• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

له انټرنیټ وړیا کتابونه څنګه لاسته راځي؟

Home اقتصادله انټرنیټ وړیا کتابونه څنګه لاسته راځي؟

له انټرنیټ وړیا کتابونه څنګه لاسته راځي؟

راټولونکی: خالد حق مل

د اقتصاد پوهنځي محصلینو او سوداګرو لپاره

کله چې تاسې په تجارتي او سوداګریز چاپیریال کې واقع یاست او یا په اقتصاد او تجارت برخو کې زده کړې کوئ نو ښکاره ده چې وروستي او نوېو څیړنو ، کتابونو او مقالو لوستلو ته اړتیا لرئ.

زمونږ ټولنه له هرې خوا ځپل شوي ده او بیا رغونه یې له کمو امکاناتو څخه اعظمي ګټې اخیستنې ته په طمعه ده، زده کړې او سواد د دې په شمول نورو ګڼو ستونزو ته د پای ټکې ایښودی شي، خو له بده مرغه زمونږ په خواره ټولنه کې د کتاب لیکلو او لوستلو دواړه فرهنګه تت دي. نو د مطالعې فرهنګ د نه دود یوه وجه دا هم کیدای شي چې خلک د غربت له وجې د لوی حجم لرونکې کتاب فزیکې خرید ته لاس رسی نه لري.

نو نن زه درته په دې لیکنه کې هغه ۹ (نهه) ویب سایټونه ښایم چې تاسې ترې په وړیا توګه هر وخت هر ډول اقتصادي او سوداګریز کتابونه ډونلوډولی او لوستلی شئ.

Bestebooksworld۱:

دا سایټ دعوه لري چې مونږ د نړۍ ترټولو ستر وړیا کتاب ورکولو ټیم یو چې دا دعوه یې تر ډیره په ځای ده. دوئ تقریباً د ۵۰۰ کتابونو څخه زیات د (PDF) په شکل خلکو ته وړیا ورکوي چې زیاتره یې د بازارموندنې ، مالي مدیریت ، اقتصاد او پلورنې اړوند دي.

۲: E-Books directory

دا سایټ په ۲۰۰۸ کال کې فعال شوی دی او د وړیا ښکته کیدونکو(ډونلوډیدونکو) کتابونو نښلونې(لینک) درته درښایي. دوئ هم په خپلې انلاین کتابخانې کې په سلګونه کتابونه لري چې زیات یي د اقتصاد او تجارت اړوند کتابونه دي.

۳: Barnes & Noble

د دې سایټ د فعالیت نیټه هم ۲۰۰۹ ښودل شوي ده چې د متحده ایالاتو د انلاین کتابونو د سایټونو په منځ کې کافي شهرت موندلی دی. نوموړی سایټ تر ۲۱۰۰ پورې انلاین کتابونه لري چې په وړیا توګه یې نړیوالو لوستونکو ته وړاندې کوي خو باید وویل شي چې دا کتابونه هم د تجارت، اقتصاد او بازارموندنې اړوند دي.

۴:  Project Gutenberg

دا هم د مهمو او مشهورو ډیجیټلي انلاین کتابخانو څخه یو مشهور سایټ دی چې تر ۴۹۰۰۰ (نهه څلویښت زره) زیات کتابونه یې د انلاین مطالعې او یا ډونلوډولو لپاره په وړیا توګه وړاندې کړي دي.

۵: Bookboon

د دې سایټ مرکز ډینمارک کې دی چې په ۱۹۸۸ کال کې یې فعالیت پیل کړی دی. دا سایټ یواځې د تجارت او سوداګرۍ د محصلینو او مسلکیانو لپاره تاسیس شوی دی چې تقریباً تر ۱۰۰ زیات وړیا انلاین کتابونه لري چې ډیر یې د بشري سرچینو مدیریت او محاسبې اړوند دي.

۶: Google Books

ګوګل دا خدمات په ۲۰۰۴ کال کې په لار واچول چې د کتابونو او مجلو څخه لیکنې راټولوي او په ډیټابیس کې یې ذخیره کوي. چې د اړتیا پرمهال ترې مونږ ګټه اخلو. د ګوګل کمپنۍ سایټ د هرې موضوع اړوند په زرګونه لینکونه درکوي.

۷: Open Library

دا خدمات په ۲۰۰۶ کال کې پیل شول چې د هر کتاب او خپرونې لپاره ځانګړي ویب صفحه لري تر اوسه یې شل میلونه ریکارډونه ثبت کړي دي چې د Amazon.com  او کانګریس نه یې تر لاسه کړي دي چې تقریباً ۲۲۳۰۰۰ خپرونې یې د اقتصاد او منیجمنټ مربوط دي.

۸: Foboko

فابوکو په ۲۰۱۲ کال کې په فعالیت پیل وکړ چې په دې لیسټ کې یو بې مثله ریکارډ لري. فابوکو د لیکوالو ټولنه ده چې لیکوالان پکې خپل کتابونه خپروي. ۱۴ صفحې د ګټورو وړیا انلاین کتابونو لري چې د محاسبې ، بشري سرچینو مدیریت ، سوداګریزې اړیکې کتابونو علاوه  د سوداګرو لپاره بیلابیل هدایات او لارښونې ورکوي.

۹: Amazon

د امازون ویب سایټ سره خو ټول اشنا یو کوم چې په ۱۹۹۴ کال تاسیس شو او په انلاین تجارتي نړۍ کې خاص نوم او مقام لري چې مونږ او تاسې پکې په انلاین توګه کتابونو، سافټ ویرز او نور بیلابیل ډیجیټلي توکې پیرو یا پلورو.

خو له دې ور اخوا امازون تر ۱۰۰۰ زیات وړیا انلاین کتابونه لري چې د اقتصاد او تجارت اړوند دي خو د دې کتابونو د لاس رسي لپاره باید د امازون اکونټ ولرو.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د افغـــانۍ د ارزښت د ښکته والي او لوړوالي راز په څه کې دی؟‎

د افغـــانۍ د ارزښت د ښکته والي او لوړوالي راز په څه کې دی؟‎

Oct 26, 2016

لیکنه: خالد حق مل پولي واحد د یو هیواد لپاره[...]

شپږ هغه کارونه چې باید له خوړلو وروسته ترسره نه شي

Dec 12, 2017

لیکنه: خالد حق مل ډیری خلک معمولاً کله چې د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022