لیکنه: ډاکټر ابراهیم شینواری
لکه په تېرو برخو کې چې مو په تاکید او تکرار سره د متوازنو خوړو په خوړلو ټینګار وکړ، د خوړو کمښت او د غیر متوازنو او کمو خوړو خوړل د کمځواکۍ (سوءتغذي) خو د هغو زیات او بې نظمه خوړل د چاغښت سببېږي. چاغښت نن سبا په پرمختللو هیوادونو کې د عامې روغتیا یوه ستره ستونزه ده. دا ستونزه ورو ورو زموږ په هیواد په ځانګړي ډول ښاري سیمو کې په زیاتېدو ده او ځکه لاندې معلومات ډېر ضرور دي چې ولوستل شي او په سپارښتنو یې عمل وشي.
زیات چاغوالی له یوې مخې ستاسو روغتیا ته ژور تاوان پېښوي او له بلې خوا مو ښکلا له منځه وړي. روغتیایي ستونزې یې ځینې بیړنۍ او ځینې ځنډني دي.
بېړنۍ روغتيايي ستونزې
داسې ښکاري چې چاغوالی د زړه او رګونو ناروغیو ته زمینه برابروي چې ورورسته د کولسترول زیاتوالی او د ویني لوړ فشار رامنځته کوي. ۷۰٪ چاغ ماشومان د زړه او رګونو د ناروغیو د خطر یو فکتور لري. د دې امکان شته چې په دوی کې د شکرې ، هډوکو او بندونو د ناروغیو د خطر زیاتوالی، په خوب کې سابندي، د خجالت د احساس او پر ځان د کم باورۍ په شان ټولنیزې او رواني ستونزې موجودې وي.
اوږد مهاله ستونزې
د زړه ناروغۍ، د شکرې دوهم ډول ناروغي، دماغي حمله، د سرطان بېلابېل ډولونه لکه د سینې، لویو کولمو، اندومیتریوم (د رحم د داخلي جدار)، مرۍ، پښتورګو، پانکراس، صفرا کڅوړې، تایراید، تخمدانونو، د رحم د غاړې او پروستات سرطانونه، او د میلوما او هوجکین ناروغۍ رامنځته کوي. همدا راز د هډوکو او بندونو د التهاب سبب کېږي.
چاغوالی کله کله زموږ په کلتور کې مثبته نښه ګڼل کېږي، خو په غربي کلتور کې منفي نښه او د بد صحت او بدرنګۍ نښه ده. دلته به هم ژر د بدرنګۍ یوه نښه شي. د کوچنیوالي د وخت چاغوالی او په ځانګړي ډول د نوې ځوانۍ چاغوالی د راروانو خطرناکو ناروغیو سبب کېږي.
والدينو ته لارښوونې
پخپلو ماشومانو کې صحي خوراکي نظام وهڅوئ، ځکه واړه بدلونونه د لویو فایدو سبب کېږي. ډېر سابه، مېوې او غله باب وخورئ، کم غوړه یا بې غوړه شیدې او د شیدو محصولات وکاروئ، د پروټین د پوره کولو لپاره بې وازدو غوښه، چرګ، او لوبیا وخورئ، په متناسب ډول پروتین واخلئ، پوره او زیاتې پاکې اوبه وڅښئ، شکره، خواږه شربتونه، سوډیم (مالګه) او مشبوع شوي غوړي بېخي محدود کړئ.
خپل خوراکونه په صحي ډول تيار کړئ
د صحي پخلیو لپاره مینوګانې پیدا کړئ او عملي یې کړئ، له زیاتې کالورۍ څخه ډک خوراکونه کم کړئ، ځینې خواړه محدود کړئ، خصوصا د ډېرې شکرې او ډېرو غوړو لرونکي خواړه کم کړئ او له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ چې د صحي خوړو عادتونه خپل کړي. د کمې شکرې او کمو غوړو لرونکو خوړو څو مثالونه دادي : یوه د منځني سایز مڼه، متوسط سایز کېله، یوه پیاله توت، یوه پیاله انګور، یوه پیاله ګازرې، براکولي، مرچ او د سبو نور ډولونه.
خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ چې د فزيکي فعاليت ګټې او ارزښت وپېژني
فزیکي فعالیت هډوکي قوي کوي، د ویني فشار کموي، سترس او اضطراب کموي، پر ځان باور زیاتوي او د وزن کنټرول اسانوي. نو له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ چې فعال واوسي.
تر لسو کلونو لوی ماشومان باید په داسې فزیکي فعالیتونو کې برخه واخلي چې لږ تر لږه د اونۍ په زیاترو یا ټولو ورځو کې د ورځې ۶۰ دقیقې د متوسط شدت فعالیتونه وکړي.
تاسو خپلو اولادونو ته یو ښه مثال شئ. که تاسو پخپله په منظم ډول فزیکي فعالیت وکړئ او فزیکي فعالیت پخپل مهالوېش کې شامل کړئ، نو ستاسو ماشومان به هم وهڅېږي او درسره ملګري به شي.
د متوسط شدت فزيکي فعاليتونو ځنېې بېلګې دادي:
چټک پیاده تګ، د پړي لوبه (ریسمان بازي)، فوټبال،لامبو وهل.
ناست او نا متحرک ساعتونه راکم کړئ
که څه هم د مطالعې او زده کړې لپاره ناسته ښه ده، خو د سکرین (تلویزیون، انټرنټ او کمپیوتر) وخت په ۲۴ ساعتونو کې تر دوه ساعتو راکم کړئ. دوه کلنو او ترې کوچنیو ماشومانو ته د سکرین د کتو اجازه مه ورکوئ (د امریکا د ماشومانو د اکاډمي د سپارښت له مخې).
ماشومان مو داسې لوبو ته وهڅوئ چې دوی لا زیات فعال کړي او د کورنۍ نور غړی هم ورسره شریک شي.
د بدن مناسب وزن ساتل او ورته رسېدل ډېر مهم دي. په خوراکي رژیم کې تغیر مرسته کوي، لنډ مهاله بدلونونه دوام نکوي. باید ښو عادتونو ته د اوږده مهال لپاره دوام ورکړل شي.
د وزن په کنټرول کې د بري تأمينوونکي فکتورونه
په غذا سره د درملنې پروګرام
د غذا تیارونکو (هوټلونو، اشپزانو، کمپنیو) ته په کار کې د بدلون لپاره پیاوړی ټولنیز ملاتړ ضروري دی چې غذايي رژیم په صحي ډول تیار کړي. د درملنې رژیم باید دوامداره وي او د کورنۍ د غړو حمایت پکې یقنیي شي. د وزن د کنټرول تر ټولو بریالۍ لار هغه ده چې تدریجي او دوامداره وي.که له همدا اوسه د ماشومانو روغتیا او وزن ته پام و نه کړو، نو بیا چې لوی شو داسې به وي لکه په لاندې انځور کې، نو همدا اوس متوجه شئ او مه پریږدئ چې اولادونه مو داسې حالت ته ورسیږي.