لقمان حكيم حکمت د مولوي صيب عبدالبصيرزوی چې د ميلادي کال01/01/1984کې پېدا شوې، د کنړ ولايت د چپې درې د بسطلې نوم کلي اوسيدونکی يم، ابتدائي او منځنۍ زده کړې مې د پېښور په الجامعة الاثرية کې ترسره کړې دي، پاتې نور تعليمي مراحل مې د امام بخاري اسلامي پوهنتون کې د قران کریم له حفظ څخه ليسانس تر کچه بشپړ کړي، چې تفصيل يې په دې توګه دی:
۱ – : په شرعي علومو کې ثانوي زده کړې د امام بخاري پوهنتون له معهد شرعي لاعداد الدعاة پېښور ۲۰۰۱مـ ۱۴۲۲هـ .
۲ ـ : په اسلامي فقهې او شرعياتو کې بېچلر( ليانس ) د امام بخاري پوهنتون کال : ۱۴۲۸هـ ۲۰۰۷ مـ .
همدارنګه د وفاق المدارس السلفية پاکستان تعليمي مراحل مې په دې ډول بشپړ کړي دي :
۳ – : ثانويه عامه ، ۲۰۰۵مـ ۱۴۲۶هـ
۴ – : ثانویه خاصه ، ۲۰۰۹مـ۱۴۳۰هـ .
۵ – : عاليه ، ۲۰۱۱مـ ۱۴۳۲هـ.
۶ – : عالميه ، ۲۰۱۳مـ ۱۴۳۴هـ .
دندې:
۱ – : د هلال احمر سعودي په دارخبيب کې د شرعي او عربي علومو استاد ۲۰۰۸/ ۰۲/۱۱ نه تر ۲۰۰۹/ ۰۷/ ۰۱ پورې .
۲ – : په دار الشيخ جميل الرحمن رحمه الله دار الایتام کې د شرعي او عربي علومو استاد له ۲۰۰۹/ 09/22 نه تر 2011/07/10 پورې .
۳ – : د احياء التراث اسلامي تر څارنې لاندې د دارالربيعه دارالايتام کې له 2010/11/28 نه تر 2012/08/09 پورې .
۴ – : په همدغه دارالايتام کې د شرعي او عربي علومو د استاد په صفت له 2012/09/09 نه 2014/08/02 پورې .
۵ – : په پېغام پښتو ټي وي کې د ريسرچر په توګه له 2014/08/03 نه تر دا مهاله .
د دې ترڅڼګ الحمدلله لاندې علمي اثار هم لرم:
• ( په قراني ايتونو کې د الله د نومونو او صفتونو څېړنه ) ( ژباړه )
• ( د يهوديت او نصرانيت څېړنېزه کره کتنه ) ( ژباړه )
• ( د سورت فاتحې اړوند د شبهاتو ازاله ) ( ژباړه )
• ( د کفر شرعي حقيقت او مهم ضوابط ) ( ژباړه )
• ( د اسلامي دین بشپړتيا او د بدعاتو ستونزې ) ( ژباړه )
• ( د اسلامي دين ښېکړې او فايدې ) ( ژباړه )
• ( تهذيب سيرة ابن هشام ) ( ژباړه )
• ( د اسماعیلیه شیعګانو فکری انحرافات او عقیدوی کږلیچونه )
• ( د اسلامی ثقافت ژوندی بیلګی ) ( لیکنه )
• ( په شته انسان کښی ورک حماس ) ( شعري ټولګه )
• مونږ او سلف صالحين.. موازنه او پرتله … ( ژباړه )
• تهذيب سيرة ابن هشام ( ژباړه )
• نېکو عملونو ته د هر مسلمان لارښود ( ژباړه )
• هغه پوښتنې چې د شيعګانو د هدايت سبب شوې ( ژباړه )
• د اسماعيليه شيعګان تاريخي پس منظر او عقيده ( ليکنه )
• په اسلامي شريعت کې پېر او پلور .. احکام او مسايل…( لیکنه )
• د اسلامي ثقافت ژوندۍ بېلګې او د لويديځوالو اغيزمن خنډونه ( لیکنه )
• د اسلامي احکامو مستنده ټولګه ( لیکنه ) .
• په اسلام کې د ازادۍ مقدس منارونه ( ليکنه ) .