• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د نړۍ هغه لس نوموتي او شتمن کسان چې يو وخت بې کوره وو!

Home سوداګريد نړۍ هغه لس نوموتي او شتمن کسان چې يو وخت بې کوره وو!

د نړۍ هغه لس نوموتي او شتمن کسان چې يو وخت بې کوره وو!

ژباړه: محمد عزيز پردېس

تاسو کېدای شي په دې پوه شئ چې څومره مشهوره کسانو به خپل ټول عمر مبارزه کړې وي او د يو ارامه ژوند لپاره به يې څومره ستونزې ګاللې وي. هو! اجازه راکړئ چې تاريخ ته مراجعه وکړو، په اوسني پېر کې مونږ او تاسو کولی شو ډېر داسې کسان پيدا کړو چې اوس د لوړې پانګې خاوندان دي، خو يو وخت د ستونزو سره لاس او ګرېوان و او د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره به يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او فشارونه په ځانونو منل.
دې لاندې ۱۰ شتمنو او معروفو کسانو په هکله غور وکړئ، دوی يو وخت د هغه کسانو له ډلې څخه ول، چې بې کوره او بېکاره وه، دربدر وه، خو خپلې هيلې یې هېڅکله ونه بايللې او پر خپلو ځانونو يې اعتماد درلود.

۱- جېم کېري JIM CARREY

دا د هاليووډ د يوې مشهورې څېرې نوم دی. هغه په ماشومتوب کې سختې ستونزې او ربړې وګاللې. پلار يې چې کله خپله دنده له لاسه ورکړه، نو دی او کورنۍ يې کډه کولو ته اړ شول او همدا و چې خپلې زده کړې يې هم نيمګړې پرېښودې. دی مجبور و چې د کور سرپرستي په غاړه واخلي او د خپل پلار پر ځای کار وکړي. د ولږه، تنده… وزغمله خو خپل همت يې له لاس ورنکړ. جېم کېري اوس د ۱۵۰ ميلونو ډالرو خاوند دی.

۲- سټيو جابېز STEVE JOBS

سټيو جابېز په ټوله نړۍ کې د ميلونونو خلکو لپاره الهام بخشه څېره ده. هغه به په ماشومتوب کې د خپل کور د نشتون له امله د خپل ملګري د خونې په غولي کې ويده کېده. نړۍ اوس هغه د يو الهام لرونکي کس په توګه پېژني. هغه د اپل سهامي شرکت بنسټ کېښود او اوس يې نوم د نړۍ د شتمنو کسانو په لېست کې ثبت دی.

۳- جينيفر لوپز JENNIFER LOPEZ

هغه اوس ۲۵۰ ميلونو ډالرو په درلودو سره د هاليووډ نړۍ يوه نوموتې څېره ده، په داسې حال کې چې هغه يو ځل د خپلې ثبت سټډيو نيم چپرکټ باندې ويده شوې وه.

۴- ډانېل کرېګ DANIEL CRAIG

په فيلمي نړۍ کې ډانېل کرېګ يو پېژندل شوی نوم دی. ډانېل په لومړيو کې ډېر کمزوری او بې ځانه و، هغه د خپل حرفه يي ژوند په لومړيو کې د پارک په نيم کټنو کې ويده کېده.

۵- چارلي چاپلېن CHARLIE CHAPLIN

هغه ټوله نړۍ وخندوله، د هغه يو مشهوره نقل دی چې وايي: زما درد کېدای شي هغه واوسي چې خلک ورته وخاندي، خو زما خندا بايد داسې نه وي چې د خلکو د ژړا لامل شي. چاپلېن په ماشومتوب کې د خپل پلارد سيوري څخه بې برخې شو، د لندن په واټونو کې به يې شپې او رځې تېرولې، دی لا پوره ځوان شوی نه و چې مور يې په روغتون کې بستر شوه. هغه خپل امېد له لاسه ورنکړ او سخت کار يې وکړ. پرته له شکه همغه سختې ورځې وې چې چاپلېن يې دومره نوموتی کس کړ چې اوس په ميلونونو زړونو پاچايي کوي.

