لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
د مدریت شپږ څلوېښتم قانون:
((که چېرې له خپلو تېروتنو عبرت وانه خلئ، د دې امکان شته چې هغه به بيا ترسره کوئ او خصوصاً په راتلونکې کار کې؛ خو حتمي دي. ځينې متخصصين دا ډېر خوښوي، څو له يو کسب وتښتي يا وېرېږي چې بېکاره به شي او خپل کسب به له لاسه ورکړي او همدا ده، چې هغوی د نامناسب کاروبار پرېږدي او يو بل کار پيلوی. دا سمه ده، د هغو لپآره چې په خپل شخصي کاروبار کې داسي کوي. که چېرې تاسې ماتې خوړلې او علت مو ورته نه دى څېړلی، نو د دويم ځل لپاره به هم ماتې وخورئ.))
برادلی ريچارد سون
موږ ټول تېروتنې کوو، زموږ له کوچنيوالي هر څه یاد نه وي. که چېرې تېروتنې ونه کړو ښه مدیران به ونه واوسو. ځينې مدیران شته چې په خپلو تېرو تېروتنو سر پوخ ږدي او هغه پټوي او ان تر دې چې هېروي یې. تاسې د یو ښه مدیر په توګه داسې مه کوئ. پوهېږم چې د یوې تېروتنې په کولو سره څنګ ته کېږئ نه او د بدبختۍ کندۍ ته ځان نه پرېږدئ، چې ور ولوېږئ، بلکې د هغه څه په اړه مو چې تېروتنه کړې څېړنه کوئ او له خپلو همکارانو سره یې په اړه خبرې کوئ او علت یې معلوموئ، تر څو یې د تکرارېدو مخه ونیول شي.
تېروتنې کېدای شي، په هر څه کې وشي لکه د یو پیر د لاسه ورکول، د خرابه راپور ورکونه، په سمه توګه ګټه نه پورته کول، په خپل وخت د یو کار نه ترسره کول. که چېرې لاس په کار شئ او د تېروتنو لړ لیک جوړ ګړئ که شونې وي دا به ډېره ښه وي. کله چې تېروتنې معلومې شوې تاسې باید هغه وڅېړئ، چې په راتلونکې کې د کومې لارې هغه له منځه یوسې. مدیر کېدل مانا دا چې تل تجربه لاسته راوړل. نو د همدې لپاره هر وخت درېږئ مه او هر وخت دا فکر مه کوئ، چې په هرڅه پوهېږئ.
تاسې په هغه کسانو چې باور لرئ، ترې مرسته وغواړئ او یا هم هغه کتابونه چې پکې ښې لارښوونې او مشورې وي، ګټه پورته کړئ. تېروتنې ډېرې ګټورې دي، یواځې دا نه چې موږ ترې دا زده کوو، چې موږ چېرې تېروتنه کړې، ترې دا یادوو چې څنګه هغه له منځه یوسو. که مو چېرې تېروتنه کړې وي، نو یو ښه، لیدونکی او تجربه کاره مدیر به اوسئ. موږ ټول د تېروتنو ښکار ګرځو؛ نو هغه ومنئ له هغې عبرت واخلئ او دوام ورکړئ.
((مدير کېدل يانې د تل لپاره د تجربو لاسته راوړونکی.))