ژباړه : صفي الله حسن زی
اول : دنورو کسانو په تأیید پسې مه کېږئ
هغه شخص چې پرخپل ځان باور لري، تل دنورو په تأیید پسې نه ګرځي، داشخص دننه دتصدیق او تأيید احساس لري. داسې مرحلې ته رسیدل وخت، دپوهې ترلاسه کول ، زیار، تمرین او انعطاف پذیری ته اړتیا لري.
کله چې تاسو دنورو په تأیید پسې ځان ونه تړی د ازادی حس مو په وجود کې رامنځ ته کيږي.ستاسو ښې کړنې ددې سبب کیږي چې پرخپلې توانایی باور ترلاسه کړی او په پایله کې دښه شخصیت څخه برخمن شی. پدې حالت کې دنا امیدۍ او احتیاج له احساساتو لرې کیږی.
دښه شخصیت درلودونکي کسان په مؤثر ډول له وخت څخه ګټه اخلي او داړتیا په وخت کې د (نه) ویلو مهارت لري او دهغه څه په سرته رسولو کې چې ورته ارزښتناک او مهم وي کاملا متعهد وي، ددې لپاره چې ښه شخصیت ولري داوسنیو او احتمالي خطراتو په مقابل کې باید په ښه ډول تصمیم ونیسی
دوهم : موسکا به مو ريښتینې وي
دنورو دخوشالۍ او یا هم دخپلې ناراحتۍ دپټولو لپاره موسکا مه کوئ. داکار ستاسو باور او شخصیت ته تاوان رسوي، کله چې په نړۍ کې خپل اصلي ځای پيداکړی په شنډو به مو دخوښۍ او رضایتمندۍ موسکا خوره شي. بریالي خلک تل په خوله موسکا وي. کامیابۍ ته درسیدو لپاره باید له منفي بافۍ تېر شی، څومره چې په ژوند کې مو موسکا زیاتیږي په هماغه اندازه مو په مغز کې منفي بافي له منځه ځي.
خندا دا ښيي چې تاسو پرخپل ځان باوري او له ژوند څخه خوښ یاست.
دریم : د چوپتیا (سکوت) په ارزښت پوه شئ
دچوپتیا قدرت کم مه ګڼی، که پوه شی چوپتیا څومره ارزښت لري ځان ته به آرامه فضا جوړه کړی.
چوپتیا تاسوته اجازه درکوي ترڅو ښه اوریدونکي واوسی. ټول کسان خوښوي چې دهغوی خبرې واوری، هغه ته پام وکړی اوپه ښه ډول یې درک کړی.که دا میل او احساس په نورو کسانو کې پوره کړی، ټول ستاسو لوري ته جذب کیږي.دشخصیت دلوړوالي لپاره باید ښه اوریدونکي واوسی.غوږ نیول تاسو سره مرسته کوي ترڅو دمقابل لوري دخبرو عمق ته ولاړشی اوپه ښه ډول دنظر ورکولو اظهار وکړی.چوپتیا دهوښیارۍ او اطمنان نښه ده، که ښه غوږ ونیسی او وروسته نظر ورکړی تاسو به دښه شخصیت درلودونکي ښکاره شی.
څلورم : مسئولیت منونکي واوسئ
که غواړی چې دښه او معتبر شخصیت درلودونکي شی دکارونو مسئولیت مو دنورو په اوږو مه وراچوی، په خپل ځان کې پرخپل نفس دباور سرچینه پیداکړی ترڅو دهغه په مرسته دژوند تصمیمونه په خپله غاړه واخلی. لدې لارې پرخپل ځان باور کول مو ډیریږي او د رهبری اومدیریت په لوري تاسو بیايي همدارنګه له ستونزو سره دمقابلې قدرت مو زیاتوي.
په یاد ولری چې ستاسو دماتې او ناکامۍ مسئول بل څوک نه بلکې خپله یاستی، له خپلې ماتې درس زده کړی ، خنډونه له مخې لرې کړی او بریالیتوب ته ځان ورسوی.
پنځم : چاپلوسي مه کوئ
چاپلوس کېږی مه، ددې لپاره چې ښه شخص وی او ښه شخصیت ولری لازمه نده چې تل دنورو تعریف وکړی، پدې کارسره اصلا خپل اعتبار له لاسه ورکوی.له ټولو سره په برخورد کې حتی له لوړې کچې مدیرانو سره هم صراحت او صداقت ولری، چاپلوسي له ځانه لرې کړی ترڅو دنورو په وړاندې اعتبار ترلاسه کړی.
شپږم : له خپل ځان سره مینه وکړئ
دهرشخص په ژوندکې ترټولو پایداره اړیکه له خپل ځان سره اړیکه ده. خوښي او رضایت دهرچا په دننه کې صورت نیسي چې دا داعتبار دمنځ ته راتلو سبب کیږي. له دې غلط فورمول څخه په کلکه ډډه وکړی (که چېرته بریالی شوم …… خوښي او رضایت به مې په برخه شي).
اووم : داومنئ چې سهوا درڅخه کیږي
موږ ټول انسانان یو دا ناممکنه ده چې له موږ څخه دې سهوا صورت ونه نیسي، دا ومنئ چې کله ناکله د اشتباهاتو سره مخ کیږی او دضعف نقطې لری چې لازمه نده له چاڅخه یې پت کړی، هیڅکله ادعا مه کوی چې تاسو په هرڅه پوهیږی که لازمه وي له نورو څخه مرسته وغواړی.
آتم : خپل ځان وپیژنئ
پوه شی چې تاسو څوک یاست او څه غواړې، ددې لپاره چې ښه شخصیت ولری باید په ښه ډول خپل ځان وپیژنی. په ځمکه ولویږی او بیرته پورته شی، دژوند لوړې او ژورې تاسو ته قوت او تجربه درکوي.
دشخصیت دلوړوالي لپاره په خپل ځان باور ولری، وېره او ډار له ځانه لرې کړی. کله چې له ماتې سره مخ شې، بیاځلي له ځایه پورته کېږې او بریالیتوب لاسته راوړې دنورو کسانو په نظر کې فوق العاده ځاي او شخصیت لاسته راوړې.
نهم : قضاوت مه کوئ
د ناقصو اطلاعاتو پربنسټ چې په لاس کې یې لری دنورو په اړه قضاوت مه کوی، کینه او کرکه هم له ځانه لرې کړی دا کلمې ستاسو دضعف ټکي دي.
کله چې نه پوهیږی چې په نورو کسانو څه تېر شوي او کافي اطلاعات نلری قضاوت کړلو باندې خط کش کړی، پداسې حالاتو کې قضاوت کړل ستاسو ضعف ښيي، دبې ځایه قضاوت پرځای چوپتیا غوره کړی.
لسم : ماتې ومنئ
له ماتې مه ویرېږئ، دلوړ شخصیت درلودونکي کسان هره ماتې دنوې بریا پیل ګڼي. کله چې ماتې خوری بېرته راوګرځی، وګوری علت څه وو او له سره يې پیل کړی، مخکینۍ تجربو څخه هم ګټه واخلی، مخکینۍ ماتې د راتلونکي لپاره غوره تجربه ده.
ماتې ومنی او له هغه څخه درس واخلی.
You also might be interested in
لیکنه: الهام الله بابر ځان پیژندنه په ځان کې غښتلې[...]
ژباړه او را ټولونه : محمد عزيز پردېس يوازيتوب ته[...]
لیکنه: پوهنیار سید اصغر هاشمي ځواني د انسان د هلوځلو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی