ژباړه: بشیر صافی
، سټراتیژیک فورکاسټینګ ؛ آسټین ښار – ټکساس
Strategic Forecasting, Inc. Austin, Texas
په امریکا کې د ځیرکو څیړنو او استخباراتو خصوصي شرکت سټراټیژیک فورکاسټینګ ډیرې خطرناکې وړاندوینې کړيدي، هغوی په راتلونکو لسو کلونو کې د نړۍ د بیلابیلو اقتصادي او سیاسي پرمختګونو په اړه خبرداری ورکوي.
د دې ادارې د شنونکو او متخصصینو په وینا په راتلونکو لسو کلونو کې به متحده ایالات هم د ځواک له کمښت سره مخ شي، همدارنګه اوسني برلاسي هیوادونه به تقسیم او یا هم له منځه ولاړ شي.
۱- روسیه به سقوط وکړي؛
د ماسکو پر وړاندې به کوم قیام هم ونشي، خو د ماسکو حکومت به کمزوری شي او د فیدراسیون د کنترولولو نور تاب به په ځان کې نلري، په مختلفو ځایونو کې به د قدرت خلا رامنځته شي او همدا به ددې لامل شي چې کوچني واکونه به په هر ځای کې راوټوکیږي.
په روسیه به بندیزونه ولګیږي، د نفتو د نرخونو کمښت، د روبلو ارزښت راټیټیدل، د ماسکو نظامي اخراجاتو لوړیدل او کورني مخالفتونه به ددې سبب شي چې د ماسکو مرکزي واک به ډیر کمزوری شي، په رسمي ډول به په هیوادونو تقسیم نشي خو ډیر شمیر برخې به په یو بل پسې ځانونه نیمه خپلواکه بولي او هر ځای به د مرکزی حکومت برخلاف به په خپلې اوتوریتي ولاړ وي.
د سټراتیژیک فورکاسټینګ څیړونکي په دې باور دي چې کله ماسکو د اقتدار د سمبالښت څخه وغورځیږي نود فیدارسیون مختلفې برخې به ترې بیلیږي او روسیه به په اوسني شکل نه پاتې کیږي.
۲- امریکا به د اتومي وسلو د ساتلو لپاره نظامي اقدامات په کار اچوي؛
روسیې د خپلو اتومي وسلو زیږنده په سیمه کې ویشلې ده، کله چې هلته سیاسي بې ثباتي راشي نو د پاشل شویو اتومي وسلو معلومات به رابرسیره شي، او دا به د نړۍ د امنیت لپاره ډیر لوی خطر وي. کله چې روسیه دومره ناقراري احساسوي نو طبیعي ده چې نړۍ په په خپلو اتومي وسلو ګواښي، د روسیې اتومي وسلې به په راتلونکې لسیزه کې یو لوی خطر وي. نو په همدې اړه متحده ایالات په پدې فکر کوي چې څنګه د یورانیمو او اتومي وسلو د لیږد، غني کولو او ذخیرو په اړه اقدام وکړي، ممکن ځمکني نظامي حرکاتو ته اړتیا ولیدل شي.
امریکا به په دې هیڅکله هم ونه توانیږي چې په نړۍ کې د هر اتومي وسلې تاسیساتو د ممکنه خطر مخنیوی وکړي، یا یې په نښه کړي، د دوی لپاره څو لارې دي یا به مستقیم نظامي مداخله کوي، چې دا به ډیره سخته تمامه شي، او یا به په سیمه کې خپل اعتباري حکومتونه رامنځته کوي چې د ممکنه اتومي حملو څخه د خوندیتابه ډاډ ورکړي او یا پریږدي چې څوک ورباندې حمله وکړي،خو دا به یې وروستی اپشن وي.
۳- المان به ډیرې ستونزې وویني:
د المان اوسنی اقتصاد په صاداراتو ولاړ دی، دغه صادرات په ټوله اروپايي ټولنه کې په پراخ ډول بازار لري او د نړۍ دریم لوی صادرونکی هیواد دی، همدارنګه د یورو لوړ ارزښت او د اروپا په لویه وچه کې د پراخو سوداګریزو ريښو په درلودلو ترې ګټه اخلي، خو دا هم باید په یاد ولري چې د بایللو لپاره هم ډیر څه لري، په اروپايي اتحادیه کې د غړو هیوادونو پالیسي ورځ تر بلې تغیر خوري په سیمه ایزو مسایلو ډیر اختلافات سر له اوسه شته، دا به دومره لوړ شي چې آن د یورو ارزښت به ډیر راکم کړي او صادرات به یې خپل ارزښت د لاسه ورکړي بالاخره کورنۍ اړتیاوې به نشي پوره کولای، بې کاري به اوج ته ورسيږي او د سړي سر ګټه به ډیر راکمه شي، د چاپان ۱۹۸۹-۹۰ کلونو په څیر د اقتصادي ناآرامۍ سره به مخ شي.
۴- پولنډ به په اروپا کې واکمن او ډیر مهم شي؛
د المان په ختیځ کې کوچنی هیواد، خو سیاسي او اقتصادي انډول به یې سم وي، د اقتصادي او سیاسي څلور لارې په هیواد به بدل شي. جغرافیایي موقعیت به یې په اروپا کې د سیاسي مشرتابه کولو چانس ورډیر کړي او د ښه اقتصادي او سیاسي وضعیت په درلودلوبه د متحده ایالاتو سره معاملات او اړیکې پراخې شي.
