ژباړه: مصطفی نور
آلبرټ انیشټین مونږ ته د نسبت او E=mc2 فورمول څخه ډېر څه وړاندې کړي دي. انیشټین په علم کې د راسپړنو په داوم سره موږ ته روښانه کړل؛ چې هر انسان د ستونزمن کار، له ماتو او نورو ته د ارزښت ورکولو له لارې کولی شي؛ ناممکن شی ممکن کړي. حتی که چیرې پوه یا عالم هم نه وی کولی شی له دې درسونو څخه په خپل ژوند کې ګټه واخلي.
۱. سادګي او آسانتیا
که ونشی کړای یوه موضوع شپږ کلن ماشوم ته تشریح کړی؛ تاسو هم له هغه څخه درک نه لری! (آلبرت آنیشټین)
هر څومره چې سبب شی یوه موضوع مغلقه په نظر ورسي؛ د هغه ماهیت به په ښه توګه درک نکړی.
په ژوند کې مو که ښه ښوونکی درلود په اړه یې فکر وکړئ. آیا په کوم څه چې نه پوهیدی په مغلقو جملو یې تاسو پوهولی او که په ساده الفاظو او جملو تاسو ښه درکولای شوی؟
۲. خلاقیت
خلاقیت ساري دی، هغه باید یو بل ته پاس کړو. ( آلبرت آنیشټین)
د هغو کارونو په کړلو کې، چې نور یې خوښوي الهام بښونکي اوسئ. له خپل خلاقیت څخه د نويو آثار په جوړښت کې ګټه پورته کړئ؛ له دې اغیزې چې په نورو یې اچوی هیڅکله به پوه نه شی؛ چې په پآیله کې به نور څه شیان جوړ کړی.
د دې وخت دی چې ذهن ته مو اجازه ورکړئ؛ داسې پروژې او مفکروې رامنځته کړي چې پر نړۍ اغیزه وکړي.
۳. سخت کار او ماتې
« د غلطۍ د مخنیوي یوازینۍ لاره داده؛ چې هیڅ نوې مفکوره ونه لرو »
( آلبرټ انشټین )
« کله مو چې هڅه ودروی، نور هیڅکله ماتې نه خوری »
(آلبرټ انشټین)
انشټین خپل ډېر ژوند پر فیزیکي نظریو کې تېر کړ. د دې مفکرو څخه ځنې بریالۍ نشوې او ځنې یې اوس پیژندل شوې دي. تاسو به خپله متوجه نه شی، چې په پای کې به مو کومه یوه مفکوره پایلې ته رسیږي؛ خو دوام د بري کیلي ده، باید سخت کار وکړئ او هڅه وکړئ مسایل حل کړئ. تر هغه مو چې مو هڅه ته دوام ورکړی؛ ماتې به هم درسره وي.
۴. په اوس وخت کې ژوند
« زه هیڅکله په راتلونکي کې فکر نکړم؛ راتلونکی ډېر ژر په خپله راځي.»
( آلبرټ انیشټین )
یوازې همدا شیبه چې پکې اوسئ تضمین شوې ده؛ په همدې شیبه کې کولی شی ځان د راتلونکي په اړه اندیښمن کړی او داسې کړنلارې وټاکی چې ښآيي راتلونکی ستاسو د کړنلارې سره سم پر مخ لاړ نه شي. ډېر څه چې اړین دي، دا دي چې په اوس وخت کې ژوند وکړئ. په همدې شیبه کې تر ټولو ښه اوسی او د خلکو په وړاندې هیڅ اندیښنه مه کوئ.
۵. غیررسمي اوسئ
« هیڅکله حتی یوه سپړنه مې هم د یوه منطقي تفکر له جریانه منځ ته نه ده راغلې.»
( آلبرټ انشټین )
د لویو کارونو د کړلو لپاره اړین دی، چې له چارچوب څخه راووځو او غیررسمي کار وکړو. که تل په هماغه یوه معیار مخ ته لاړ شی؛ په پای کې به یو عادي شی تولید کړی؛ دوامداره پایلې او متفاوت فکر وکړئ؛ ښه پایله به ترلاسه کړئ.
۶. تخیل (خیال)
« تخیل د څیړنې تر ټولو ښه بڼه ده »
« زه په پوره توګه لوبغاړی یم، چې د خیال له قوې څخه آزادانه ګټه واخلم. تخیل له علم څخه ښه دی؛ علم محدود دی، خو تخیل د نړۍ په سطح پراخه دی.»
