ژباړه: ساحل منګل
يادونه: جنسي اړيکې هغه څه دي ،چې هر انسان ورسره نه شلېدونکې اړيکه لري او په دې مسايلو پوهېدل د ژوند د اړينو کارونو څخه ده، مونږ ښه وبلله، چې د خلکو د پوهاوي لپاره د اډول ليکنې نشر کړو تر څو په دې برخه کې په هغه څه پوه شي، چې له امله ېې ستونزې راولاړيږي . (ژباړن)
په اروپا کې ديوې څېړنې په ترڅ کې له څو ډلو مېرمنو څخه پوښتنه وشوه، چې د جنسي اړيکو وروسته کوم کارونه خوښوي. په دې څيړنه کې بېلابېلو مېرمنو خپل نظرونه ورکړي، چې له يو بل سره توپير لري خو زيات ځوابونه په لاندې برخو کې ورکړل شوي وو.
۱ په غېږ کې نيول: تقريبا ټولې ښځې دا غواړي، چې وروسته د جنسي اړيکو څخه د خپل خاوند له خوا په غيږ کې ونيول شي. په غيږه کې نيول ،لاس اچول او لوبې کول ښځو ته ډير ښه احساس ورکوي. مګر که ډېر ستړي ياست او ددې کارونو د کولو توان نه لری نو صرف د خپلې مېرمنې لاسونه تاو کړئ او څو خبرې په مينه ورته وکړئ او بيا اوده شئ.
۲ يو شمېر مېرمنې داسې هم دي، چې د جنسي اړيکو وروسته هيڅ ډول جسمي او عاطفي احساس نه لري. دغه مېرمنې وايي، چې دومره تحريک شوې، چې له هغې وروسته هر ډول تحريک ته ليوالتيا او امادګي نه لري، دوی غواړې، چې د جنسي اړيکو وروسته يوازې پرېښودل شي، نولازمه ده د هغوی دغه غوښتنه درک کړئ.
له دا ډول ښځو څخه د جنسي اړيکو وروسته و پوښتئ (حالت مو څنګه ده؟ کومه ستونزه خو به نه وي؟ کوم څه ته به اړتيا نه لري؟ او له دې وروسته ېې د نيم ساعت لپاره ارامه پرېږدئ تر څو نورمال حالت ته راشي.
۳ خبرې کول: ډير خلک د جنسي اړيکو وروسته ډير ستومانه شوي وي او د بل کار د سرته رسولو توان نلري، خو ځينې مېرمنې غواړي، چې د جنسي اړيکو وروسته ورسره خبرې وشي. مېرمنو ته هغه خبرې په زړه پورې وي، چې د جنسي اړيکو نيولو په وخت کې تېرې شوې وي او ښه به دا وي، چې د مقابل لوري خبرو ته ډير غوږ ونيول شي.
ټول سړي د انزال وروسته دا خوښوي چې اوده شي، دا يوه طیيعي خبره ده؛ ولې مقابل لوري ته هم پاملرنه وکړئ چې ستاسو خوا ته پرېوځي، تر څو ددې فکر ونکړي چې تاسو يوازې د ځان په فکر کې ياست نه د هغوی .
۴ ځينې وخت دا هم امکان لري، چې مېرمنې د جنسي اړيکو څخه وروسته د دوهم ځل لپاره د هغې ليوالتيا راپورته شي نو هغې ته اجازه ورکړئ ،چې ستاسو سره ولوبيږي او ستاسو ليوالتيا هم راپورته کړي.
مګر که چېرې مو د عمر زياتوالي او يا نورو ستونزو له امله نه شوای کولای د دوهم ځل لپاره جنسي اړيکه ونيسی نو لږ استراحت وکړئ او مقابل لوری په ډير هنر سره پوهه کړئ.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.