لیکنه : ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
بدن ته معمولا د خولې له لارې غذایي مواد او اوبه او همدا راز د تنفس له لارې هوا داخلېږي. د داخل شوو موادو ګټوره برخه یې په بېلابېلو مراحلو کې د بدن له خوا مصرفېږي او اضافي برخه یې بېرته له بدنه وځي. لومړی به د غذایي موادو په باب او وروسته به پر تنفس بحث وکړو.
د اضافي مواد وتل د بدن او ذهن د روغتیا لپاره ډېر اهمیت لري او باید د بدن د اطراحي او تصفیوي سیستم روغتیا ته پوره پام وشي.
د کولمو له لارې د اضافي موادو وتل
غذایي مواد تر خوړلو وروسته لومړی معدې ته ځي چې په وړو ذرو او پارچو تبدیل شي. تر هغه وروسته په وړو کولمو کې ترې مهم مواد وینې ته جذبېږي او غیر ضروري مواد یې باید له بدنه د کولمو له لارې خارج شي. په دغو اضافي موادو کې ذهرجن مواد، ګازونه، میکروبونه، پارازیټونه او ناهضم شوي خواړه موجود وي چې زیاته موده پاتې کېدل یې بدن او روغتیا ته تاوان لري. چې څومره په وخت سره له بدنه ووځي، ګټه یې زیاته ده. که د ځینو محدودیتونو، کلتوري ستونزو، ناسمو رواجونو او شخصي عادتونو له مخې په ساراګشت کې ځنډ کېږي، د بدن روغتیا ته مو زیان رسوي. په هره ممکنه لار چې وي، پخپل وخت ساراګشت ته لاړ شئ او بدن مو ارام کړئ. (البته د پاکۍ او حفظ الصحې مراعاتول په هر صورت ضروري دي، چې تر ساراګشت وروسته په پاکو اوبو او صابون د لاسونو مینځل او د مدفوعاتو په سمه توګه ځای پر ځای کول د ډېرو ناروغیو له خپرېدو مخنیوی کوي).
د ادرار له لارې د اضافي موادو وتل
په دوهمه مرحله کې خوراکي مواد وینې ته داخلېږي، له وینې څخه هم ضروري مواد د بدن حجرو ته ننوزي او اضافي او بې ضرورته مواد یې پاتې کېږي. وینې ته له حجرو څخه هم اضافي مواد راوځي چې دغه دواړه باید تصفیه شي. د وینې لار په پښتورګو ده او پښتورګي له وینې څخه اضافي مواد د مثانې له لارې له بدن څخه باسي. که څومره ژر دغه اضافي مواد له وینې څخه تصفیه او د ادرار له لارې له بدنه ووزي، روغتیا ته مو ډېره ګټه لري.
د زیاتو پاکو اوبو څښل ددې برخې تر ټولو مهمه خبره ده. څومره چې ډېرې اوبه وڅښئ، د وینې جریان چټک وي او ژر په پښتورګو ورځي؛ چې پدې توګه مو وینه ژر ژر تصفیه کېږي. پښتورګي نایتروجن، یوریا، امونیا لرونکي مواد او اضافه اوبه له بدنه باسي.
د عمر په تېرېدو، د رګونو وسعت (پراخوالی) زیاتېږي او د وینې حرکت پکې ورو کېږي، چې دا ورو حرکت په وینه کې د ذهرجنو موادو د زیاتې مودې پاتې کېدو سبب کېږي، نو باید پدې عمر کې د زیاتو اوبو څښلو ته توجه زیاته کړو، تر څو د وینې جریان چټک او تصفیه یې ژر تر سره شي.
د خَولو له لارې د اضافي موادو وتل
بله مرحله په حجرو کې دننه مغلقې پروسې دي چې په نتیجه کې یې له خوراکي موادو او اوبو څخه انرژي او د بدن جوړونکي توکي جوړېږي. البته بیا هم اضافي مواد بېرته د حجرو تر منځ فاصلې ته راوځي چې یوه برخه بېرته وینې ته داخلېږي. لکه چې وویل شول وینه په پښتورګو ورځي او پښتورګي دغه اضافي مواد تخلیه کوي، خو د حجرو تر منځ فضا کې ممکن یوه اندازه مواد پاتې شي، چې د دغو مواد و د ایستلو تر ټولو ښه لار د خوَلو په واسطه له بدن څخه د هغوی ایستل دي. په پوستکي کې د خوَلو د غدو او د ټنډې، د لاس د ورغوي او د پښو د تَلو د اکرین غدو له لارې خارجېږي. په خولو کې اضافي مالګې او نور ذهرجن مواد له بدنه خارجېږي.
