدبل سره په تماس کې راشي ،باکتریالوژيکي پروسې پیلیږي او په پایله کې مایکرو اورګارنیزمونه تیزاب تولیدوي او په تیږو برید کوي جې د تیږو د تخریبدو او ورستیدو لامل ګرځي .
8. مشترک ورستیدل . MUTUAL DECAY
کله چې بیلابیلې تیږې یوځای وکارول شي مشترک ورستیدل پییښیږي .د بیلګې په ډول کله چې شګلنه تیږه له چونې تیږې لاندې وکارول شي ،د چونې له تیږې کیمیاوي مواد د باران اوبو په واسطه لاندې شګلنې تیږې ته راځي او تیږه تخریبوي.
9. کیمیاوي عاملونه . CHEMICAL AGENTS
په اتوموسفیر کې شته دود ،ګازات او تیزابي ګازات تیږه تخریبوي.تیږې د CaCO3, MgCO3 څخه په ناوړه ډول اغیزمن کیږي .
10. لیچن LICHENS
لیکچن د چونې تیږې تخریبوي خو د نورو تیږو لپاره بیا د خوندیتوب ښه قشر منځ ته راوړي . Molluses په تدریجی ډول تیږه کمزورې کوي او بلاخره چونې او شګلنې تیږو کې عمودي موازې سوري جوړوي
You also might be interested in
د ودانیو د چاودنو ضد ډيزاین . Blast Resistant Design[...]
سنډبلسټنګ هغه میتود دی چې د کانکریټو له ښکاره سطحو[...]
لیکنه: نوراحمد فضلي په قرآنکریم چي د بشر د ادراک[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی