لیکنه: لقمان حکيم حکمت
د غير مسلمو په خوله بايد ټولو هغې مصطلحاتو ته مسلمان ځېر وي چې د مسلمانانو په ټاټوبو کې د خېل خېل موخو تر لاسه کولو له کبله استعمالوي ، د هغوی هره اصطلاح بايد په اسلامي احکامو او دليلونو سينګار خلک نقد کړي ، نقد معنی يواځې دا نه چې د هغوی هره خبره د دومره فحص او انتقاد لاندې ونيسي چې سلبي اړخونه يې څيړي او له ايجابياتو يې بې غوره وي ، د انتقاد سم مطلب يواځې هم دا دی چې ايجابي اړخونه يې راڅرګند کړي او سلبي اړخونو کې يې د سمولو اړوند فکري قوه په کار واچوي ، ځکه د نقد معنی هم دا ده چې اصلي او جعلي سره توپير شي ، په کارونو کې نقد دې ته ويلی شي چې د قوت او ضعف اړخونه يې وڅېړل شي ، قبح او جمال په کې ولټول شي او له کره کتنې وروسته پرې د سم يا ناسم حکم صادر شي .
د غير مسلمو په خوله هم بايد مونږ د حريت څېړنه له دوو اړخونو څخه کلکه ونيسو :
لومړی : د حريت اسلامي تصور .
دوهم : د حريت غربي تصور .
لومړی : د حريت اسلامي تصور :
۱ – : الله رب کائنات انسان ته پرټولو مخلوقاتو شرافت او کرامت ورکړی دی ، ټوله نړۍ يې انسان ته تسخير کړی ده چې په اړتيا وړ ځايونو کې ترې مستفيد وګرځي ، دغه تشريف هله شته کېدی شي چې انسان ته په نفس او ژوند کې د تشريف او تکريم عوامل شته او عناصر يې بشپړ شي ، دغه حقوق انسان انسان ته نه ورکوی بلکې رب کائنات او ذوالجلال انسان ته ورکړي دي ، الله پاک فرمايی [يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّـهِ أَتْقَاكُمْ ۚ إِنَّ اللَّـهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ] ( سورت حجرات : ۱۳ ) .
ژباړه : ای خلکو مونږ تاسو له يو نارينه او زنانه څخه پيدا کړي يئ او قومونه او قبيلې مو ګرځولي ياست په دې خاطر چې سره پېژندګلو مو وشي ، له شک پرته تاسو کې ډېر عزتمند د الله په وړاندې هغه دی چې په تاسو کې ډېر متقي وي ، او يقيناً چې الله ډېر پوهه او باخبر ذات دی .
که لږ ځېر شو او فرض کړو که الله پاک انسان ته د تفضيل او تکريم دنده ورسپارتې وه نو انسان به زيار ويستی و چې هغه څوک باشرف او باقدره اعلان کړي چې پر نورو خلکو باندې په ماليت کې تفوق لري ، ډېر شهرت ولري او هره غونډه يې په تعريف او مدح لګيا وي ، خو ولې دا عارضي شيان دي شايد څوک د چا مدح د نفسي اغراضو په خاطر وکړي نو دا هېڅکله مکانت نه شي جوړېدی ، له دې او له دې پرته د نورو ډېرو حکمتونو په اساس چې مونږ يې پېژنو يا نه ، الله پاک دغه دنده انسان ته نه ده ورکړې چې څوک شريف او څوک وضيع اعلان کړي ، بلکې ښه سړی هغه دی چې له الله څخه ډېر ډاريږی او همدغه د تفوق لوی لامل دی .
په دې ډګر کې د نبوي حديثونو لويه ټولګه هم شته چې انساني کرامت او شرافت يې خوندی بللی دی ، هېڅ داسې حديث نشته چې په انساني کرامت دلالت نه کوي ، په هر حديث کې هرومرو انساني کرامت ته اشاره شوې ده او مونږکولی شو چې ورڅخه دغه حکم مستنبط کړو .
۲ – : انساني حريت د الله پاک له پلوه ګرد انسانيت ته ډالۍ ده ، د انسان د پېدا کېدو له لومړې لحظې څخه تر موت پورې هر انسان د الله په ټاکلو حدودو کې ا زاد دی ، چونکه انسان په فطرت پېدا کيږي او فطرت ازادي ده چې وروسته ترې دغه ازادې راز راز لاملونه سلبوي ، نو دې نقطې ته نبي کريم صلی الله عليه وسلم په خپلو جامعو حديثونو کې اشاره کړې ده ، امام بخاري په خپل صحيح کې له ابوهريرة رضي الله عنه څخه په (۱۳۵۸ ) شمېر باندې حديث روايت کوي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي [ مَا مِنْ مَوْلُودٍ إِلَّا يُولَدُ عَلَى الفِطْرَةِ، فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ أَوْ يُنَصِّرَانِهِ، أَوْ يُمَجِّسَانِهِ، كَمَا تُنْتَجُ البَهِيمَةُ بَهِيمَةً جَمْعَاءَ، هَلْ تُحِسُّونَ فِيهَا مِنْ جَدْعَاءَ ، ثُمَّ يَقُولُ أَبُو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ( فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا ) الروم: ۳۰ ]
ژباړه : هېڅ يو نو پېدا نشته مګر په اسلامي فطرت ( د توحيد په عقيده ) پېدا کيږي ، مور پلار ترې وروسته يهودي ، يا نصراني او يا مجوسي جوړوي ، لکه څنګه چې چارپای خپل بچی کامل الاعضاء زږوي ، ايا تاسو پکې چرته غوږبوچی ليدلی دی ؟ بيا ابوهريرة رضي الله عنه دا ايت ولوست چې : دا د الله فطرت دې چې خلک پرې پېدا کوی .
دوام لري – دوهمه برخه