په لنډیز سره اوس ویلی شو چې هغه غذایي مواد چې بدن استعمال کړل، زموږ بدن پیاوړی کوي، رغوي، لویوي، انرژي ورکوي او له ناروغیو یې ساتي، خو د غذایي موادو هغه برخه چې اضافي دي او بدن نه وي استعمال کړي یا یې د استعمال تر بېلابېلو پروسو وروسته ایستلو ته ضرورت وي، که په بدن کې پاتې شي د ذهرو کار کوي، بدن مو کمزوری کوي، ناروغه کوي، دردونه او تکلیفونه درته پیدا کوي، نو کوشش وکړئ چې اضافي مواد مو له بدن څخه ډېر ژر ژر بهر شي او تر ممکنه حده یې د ځنډولو مخه ونیسئ .
له بدن څخه د اضافي مواد د بهر کولو دلا فعالولو لپاره باید څه وکړو :
۱). د حاجت رفع کولو له لارې: په خپل وخت ساراګشت ته لاړ شئ، زیاتې اوبه وڅښئ، الیاف لرونکي خواړه وخورئ، د قبضیت مخنیوی وکړئ، د محدودیتونو او رواجي ستونزو حل پیدا کړئ.
۲). د ادرار له لارې: زیاتې پاکې اوبه وڅښئ، چې رګونه مو ډک وي، د وینې جریان مو چټک او پښتورګو ته مو وینه ژر ژر ورشي. البته بیا هم کوشش وکړئ چې ژر ژر ادرار وکړئ او ښه په شدت یې وکړئ. سره لدې چې هر وخت لمانځه ته تازه اودس کول زیات ثواب لري، خو په ځینو کسانو کې د لټۍ یو عادت شته چې د ماسپښین په اودس تر ماخوستنه ټول لمونځونه کوي. دا کار پښتورګو ته د وینې جریان کموي، چې په نتیجه کې د وینې په تصفیه کې د ځنډ له امله ځینې ممکن تکلیفونه رامنځ ته شي، نو هیله ده هر لمانځه ته نوی اودس وکړئ او تر اوداسه وروسته یوه لپه اوبه هم وڅښئ، چې هم مو ثواب زیات شي او هم مو روغتیا ته ګټه ورسېږي.
۳). د خوَلې کېدو له لارې: فزیکي فعالیت وکړئ، ځان خولې کړئ، چې دبدن د پوستکي له هر سوري څخه خوَلې بهر ته ووزي او په دې توګه ذهرجن مواد له ځان سره وباسي. البته د پوستکي پاکوالي ته مو پام کوئ. په تړمو (شيرګرمو) اوبو او صابون یې تل مینځئ چې سوري یې تل خلاص وي.
د ځيګر په واسطه د غير زهري کولو دنده
باید ووایو چې ځیګر هم د بدن په دننه کې د غذایي موادو په تصفیه کې مهم رول لري. ځیګر کیمیاوي مواد پارچه کوي، ذهریت یې له منځه وړي او ځکه ورته د بدن تصفیه خانه ویل کېږي. ځیګر له بلې خوا صفرا تولیدوي چې د خوراکي موادو په پوره هضم کې مرسته کوي.
د تنفس له لارې د اضافي موادو وتل
د تنفس په اخیستلو کې اکسیجن زموږ سږو او د هغې لارې وینې ته رسېږي چې وینه یې د بدن حجرو ته رسوي. په حجرو کې اکسیجن، د حیاتي فعالیتونو لپاره زښت ضرور دی. اکسیجن د بدن د حجرو په ضروري پروسو کې تر ګډون وروسته بېرته د کاربن ډای اکساید په تشکیل کې د وینې له لارې سږو ته راوړل کېږي. البته د سا ایستلو په وخت کې بېرته له بدن څخه بهر ته وزي. که کاربن ډای اکساید مو ژر له بدنه ونه وزي دا هم د زهرو کار کوي او بدن او روغتیا ته مو ضرر رسوي.
پکار ده چې پاکه هوا تنفس کړو، ژور تنفس وکړو، د شپې له خوا تر شنو ونو لاندې ویده نه شو، ځکه بوټي (نباتات) د شپې له خوا کاربن ډای اکسایډ خارجوي چې موږ یې باید تنفس نکړو.
له بدن څخه د موادو او ګازونو مهم خارجونکي او تصفیه کوونکي غړي دا دي: پښتورګي، د مثاني نلونه (حالبونه)، مثانه، د ادرار نلکه، سږي، ځیګر، لویې کولمې، صفرا کڅوړه او پوستکی. د هر یوه ساتنه او مراقبت د ښې روغتیا لپاره ضروري دی او پکار ده چې پوره پام ورته وکړو.
البته د اوښکو له لارې هم له بدن څخه مایعات وځي، چې دا هم له بدني او رواني روغتیا سره مرسته کوي. د خفګان او عبادت په وخت کې د اوښکو تویول ګټور دي، زړه پرې تشېږي.
د بدن د مزمنو دردونو لکه سردرد، ملا درد او ځینو نورو ناروغیو سبب زیاتره له بدن څخه د اضافي موادو او کاربن ډای اکساید پر خپل وخت نه ایستل وي، چې باید ساده یې ونه ګڼو او ډېر پام ورته وکړو.
په لاندې ویډیو کې د پښتورګو سیستم کتلی شئ.
http://www.youtube.com/watch?v=EhnRhfFLyOg