شاعر، لیکوال او پیاوړی پښتون سندرغاړی لطیف جان بابی د ۱۹۵۴ زیږدیز کال د ډیسمبر په لومړۍ نیټه زیږېدلی دی، ښاغلی بابی د کندهار ولایت د بابیانو له پښتونپاله کورنۍ سره تړاو لري، دی نه یواځې دا چې یو پياوړی لیکوال او نوموتی شاعر دی، د دې په خواکې یو ښه مسلکي پياوړی سندرغاړی او د موسیقې د ډيرو الو مسلکي غږونکی هم دی، تر دې دمه د لسو شعري ټولګو په خواکې یواځنی پښتون لیکوال دی چې د موسیقي د ډيرو الو په اړه یې مسلکي لیکنې کړې او د کتابونو په بڼه یې خپرې کړې دي.