ژباړه: عدنان نجیبي
ځېنې وختونه تر ټولو لویه پوښتنه چې له ځان څخه یې کولی شې – زه څوک یم؟ زما هدف څه دی؟ څنګه حقیقت ته رسېدی شم؟ – یوې ډېرې ساده پوښتنې ته راځو – زه باید نن څه تر سره کړم؟
لویو فکرونو ته فکر کول کومه سخته کړنه نه ده، مګر د عمل میدان ته راوړل یې مشکل دي. د هر چا ورځې له اضطرابه ډکې دي. دندې او تقاضاوې یو د بل پسې جمع کېږي. کله چې زمونږ د ورځني کارونو لست له حده واوړي، نو غټ مسایل مبهم شي. ښه نو څنګه کولی شو چې خپل فکر او عمل سره یو کړو؟
د نړۍ د ځیرکتیا دودونه مونږ ته دا را ښایي چې د هغه داخلي موانعو پسې لټه و کړو کومو چې د تکامل لاره ډب کړې ده. بهرنۍ تقاضاوې همېشه هغه وخت ډکوي چې ور کړل شوی دی او د ورځني ژوند دوراني فعالیتونو ته را داخلېږي، په ناچاره ډول موجودیت تر فشار لاندې راوړي او ژوند غیر منظم کوي.
زیات خلک څه تر لاسه کوي کله چې د خپل ذهن داخلي عناصرو ته دقیق متوجه شي:
مغشوش والی یا ګډوډتیا: دا څرګنده ده لکه څنګه چې د حقیقتونو لمړیتوب وي ځکه چې مخکې لاره واضح او قاطع نه ښکاري.
اضطراب یا پارېدنه: دا څرګند دی لکه څنګه چې سلګونه واړه شیان وي او ستا توجه یو او بل طرف ته کشوي.
بې قراره کېدل: دا څرګند دی لکه څنګه چې د یو منظم تفکر نه شتون وي، کوم چې یو سړی یوې تولیدي پایلې ته وړي.
راځئ چې دغه درې شیانو ته په مشخص ډول ځیر شو. دا د ذهني ژوند یوه اداري برخه ده، کوم چې یو بنسټیز ضرورت دی. دلته یو ډول مشکلات وجود لري چې په اشخاصو کې تغیر کوي. په هره برخه کې قطبي مخالفتونه موجود وي خو د یو منظم او مبهم فکر کوونکي په واسطه کنټرول کېږي. دلته بې شماره لارې موجودې دي چې څنګه مونږ له خپل ذهن څخه ګټه پورته کړو. مګر که ستا هدف وضاحت وي نو، هغه فکرونه او احساسات یوه اړخ ته کړه کوم چې هر ورځ ستا ذهن ډکوي او د دې پر ځای په دې توجه وکړه چې څنګه وضاحت تر لاسه کړې.
مغشوش والی یا ګډوډتیا په خپلو لومړیتوبونو اخېستلو سره له منځه ځي.
اضطراب یا پارېدنه په خپل فکر یا توجه باندې په ښه دقت یا تمرکز کولو سره له منځه ځي.
بې قراره کېدل د غیر ضروري څیزونو په لرې اچولو او مبهمو څیزونو ته په لمړیتوب کې رسېدلو سره له منځه ځي.
په یاد ساته چې مونږ ستا د داخلي ژوند په اړه خبرې کوو، همدارنګه وضاحت تر لاسه کول داسې هم نه دي لکه د کور پاکول چې هره کوټه بېله بېله پاکه کړې. حل په دې کې نه دی چې ته دې په مشکلاتو باندې مستقیما برید وکړې. که چېرته تاسې موثر او با تجربه شئ نو، کولی شئ چې له خپل فکره په ډېره اغېزمنه او با توجه لاره باندې ګټه پورته کړئ. دا هڅه شاید یو فشار وي، مګر لاسته راغلې پایلې به موقتي وي. تر هر څه ښه دا ده چې داسې یوه لاره پیدا کړې چې ذهن منظم، متوجه او په خپل ځان واضح شي.
په یوه نه یوه لاره مونږ ته دا را ښوول شوي، چې ذهن به لېونتوب ته و رسي که چېرې ور ته توجه و نه شي او کنټرول نه شي. یو غیر منظم ذهن په هر طرف مزل کولی شي لکه څنګه چې یو ماشوم په اسانۍ سره پارېدای شي. مګر یو څه خلکو ته دا حقیقت مالوم دی چې چېر ته د ذهن طبعیت ډېر غیر منظم وي. د صحت لپاره یې، مونږ خپل مغشوشتیا ته ګورو، چې کېدای شي دا یوه هڅه وي تر څو خپله داخلي ګډوډي یو څه منظمه کړو. دا هغه څه دي چېر ته چې د نړۍ د ځیرکتیا دودونه مونږ ته یو با ارزښته راز را ښایي.
دوی مونږ ته دا را زده کوي، چې یو غیر منظم ذهن یواځې له یوه طریقه تر لاسه کېدای شي او هغه د دې نظریې د لاسه ور کول دي، چې مونږ په حقیقت کې څوک یو.