۵- اروپا به څلور برخې شي؛
په اروپا کې چې کله اوسنی اتحاد رامنځته شو، دا داسې فکر کیده چې د دوی ټولنه او اتحاد به هیڅکله هم مات نشي، خو داسې نده، دا به یواځې یوه هیره شوې خبره پاتې شي، سر له اوسه هر هیواد بیلابیله پالیسي لري، اختلافونه رامنځته شويدي، اروپا به لس کال وروسته په څلورو برخو چې ختیځه اروپا، لویدیځه اروپا، سکنډینویا او برطانوي ټاپوګانو باندې تقسیم شی.
دوی به په جغرافيايي ډول یو له بل سره نښتلي وي خو هغه وخت به لکه اوس دومره ملګري نه وي، اقتصادي ، سیاسي او نظامي راکړې ورکړې به په دوه اړخیزو معاملاتو ودریږي، ټولنیز او سازماني حالت به نه وي. یواځې یو څو هیوادونه به لا هم ځانته د اروپايي اتحادیې نوم لري خو تش نوم به پاتې وي.
۶- ترکیه او امریکا به ډیر نږدې شي؛
د ترکيې شاوخوا عرب هیوادونه به ناقراره وي، ترکیه به په سیمه کې خپل اقتدار لري او د تورې بحیرې شاوخوا، عراق او سوریې په قلمرو کې به پراخې نظامي او سیاسي لاسوهنې کوي، په ارمانیا کې به ترکیه نظامي اډې ولري چې د روسیې مخه ډب کړي. د متحده ایالاتو سره دوه اړخیزه هوکړه ولري، ترکیه به د تورې بحیرې لوری اداره کوي چې د روسیې د ممکنه راتګ مخه ونیسي او دلته به متحده ایالات په شاوخوا سیمو کې سیاسي او اقتصادي واکونه لري.
۷- چین به د لویو ستونزو سره لاس او ګریوان شي؛
د چین اوسنی اقتصادي پرمختګ به ټکنی شی ، د کمیونزم سیستم به ډیر کمزوری شي خو دومره هم نه چې لبرال شي، بلکه داخلی ستونزې به راوټوکیږي.
چین په اوسني وخت کې نړیوال بازار ته لاسرسی نلري بلکه نړیوال بازار دی چې د چین اقتصاد یې په کور دننه فعال او متحرک ساتلی، بهرني پانګونې به راکمې شي، سوداګري او صنعت به یواځې داخلي شکل پیدا کړي.
۸- جاپان به په اسیا کې د سمندری ځواک تر ټولوځواکمن هیواد شي؛
جاپان د سمندري واک ډیره پخوانۍ مخینه لري، او په وراداتو ولاړ هیواد دی، د ختیځ چین سمندرګي، د سویلي چین سمندرګي او هند بحیرې څخه خلاصې لارې لري، او همدا لارې د متحده ایالاتو په مرسته په خپل کنټرول کې راوستلی شي، په راتلونکو لسو کلونو کې به خپل بحري قوه او اقتصادي ترافیک لا پسې زیات کړي.
۹- د سویلي چین سمندرګي ټاپوګان به لانجمن شي؛
که څه هم په دې ټاپوګانو به لانجه نظامي اخ وډب ته ونه وځي خو بیا به هم د لانجې او اختلاف د یو سرلیک په نامه وي، روسیه، جاپان او چین به د لانجې لوبغاړي وي، خو روسیه به بحري ځواک د کمزورتیا سره مخ شي او په شا به شی، خو چین او جاپان به لا هم دغه ځای د خپلو هیوادونو ملکیت ګڼي، متحده ایالات به د جاپان سره به دې لانجه کې بحري مرسته کوي.
۱۰- ۱۶ واړه چین هیوادونه به رامنځته شي؛
کله چې د چین اقتصادي سیستم خراب شي، بهرنۍ پانګونې راکمې او بیکاري زیاته شي نو دغه ځای به ۱۶ نور هیوادونه ونیسي، مکسیکو، نیکاراګوا، پیرو، ډومینیکان ، ایتوپیا، یوګنډا، کینیا، تانزانیا، بنګله دیش، میانمار، سریلنکا، لاوس، ویتنام، کمبودیا، فیلپین او ایندونیزیا به د اوسني چین ځای ونیسی، د نړۍ صنعت او کاري فرصتونه به همدې هیوادونو ته راټول شي.
۱۱- د امریکا واک به راکم شي؛
په راتلونکو کلونو کې به هیوادونو د اوس په څیر فعاله حکومتونه او پالیسي نلري، سیاستونه به ډیر ژر بدلیږي، نو همدا لامل به وي چې امریکا به د هر سیاسي بدلون لپاره په لنډ وخت کې د واک د مهارلو سیستم نشی ایجادولی، امریکا به لا هم ځواکمن هیواد وي خو سیاسي او اقتصادي حضور به یې د پخوا په څیر غښتلی نه وي، سیمه ایز اقتصادونه، انرژي او واړه ځواکمن هیوادونه به امریکا ته مداخلې پالیسي او چانسونه راکم کړي.
Strategic Forecasting, Inc. — known as Stratfor — is an American publisher and global intelligence company founded in 1996 in Austin, Texas, by George Friedman, who was the company’s chairman.
http://www.businessinsider.com/stratfor-has-11-chilling-predictions-for-what-the-world-will-look-like-a-decade-from-now-2015-6?op=0#russia-will-collapse–1
بشیر صافی
، سټراتیژیک فورکاسټینګ ؛ آسټین ښار – ټکساس