۶- الکس روس AXL ROSE

د ده اوسنۍ ټوله شتمني ۱۵۰ ميلونو ډالرو ته رسېږي. الکس د خپل ژوند په لومړيو کې د سرپناه د نشتو ن له امله د خپل ملګري د خونې پر غولي ويده کېده.

۷- ميشل اوهر MICHAEL OHER

د ميشل اوهر د ژوندانه داستان د ټولو لپاره يو الهام بخشه داستان دی. اوهر پخپل کتاب (The Blind Side) کې د خپل ژوند ستونزې او ربړې د ځوانانو لپاره د يو الهام لرونکي پيغام په ډول کښلي دي. د هغه اوسنۍ خالصه شتمني ۳۰۰ ميلونه ډالره ده.

۸- سلېوسټر سټېلون SYLVESTER STALLONE

د ژوند په لومړيو کې هغه د بسونو په تمځايونو کې ويده کېده، د ۱۰۰ ډالرو په مقابل کې په يو اعلان کې لوبېدل هغه ته دا فرصت ورکړ چې د خپلې موخې په ترلاسه کولو کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي. هغه اوس د باليووډ د نړۍ يو نومتی نوم دی. هغه يو داسې لوبغاړی دی چې د رامبو پشان مشهورو څېرو ترڅنګ يې د ( The Expendables ) نامه فلم کې لوبېدلی دی. د نوموړي د موخو په ترلاسه کولو کې د هغه مخه هېڅ چا او هېڅ شي ونشوی نيولی.

۹- کولونېل سنډرس COLONEL SANDERS

هغه يو نادار او بې سرپنا کس و. پلار يې چې کله ومړ، دی ۵ کلن و، مور يې بيا ځلې واده وکړ. د ډېرو ورته داستانونو په څېر د د پلار هم ده سره ښه چلند نه کوه. سنډرس به تل زورېده، ربړول کېده به او تر ۴۰ کلنۍ پورې بې کوره وه. هو دا د يو مصمم کس د ژوند داستان و. هغه د KFC په نامه د يوې مشهورې کمپنۍ بنسټ ايښودونکی دی.

۱۰- ډېوېډ لېټرمن DAVID LETTERMAN

ډېوېډ دمګړی د يوې ټلويزوني نمايشنامې په بدل کې ۵۰ ميلونه ډالر لاس ته راوړي. هغه اوس د هاليووډ مشهور ټلويزون کې د يوې کمېډي خپرونې کوربه توب په غاړه لري. نوموړی ۴۰ کاله وړاندې په ۱۹۷۳ کې په ژړغوني حالت په نيمه چپرکټ کې ويده کېده. همدا عزم او اراده وه چې دی يې دې مرتبې ته راورسوه.
دا داستانونه مونږ د روښنايۍ او نېکمرغۍ پيغامونه لري. پرته له شکه چې هره ستونزه ترشاه ارامتيا او سکون لري او دا وخت دی چې مونږ ته راښايي چې هغه چا چې لومړی ستونزې ګاللي نو په پايله کې سکون او نېکمرغۍ ته رسېدلي دي. هېڅکله بايد ناهيلي نشو او ستونزو ته بايد نه ووايو.
دا ليکنه ستاسو لپاره الهام بښوونکی وه؟

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

بريالي کسان د خپلو رخصتيو ورځو څخه څه ډول ګټه اخلي؟

Nov 9, 2017

ژباړه: محمد عزيز پردېس ډېری وګړي دا عادت لري او[...]

د بريالي ژوند په اړه د چارلي چاپلېن په زړه پورې ويناوې

Dec 31, 2017

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس چارلي چاپلېن د سينما[...]

د بدو عادتونو د پرېښودو لپاره لس لارې

Dec 17, 2017

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس د بدو عاتونو پرېښودل،[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022