ته د بهرنیو تقاضاوو او فشارونو لپاره د نورو د لاس اله نه شې جوړېدای ځکه چې ته ځان ته په منځنۍ درجه لمړیتوب ور کوې په داسې حال کې چې بهرنۍ نړۍ ابتدایي ده. له دې هر څه وروسته، ته څنګه خوراک کولی شې، ځان ته څنګه سر پناه جوړولی شې، کورنۍ څنګه را منځ ته کولی شې او داسې نور، دا په داسې حال کې چې د ورځني موجودیت په سختو حقایقو کې هم ځان نه غورځوې؟ د دې خبرو ځواب د دې په پیدا کولو کې پروت دی چې ته په حقیقت کې څوک یې – – یو هوښیار استازی څوک چې هر وخت دا ټاکنه کولی شي چې په کومه سطح کې خپل واقعي ژوند وکړي.
د فکر او تفکر کړنې ته په تسلیمېدلو سره، تاسې خپل ذهن داسې یوې سطحې ته رسولی شئ چېرته چې وضاحت طبعي او بې هڅو دی. د یوه سیند مشابهت مونږ سره دا کومک کولی شي چې وښایي څه واقع کېږي. سیند په سطحه باندې تېز بهېږي او په تېزۍ سره په څپو او ګرداب تبدیلیږي. همداسې که ور ښکته شې، سره د دې چې د اوبو بهېدل سستېږي، پیوسته کېږي او په هغه ډېره ژوره برخه کې اوبه په ډېرې خاموشۍ او تېزۍ سره حرکت کوي. په همدې ډول، د ذهن یوه سطحه ده چې یواځې سوله، ارامي او وضاحت پېژني. مګر بر خلاف سیند په ژوره برخه کې لټ نه دی. یوه ډېره ښه موازنه د ارامتیا او هوښیارۍ تر منځ وجود لري.
منظم ذهن، په حقیقت کې د ورځنیو تقاضاوو ښه پوره کوونکی دی ځکه چې له داخله رهنمایي کېږي. له ځانه خبرتیا تسلط منځ ته رواړي، مانا دا چې ته پوهېږې چې ته څوک یې او چېر ته ځې. ورځ د حقیقت د پیدا کولو لپاره په کافي اندازه وخت لري، کوم چې یو بې انتها کیفیت دی.
همدارنګه منظم ورځنی تفکر په ورځني ژوند کې هم بدلون راوړي چې څه باید وکړل شي او څه باید و نه کړل شي دلته یې صرف لنډیز را اخلو:
هغه څه چې باید وکړل شي:
خپل چاپېریال پاک او منظم کړه.
هغه خبرې چې نورو ته یې وایې، ښه غور پرې وکړه.
له منفي اغېزو څخه ځان لرې وساته.
داسې یو ملګری یا ملګرې پیدا کړه چې تا سره د وضاحت او حقیقت په اړه خپل نظریات شریک کړي.
ذهن دې د ورځې له خوا څو وارې متمرکز کړه، کله چې د خفګان او بې قرارۍ احساس کوې.
بهر ووځه تر څو د طبعیت خاموشۍ نه یو څه الهام واخلې.
یوه منظمه ورځنۍ برنامه تعقیب کړه.
هره شپه اته ساعته ښه خوب وکړه.
هغه څه چې باید و نه کړل شي:
په داسې حالاتو کې پاتې کېدل چې بې قراري او غیر منظم کېدل منځ ته راوړي.
خپل د کار وخت دې د ستړیا تر حده غځول، هغه که ذهني کار وي او که فزیکي.
د نورو خلکو د کړنو او نظریاتو پسې تلل.
د خپل ذهني فشار په اړه خبرې کول.
د شپې له طرفه د ښه خوب کول هېرول، یو یا دوه ځلې په هفته کې.
د دې بې قراره نړۍ په بدو خبرونو کې خپل ځان ورک کول.
د خپل بدن ضروریاتو ته توجه نه ور کول. (له دې خبر اوسېدل چې کله دې وجود استراحت ته اړتیا لري، غذا ته کله اړتیا لري، ځان ته موقع ور کول تر څو په فکري ډول ځان جوړ کړې او یو څه وخت یواځې اوسېدل).
د خپل ځان لپاره د پاکو اوبو، خوړو او هوا د برابرولو هېرول.
هغه څه چې دغه لستونه یې وړاندې کوي دا دي: هر څومره چې ستا داخلي نړۍ منظمه او پاکېږي، په همدې اندازه به دې په بهرنۍ نړۍ کې عملونه ښه او غوره کېږي. د معادلې دواړه خواوې مهمې دي. دا هم یاد لره، چې د داخلي وضاحت پرته، هېڅ بهرنی پاکوالی او وضاحت د یوه ځای نیوونکي په صفت خدمت نه شي کولی. داخلي حقیقت او وضاحت د ژوند هدف دی او همېشه به وي.