( آلبرټ انشټین )
تخیل هغه کیلي ده، کله چې یو متفاوت څه تصویروي؛ په حقیقت کې هغه له نورو سره شریکوي، خلک د هغه نړۍ په لیدلو پیلوي چې تاسو یې تصویروی. کولی شی په ګډه هغه رامنځته کړی او له یو بل سره مرسته وکړی، د خیال، تخیل او له نورو سره د نظرونو شریکلو ته وخت ورکړئ.
۶. د ناشونو لپاره کار وکړئ
« کوم کسان چې داسې کارونه کوي چې نور ورپورې خاندي؛ یوازې دوی کولی شي ناشوني شوني کړي.»
( آلبرټ انشټین )
که چیرې کوم کار غواړی وکړی چې د نورو لپاره احمقانه ښکاري او ستاسو لپاره ډارونکي او خطرناک؛ نو کولی شی ناشونو ته لاره هواره کړی. کله چې تاسو د نورو له فکرو څخه لوړ ګام اېږدی؛ حیرانوونکې پیښې به رامنځته شي، څه چې ناشوني وو تاسو به یې مکمل کړی.
۷. خلکو ته ارزښت ورکول
« مونږ له خپل ورځني ژوند څخه زده کوو، چې په لمړۍ مرحله کې په نورو پورې اړه لرو؛ د هغوی لپاره چې موسکیږي او زموږ نیکمرغي په دوی پورې تړلې ده.»
« دا ژوند د ژوند کړلو ارزښت نه لري؛ مګر دا چې د نورو لپاره وي.»
( آلبرټ انشټین )
کله چې په لمړۍ مرحله کې خلک په نظر کې ونیسو، تاسو ته ارزښت بښي او تاسو ته د هغه چا په سترګو ګوري؛ چې د نورو لپاره اندیښمن دي. په خپله بوخته ورځ کې یوازې شل دقیقی له نورو سره بې له دې چې فکر مو بلې خواته منحرف کړی، تېر کړئ. وښایئ چې هغو ته احترام لری، له دوی څخه مننه وکړئ او خپل صمیمیت همداسې څرګند کړئ. دا کار نه یوازې د دوی ورځ ښه کوي، هغه درک کوي او په یاد یې پآتې کیږي، چې د دوي لپاره مو یو څه کړي دي.
۸. شریکول
« زدکوونکی اوسیدل دا نه دي، چې یوازې خپله ذخیره ډکه کړئ او ډیوه مو روښانه نه وي.»
( آلبرټ انشټین )
خپل فکرونه له نورو سره شریک کړئ. ښايي په چا کې د هغه کار لپآره چې تل یې مینه ورسره لره ځلا را پیدا کړی. اړینه نه ده چې له نورو سره په هر څه کې مرسته وکړی؛ خو څه به وشي که د ځینو د ستونزو کیلي واوسی، آیا نه غواړی خپلې سپمونې له نورو سره شریکې کړئ؟
۹. د زدکړې منونکي اوسئ
« زدکړه آزمیښت دی، غیر له دې نور هر څه یوازې معلومات دي.»
( آلبرټ انشټین )
زدکړه سفر دی، نه له معلوماتو سره معامله. باید زده کړه په پوره ډول وی او زده کړئ؛ چې ځنې لارې ځواب ورکوي او ځنې نورې نه. زدکړه د ټولو لپاره ځانګړې او تعریف شوې نمونه نه لري؛ بلکه یو دستوري سفر دی.
۱۰. هغه څه چې سم دي ویکړئ
« تل هغه کار وکړئ، چې ستاسو په نظر سم دی؛ دا کار ستاسو د خوښې سبب کیږي او نور حیرانوي.»
( آلبرټ انشټین )
که د شک او تردید له مخې په یوه لاره ګام ایږدی او یا باخبره پریکړه کوی؛ تل هغه کار وکړئ چې فکر کړی سم دی. ښایي احساس کړئ چې نورې ټاکنې ساده دي او یا ډېرې پیسې درکوي؛ خو کله چې فکر کړی بله ټاکنه به په راتلونکي کې تاسو ته ډېر چانسونه درکړي یا یو ښه کار دی چې باید ترسره شي؛ نو باید هغه ترسره کړئ. باید یوازې خپل ساده پریکړې انتخاب نه کړئ، د زړه غوښتنو د څارلو لپاره وخت وټاکئ او د هغه څه کولو کې چې فکر کړی سم دي، خپله لاره سمې خواته وټاکئ.