لیکنه: عبدالحمید هڅاند
په خيرنه پزه یې لستوڼی را کش کړ، د چپ لاس ګوتي یې د سر په جړو وېښتو کې وهلې. د تور کمیس په لمن یې سپنې پنې ګنډلې وې. له خلاص ګریوانه یې د سېنې راوتلې هډوکي ښکارېدل، په وړوکې مخ یې تور بخونده کرښو لاري کړې وې.
د ولاړ هلک په لاس کې یې په نیمه خوړل شوې کلچه سترګې ګنډلې وې. په مایوس خو غوښتونکي نظر یې ورته کتل. ور وړاندي شو. لاس یې ور وغځول سر یې د سوال په دود ورسره کوږ کړ.خو د مقابل لوري ځواب خوشینه ونکی و.
ولاړ هلک پاتې کلچه په یوه وار په خوله کړه. په ډکه خوله یې ورته وویل: ولاکه یې څکه راچې وکړې،پسې زیاته یې کړه اشتیا یې ډېره صافه ده. ولاړو هلیکانو وخندل.
هلک لاس ور ټول کړ ځړوند سر یې د کلا دیوال ته تکیه وکړه. زغم مې پای ته ورسېد، ورغلم په ببرو وېښتو مې یې لاس را تېر کړ. پورته یې را ته وکتل په سترګو کې یې اوښکې ډنډ وې. مخامخ ورته کېناستم.
ـ څه نومېږې؟
ـ ادې مې دین محمد جان راته وايې، خو دوی مې دینګی بولي.
ـ دوی دي څه کېږي؟
ـ هیڅ.
ـ نو دلته څه کوې؟
ـ مرزدور یې یم.
ـ څه کار ورته کوې؟
ـ غواو او مېږو ته مټي اچوم.
ـ څو روپۍ درکوي؟
ـ روپیۍ نه را کوي، د کال لس منه غنم راکوي.
ـ لس منه غنم!
ـ هو، اتي کال پوره کېږې غنم به کورته یوسم هغه بل واري سي له کوره راتلم، ادې ویل سي په کور کې دا ګرد وړه نسته. که یې غنم لیږ زر در کړو. کورته یې مه راوړه دغسي نزدي یې د سورګل کاکا زرندي ته ور وړه اتي به یې په یوه وار له جنجاله خلاص سې.
دهلک په څېره مې سترګې ګنډلي وې، واړه لاسونه یې څو ځایه چاودي و، ځېنو چاودویې تور رنګه وېنه پرخه ولې وه.
سوچ په مخه کړم د ارواپوهنې د استاد لکچر را یاد شو. په ماشومانوباندي باید دروند کار ونه شې. ذهني کمزورتيا او منفي پالې لري.
ـ ته د دې کلي یې؟
ماشوم ماته کتل.
ـ نه مېلمه یم.
د ماشوم څېره لېږ څه غوړېدلي وه. و مې ویل دین محمده! پلار دي څه کار کوي، مشر ورور دي شته؟
ـ ورور مې نسته، ادې وایې سي ابا دي شید(شهید) سوئ.
دروند غږ مې تر غوږ شو «وا هلکه دینګیه!»
ماشوم ورخطا یوې بلې خواته وکتل.
سړي پیړ ورمېږ زموږ خواته راړولی و. د مخي لمن یې له پښو نیم میتر لرې وه. چپ لاس یې په خېټه مښل.
دي غواوو په اخرونو کې لاس ور ووهه، هغه توره غوا ولي خوراک نه کوي.
ماشوم ورمنډه کړه، له ښۍ پښې د پاپړ څپلکه وخته، بېرته را وګرځيد ترخه یې ومسکل.
له کتار اخرونو، مرغۍ والوتې.