ژباړه: احسان الله ذهـــین
په هر عمر او تحصیلي حالت کې چې اوسېږو، بیا هم امتحان، امتحان دی. خپله ځانګړې وېره او اندیښنه لري. زموږ موخه له ازموینې څخه ستاسو بې کچې وېرول نه دي… په دې مطلب کې تاسو له هغو دودیزو لارو چارو سره اشنا کوو، چې د ازموینې لپاره ستاسو په چمتووالي کې ګټورې واقع کېدی شي.
د ډېرو زده کوونکو د زده کړيزو ستونزو غټ لامل له فکري او ذهني ځواک څخه سمه ګټه نه اخيستل دي. تر ټولو مهم دلیل چې د ازموينې د پيلېدو پر مهال د درسي مطالبو د هېرېدو لامل کېږي؛ د ذهن د حضور نشتوالی دی. د مطالعې پر مهال د یو متناسب او کره پلان او د اصولو مطابق، له ذهني ځواک څخه سمه ګټه اخیستنه د مفاهېمو په یادولو او په ازموینو کې د زده کوونکي د بریا له خورا مهمو لاملونو څخه دی. خو دا چې څنګه مطالعه وکړو، دا هغه لومړنۍ پوښتنه ده چې زده کوونکي يې د مطالعې د لارو چارو د زده کړو په ټولګيو کې کوي.
د امتحاني درسونو د مطالعې لپاره لومړی ګام، د درسي برنامې تنظیم دی. درس لوستل هم د ژوند د نورو مهمو مسایلو په څېر پلان، تنظیم او دقت ته اړتیا لري. پلان ستاسو سره مرسته کوي چې له خپل وخت څخه ګټوره استفاده وکړئ او خپله ذهني انرژي بېځایه ونه لګوئ. پلان په يوه موخه پيل کړئ. د بېلګې په توګه پلان ونیسئ، په هغه موده کې چې تر ازموینو وړاندې يې لرئ، غواړئ کوم درس تر ټولو زیات مطالعه کړئ او يا په کوم درس کې کمزوري يئ چې باید ډېر تمرکز ورباندې وکړئ. دې ته اندېښنه مه کوئ چې په ځينو مضمونو کې مو استعداد ښه نه دی، دا هسې بېځایه د وخت تېرول دي.
دا یو حقیقت دی چې موږ هغه کارونه کوو چې مینه ورسره لرو. خو که د درس لوستلو موخه را ته څرګنده وي، بیا نو لېوالتیا لرل یا نه لرل او حتا استعداد مهم نه دی. موخه په تاسو کې دا انګېزه پيدا کوي چې په ډاډ او له درسي تنفراتو پرته خپل درس زده کړئ. په خپل پلان کې یوازې په يوه درس بسنه مه کوئ. ځينې کسان د کمې مطالعې مېتود کاروي، دا چې تاسو یوه درس ته يوه اونۍ وخت ورکړئ، ذهن مو ډېر ژر ستړی کېږي او زده کړه مو کمېږي. د يوه درس ويلو پر ځای دری، څلور درسونه په خپل پلان کې ونیسئ. هر څومره چې په مهال وېش او درسونو کې تنوع زیاته وي، په همغه اندازه به مو ذهني لاسته راوړنه زیاته وي. د انتخابي درسونو تناسب ته هم پام وکړئ. په یوه وخت کې د هغه درسونو مطالعه چې له عدد او فورمول سره سروکار لري؛ سمه لاره نه ده. په یوه ورځ کې د کيمیا او فزیک لوستل ستاسو ذهن ډېر ستړی کوي او ستاسو د مغزي فعالیتونو د دوام مخه نیسي. خپل ځانونه له مطالعې څخه مه بېزاروئ، دا چې تاسو خپله ځانونه د ازموینې لپاره چمتو کوئ؛ له ورځنۍ برنامې څخه د تفریح د حذف په مانا نه ده.
له (۴۵ یا ۵۰) دقیقو وروسته يو څه ارام ته اړیتا لرئ. یو ګیلاس د مېوې اوبه، یا یو ګيلاس شيدې له بیسکويټو سره، ستاسو په مغزي فعالیت چټکه مثبته اغېزه لري. يوه ټاکلې اندازه درس ځان ته هدف وټاکئ. مثلاً که مو پلانی درس په بشپړه توګه زده کړ، د خپلې خوښې تلویزيوني خپرونه وګورئ يا بله کومه لوبه چې تاسو ته په زړه پورې وي؛ تر سره يې کړئ. اوس نو چې پلان مو جوړ کړ او د مطالعې لپاره مو د وخت اندازه وټاکله، په مطالعه بوخت شئ. د مطالعې د ځای او وخت څرنګوالی ستاسو د زده کړې په بهیر کې مهم اغېز لري. البته دا موضوع ستاسو په روحیاتو پورې اړه لري.
ځينې کسان یوازې په ارام چاپېریال کې درس لولي، یو شمېر بیا په شور او غال مغال کې مطالعه کولی شي. په هر حال په هر ځای کې چې وئ، د حواسو تمرکز باید ولرئ. تل داسې لاملونه موجود وي چې له اصلي موضوع څخه زموږ حواس اړوي. د ډول ډول خاطراتو او خیالونو یاد ته راوړل چې په عمومي توګه محیطي منشا لري او د نورو له شور ماشور او تګ راتګ څخه منځ ته راځي؛ یو له خورا مهمو لاملونو څخه دی چې د تمرکز او د ذهني حضور د له منځه تلو سبب کېږي. په دې وخت کې که یوه لیکنه سل ځله هم ولولو، زموږ په ذهن کې نه کېني.
د دې لپاره چې له اصلي موضوع څخه مو ذهن لرې نه شي، تيز يې ووايئ، دومره هم نه چې په هېڅ ونه پوهېږئ. چټک لوستل د لومړۍ مطالعې يو ډول دی چې، د درس د ټولیزو موخو سره مو اشنا کوي. وروسته له خپل ځانه د درس د اصلي موضوع په اړوند پوښتنې وکړئ، دا پوښتنې ستاسو سره مرسته کوي چې د مفاهېمو تر منځ د ارتباط په جوړولو، ستاسو سره د زده کړې په اسانولو کې مرسته وکړي. زده کړه باید د درسي کال په اوږدو او له درس سره په یوه وخت کې وي وي، زده کړه چې دلته یاده شوه، د درس تکرار او مغز ته د هغه سپارل دي.
د درس لوستلو پر مهال، لومړی هغه څیزونه ولولئ چې پوهېدنه يې درته اسانه وي. ټول لمنلیکونه، پراګرافونه او مطالب چې مهم وي؛ ويې لولئ. چې هېڅ ونه پوهېږئ، تر دې غوره دا ده چې لږ پوه شئ. د فورمولونو او بهرنیو لغتونو په زده کړه کې د حفظ پر ځای د هغه شکل یاد ته وسپارئ. د مطالبو په درک کې د غوږونو او سترګو رول ډېر اهمیت لري. د اورېدنې له لارې هم درسي مفاهېم زده کولی شئ. خپل غږ ريکارډ کړئ او د ورځې په اوږدو کې غوږ ورته ونیسئ. دا چاره ستاسو سره مرسته کوي چې هره شېبه حتا کله چې ارام هم کوئ؛ د تکرار له لارې مطالب په خپله حافظه کې ثبت کړئ.
You also might be interested in
ژباړه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ هره ورځ له[...]
ژباړه : نیازمحمد نیازمند په دې لیکنی کي به تاسي ټولي[...]
ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس د ازموينې په شپه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی