لیکنه: عبیدالله ارشاد
دلته ځیني هغه مهم اداري اصطلاحات له دري څخه پښتو ته را ژباړل شویدي چې تیر کال استاد محمد وصیل شرافت د دعوت پوهنتون د حقوقو پوهنځې د قضاء او څارنوالۍ څانګې محترمو محصلینو ته په لنډ ډول د لکچر په بڼه را انتقال کړیدي:
۱) کارپوه یا کارشناس
هغه څوک چې د یو مسلکي شخص په توګه پخپل کاري ساحه کې دنده پر مخ وړي.
۲) د ارتقای ظرفیت یا د ظرفیت لوړولو مفهوم
د تریننګونو (روزنه)، ورکشاپونو، کورسونو، سیمینارونو، ورځنې مرستې، د قوي او ضعیفو ټکو د تشخیصولو له لارې د کارکوونکو او مامورینو د کاري سویی لوړولو ته ارتقای ظرفیت ویل کیږي.
۳) ورکشاپ
د علمي څیړنې یوه دوره ده چې د یوه ځانګړې موضوع په یوې ناسته (غونډه) کې څیړي.
د بل پیژند له مخې ورکشاپ د یوې ټولنې را غونډیدل دي چې هر ګډونوال یی خپلې تجربې او مشورې د ټاکلې موضوع په تړاؤ څرګندوي، دغه څیړنې او بحثونه څو ورځې دوام کوي چې هر ګډونوال یی خپل لیکلي مواد چې له مخکې چمتو شوي وي د ناستې ګډونوالو ته لولي او وړاندې کوي يی.
ورکشاپ په یوې ټاکلې موضوع کې د څیړنې په موخه ترسره کیږي ترڅو اصلي موضوع معلومه کړي.
۴) سیمینار
د زده کوونکو یا ښوونکو هغه کوچنې ډله چې په یوه پوهنتون یا ټولکۍ کې په یوې ځانګړې موضوع یا د ترسره شوؤ څیړنو پایلې چې له مخکې چمتو شوی وي، وړاندې کوي.
سیمینارونه عموماً په تعلیمي مؤسساتو او ادارو کې د یوه محصل یا استاد له لوري د یوه علمي اثر په باره کې وړاندې کیږي، هماغه اثر چې دوی ورباندې لیکنه یا څیړنه کړې وي.
۵) فرمان
د ولسمشر کتبي هدایت(لیکلې سپارښتنه) چې د یوې ټاکلې موضوع په تړاؤ د ولسمشر له لوري صادریږي لکه د قوانینو د توشیح فرمان، د ځانګړو کسانو د ګمارنې فرمان، د محبوسینو د عفوې فرمان او داسې نور.
د فرمان او حکم ترمنځ توپیر دادی چې فرمان عام وي او حکم خاص، بل توپیر یی دادی چې حکم د ملي شورا تائید ته اړتیا نلري او فرمان باید ملي شورا تائید کړي.
فرمان په دوه ډوله دی یو یی تقنیني فرمان او بل یی عادي.
۶) مصوبه
د تصویب څخه اخیستل شوی لفظ ده چې منلو او منظورولو ته وایی او په اصطلاح کې مصوبه د ملي شورا پریکړې ته ویل کیږي.
۷) مکتوب
لیکلۍ او رسمي سند دی چې د یو مطلب د څرګندولو او اظهارولو په موخه له یوې ادارې څخه بلې ادارې ته په رسمي ډول لیږل کیږي.
په مکتوب کې د يوې موضوع په تړاؤ هم معلومات او هم ځواب غوښتل کیږي.
په مکتوب کې نېټه او د صادرې( خپریدو) شمیره دواړه لیکل کیږي خو د یادونې وړ ده چې مکتوب کې د آمر یا رئیس په لاسلیک باندې ټاپه یا مهر نه وهل کیږي بلکې یوازې د مکتوب د پوښ له پاسه ټاپه کیږي.
مقدمه( سریزه)، مبداء، مطلب او متن، اختتام، مهر او لاسلیک د مکتوب له محتویاتو څخه دي.
۸) خدمت
د ټولنې د اړتیاؤ پوره کولو ته خدمت وایی.
هر هغه کار چې د هر چا لوري وي خو د خلکو په ګټه ترسره شي خدمت بلل کیږي.
۹) تخصیص
د اسنادو صدور او د پیسو د مقدار اجراء کول دي چې د مالي پلان د پلي کیدو په موخه د ټاکلي وخت لکه میاشت، ربع او کال په موده کې د واک لرونکې یا ذیصلاحې مالي ادارې له لوري اړوندو ادارو ته لیږل کیږي او د اجراء وړ دی.
۱۰) قرارداد
د کارکوونکې او ادارې یا کارفرما ترمنځ لیکلی توافق ده چې د هغه له مخې کارکوونکی د دندو د لایحې په اساس د مزد یا کار د ټولو حقونو او امتیازاتو مقابل کې د ټاکلي یا ناټاکلي وخت لپاره کار ترسره کوي.