لس هغه جملې چې بریالي کسان ور څخه ډډه کوي او بایلونکې کسان يي استعمالوي
(10 Phrases Successful People Avoid (But Losers Use)
ژباړن: شفیق الله ځواک
ګټل او بایلل په ژوند کې راځي. ګټل او بایلل تر ډېره د یو کس ذهني جوړښت پورې اړه لري بې له دې چې نورو شیانو پورې اړه ولري. تاسو کولای شئ چې په کارونو کې بریالي او فعال واوسئ. تاسو کولاې شي چې د ایمیل کولو په دنده کې بریالي واوسئ او همدارنګه په ډېر اسانې تاسو کولای شي چې د اجراییه ریس په ډول ناکام شخص ثابت شئ.
تاسو کولاې شئ چې بره لاړ شي او د یو ګټوونکي د فکر طرز ته د پرمختګ ور کولو پواسطه تر ټولو کامیابه واوسې.
د لاندې عبارتونه د لیست څخه لیدنه وکړئ او نوټ کړئ چې کوم یو ته په ورځنې ژوند کې د خپلې ډیکشنرې څخه لمنځه وړې او یا د خپلو خبرو څخه يې لرې کړئ او په هغه ډول لاره مخکې لاړ شئ، چې منفي خبرې له منځه یوسئ، کوم چې له هغو سره یواځې ځي او تاسو سره مرسته کوي چې یقین وکړئ تاسو بریالي یاست.
هغه به کار ونه کړي
تاسو څنګه پوهېږئ چې هغه به کار ونه کړي؟ حتی که چیرې دا داسې ستونزه وي چې مخکې څخه پرې کوشش شوي وي خو ددې معنا دا نه ده چې دا به اوس کار ونه کړي. هغه نظريي له خپلې مخې څخه لرې کړئ کوم چې په هغو د هڅو کولو څخه بغیر قطعا د کامیابېدلو نښه نه وي.
زه دا کار نشم کولای
ښه، منفي فکر، مګر څه فکر کوي؟ که چیرې تاسو يې نشې کولای، خو چانسونه او فرصتونه شته چې داسې یو بل کس به پیدا کړي چې دا کار به کولای شي.
امکان نه لري
داسې شیان کم دي چې د سرته رسولو امکان ونه لري، نو ډېر پام کوئ او دا جمله ځان سره یاد ساتئ چې داسې کار نشته چې امکان ونه لري. ما ته دا تجربه شوې او اکثره دا ددې ښودنه کوي چې یو کس څومره بند ذهن لري چې د بل کس نظر او کارونه څنګه نه ګوري. بغیر له دې بیا هم دوې وايي چې دا کار امکان نه لري، خپل ذهن خلاص کړئ او فکر وکړئ چې څنګه ددې امکان شته چې یو کار تر سره شي. د مختلفو اړخونو څخه یوې ستونزې ته وګورئ. هېڅ حیرانتیا به رامنځته نشي، که چیرې تاسو ووایاست، دا ستونزه امکان نه لري چې حل شي.
دا مناسبه نه ده
مونږه څه یو، د څو کلونو عمر لرو؟ حقیقي ژوند داسې نه دی برابر شوې چې همیشه به مناسبه وي او که چیرې تاسو داسې عبارت د خپلې خولې څخه پیدا وباسئ، نو تاسو تقربیا د بد رفتارې او بد سلوکې احساس به وکړې. که چیرې تاسو ددې پر ځای لوبه په عادلانه کارټ ولوبوې، نو تاسو هڅه کوې او یو مناسب فرصت ته ګورې تر څو د لوبې حالت د ځان په ګټه واړوي او لوبه د بریا سره پای ته ورسوې.
زما ګناه نه ده
تاسو به ګناه نه وي کړې او یا ستاسو به قصور نه وي، مګر د دې ډول عبارت استعمالول ددې څرګندوینه کوي چې تاسو دروغ وایاست او ستونزه په یوه ځای کې شته. هېڅ یو له تاسو د ملامتیا لوبه نشې ګټلې. ددې پر ځای چې په ملامتیا تمرکز وشي، د ستونزې په حل کولو فکر وکړئ. څنګه تاسو کولای شې چې یو ګام مخ ته شي او یو سم کار تر سره کړې، حتې که چیرې تاسو د غلط لورې څخه هم نه یاست.
شاید چې دا وشي
شاید یو بل له هغو کلیمو څخه دی چې د یو کس هڅې له ناکامې سره مخ کوي. یو کار به ښه کېږي، لوړه سلنه يې امکان شته چې تر سره شي، خو د شاید کلیمی په استعمالولو سره د هغه کار د سرته رسولو مخه نیول کېږي. کله هم چې کوم کسان د شاید کلیمه استعمالوي، دا ځکه چې دوې ددې توقع نه لري چې دوې به وتوانيږي هغه ستونزه حل کړي کوم چې دوې ور سره مخ شوي وي او یا یو کوم کس ور څخه د یو کار په اړه پوښتنه کړي وي. ځینې وخت دا کلیمه د کینې او حسد له مخې استعمالیږي.
دا زما دنده نه ده
دا یو له هغو عباراتو څخه دی، چې کله کله له اداره کوونکو (منیجرانو) څخه اورېدل کېږي او د کرکې وړ کلیمه ده. که چیرې تاسو په ترتیب سره د خپل ټیم سره مرسته وکړې او یا اداره مخ ته بوځې، تاسو اړتیا لرې چې پورته خوا ګامونه واخلې او کارونه سر ته ورسوې، کوم چې ستاسو د دندې په توضیحاتو کې عادي نه وي بلکه ګران مسوولیتونه دي.
خپل ځان د سستی او لټی په ناروغې مه اخته کوې، هڅه وکړئ چې د یو فرصت، تجربې او د ذهني ودې لپاره د استراحت څخه بهر نور کارونه تر سره کړئ.
اړتیا
اړتیا یوه خندونکې کلیمه ده. تاسو خوړو، اوبه او پوښاک ته اړتیا لرې. تاسو راپور ته په وخت اړتیا نه لرې او یا خپل ټیم ته چې راشي په اونیزه رخصتي کې، یا په حقیقت کې کوم بل شي اړتیا نه لرې چې تاسو په کار کې یې غواړې. شاید تاسو د خپل مسوولیت د سم ډول جریان لپاره شیانو ته اړتیا ولرې.
زه فکر کوم
کوم اواز ډېر قوي دی: زه فکر کوم، زه یقین لرم او که زه باور لرم؟ زما په فکر کېدای شي چې دا ټول ضعیف وي. رهبران او نور بریالي کسان قاطع او جدي وي. پرمختګ وکړئ د هغه څه سره چې تاسو پوهیږي.
زه به هڅه وکړم
یوه پاڼه د یودا د عقل له کتاب څخه واخلئ: سرته يي ورسوئ، او یا سر ته یې مه رسوئ. دلته هڅه نشته. خلک تمایل لري چې د هڅې او کوښښ کلیمه استعمال کړي. دوې غواړي خپل ځان څخه بهر ووځي، ځکه چې دوې په اګاهانه او یا نه اګاهانه ډول یقین نه کوي. دوې کولای شي یا وبه کولای شي چې خپل دنده او مسوولیت تر سره کړي.
ژباړن: شفیق الله ځواک