لیکنه: عبدالوافي نايبزی
انسان يو ټولنيز مخلوق دی چې د ژوندي پاتې کېدو د پاره اړ دی بېلابېل کارونه سرته ورسوي، انسان د دندې په ترسره کولو سره نه يوازې دا چې عايد/پيسې لاسته راوړي، بلکې له د دندې ترڅنګ له ټولنې څخه ډېر څه زده کوي او ډېر څه نورو ته هم رسوي، يانې د دندې ترڅنګ د ټولنې د نورو وګړيو د خدمت مصدر هم ګرځي.
پوښتنه داده چې، آيا هر شخص خپله دنده په بشپړ رضايت او خوښۍ سره سرته رسوي که نه؟ آيا په خپل ورځنۍ دنده کې خوښ برېښي کنه؟ آيا شونې ده چې پرته له رضايته دې خپله دنده په ښه ډول سره سرته ورسوي؟
په دې لیکنه کې غواړو چې د پورته پوښتنو حللار روښانه کړو، تر څو وکولای شو چې د خپل يا د لاس لاندې کارکوونکي د دندې رضايت Job Satisfaction باندې پوه شو، او خپل ادار ي اهداف په ښه ډول سره لاسته راوړو، چې نه سيخ وسوزي او نه کباب!
د دندې د رضايت په اړه د اقتصادپوه (کلين) دا وينا ډېره وتلې ده چې: هر هغه څوک چې په خپله دنده کې د ارامۍ او خوښۍ احساس ونه لري، نو لرې نه ده چې ډېر ژر به خپله دنده پرېږدي او د بلې دندې په لټه کې به شي!
يو شخص هغه وخت ښه دنده سرته رسوي او خوښ يې چې اړتياوې يې پکې پوره وي، پوښتنه داده چې دا اړتياوې کومې دي؟
په دنده کې د اړتياو Needs په اړه لاندې ټکو ته پام کوئ، نو هله به مو کارکوونکي Employees دنده په ډول سره مخ ته وړي:
لومړی: معاش يا Salary: پيسې نه يوازې چې ټولنيزه اړتيا ده، بلکې ځنې وختونه حياتي اړتيا Vital Needs هم ګڼل کېږي، د هر شخص هيله همدا وي چې د دندې د ترسرواي په بدل کې مناسب معاش لاسته راوړي تر څو وکولی شي، چې خپلې بنسټيزې او ټولنيزې اړتیاوې پرې پوره کاندي.
د دندې د ترسراوي په مقابل کې پیسې/معاش لاسته راوړل د دندې د رضايت د اړينو عواملو څخه شمېرل کېږي
دويم: وظيفوي امنيت يا Job Security : وړاندې له دې چې د دندې د امنيت يا Job Security باندې بحث وکړو، ښه ده چې د Moslow له تيوري سره چې د انسان اړتياوې يې په پنځه برخو وېشلي، پوه شوه، ماسلو تيوري وايي چې د هر انسان اړتياوې په پنځو مرحلو وېشل شوي دي، الف: لومړنۍ اړتياوې: چې پکې خواړه، غذا، خوب، جنسي اړيکې، هوا… او نور شامل دي، ب: د خونديتوب اړتيا Safety Need : چې پکې د دندې امنيت، ارامي، د دندې پرمهال ښه سلوک… او نور شامل دي، ج: ټولنيزې اړتیاوې يا Social Needs : چې پکې کورنۍ، ملګري، فر هنګ، ژبه، مذهب… او نور شامل دي، د: د ځانځانۍ اړتيا Self-esteem Needs : له دې څخه موخه دا ده چې په دې مرحله کې يو شخص دا اړينه بولي چې دا دې په ټولنه کې مهم او کليدي شخص وي او هــ : د پرمختيا اړتيا يا مرحله: په دې وخت کې نو هر شخص په دې فکر وي چې ټولنه کې څرنګ پر مخ ولاړ شي، ځکه ټولې نورې اړتياوې يې پوره وي.
اوس که چېرته د Moslow تيوري ته وکتل شي نو د دندې امنيت د انسان له اړينو اړتيا و څخه شمېرل کېږي، د دندې د امنيت څخه موخه د دندې يا Job دوام او ثابت پاتې کېدل دی، يانې هر کله چې د يو کارکونکي دنده په خطر کې وي نو دنده په ښه ډول سره سرته نه رسوي، هر څومره چې د يو کارکونکي په خپله دنده باور ډېر وي نو هغومره به يې فعاليت Performance ښه وي، چې د کارکونکي په رضايت دلالت کوي.
دريم: د دندې اړوند اسانتياوې Job Facilities : د دې لپاره چې کارکونکي دنده په ښه ډول سره سرته ورسوي او ستاسې د ادارې اهداف او موخې Goals & Objectives په اسانۍ سره ترلاسه شي نو کارکونکو ته بايد د دندې اړوند ټولې اسانتياوې شتون ولري، نه يوازې ستاسې اهداف به په ښه ډول سره لاسته راشي، بلکې د کارکونکي د رضايت سبب هم کېږي.
څلورم: د کارکونکو سره سالمې اړيکې: له لاس لاندې مامورينو Employees سره مو له عاطفې کار واخلئ، په اداره کې له ځانه ديکتاتور مه جوړوئ، کارکونکی ماشین نه، بلکې ستاسې پر څېر عام انسان دی!
په يادو ولرئ چې د برياليو رهبرانو له اړينو دندو څخه يوه دنده دا ده چې، د لاس لاندې مامورينو سالمه ملګرتيا او اړيکه ولري، که چېرې يو رهبر يا د ادارې مشر د خپلو مامورينو سره د عاطفې کار واخلي، نو ياد ولرئ چې ادارې اهداف به په ښه ډول سره لاسته راشي، او کارکونکي به مو درڅخه راضي هم وي.
پنځم: د مسلک مطابق دنده يا Specialized Workers : د رضايت په برخه کې تر ټولو اړينه خبره مامورينو ته د وړتيا Specialization مطابق دنده سپارل دي، رضايت يوازې په دې نه دی چې د ادارې مشر دې د لاس لاندې مامورينو سره د عاطفې کار واخلي، يا دې کافي معاش ورکړي، بلکې هر کله چې يو شخص ته د هغې د وړتیاو سره سم دنده وسپارل شي، نو د رضايت سبب کېږي، د ادارو مشران هم نه بايد د خپلو مامورينو څخه ډېرې تمې ولري، بلکې په اداره کې دې د هر کارکونکی څخه د هغې د دندې او لايحې سره سم د کار تمه وشي.
له دې څخه علاوه، لاندې ټکي هم کولای شي چې ستاسې د مامورینو د رضایت سبب شي:
الف: غوره وظيفوي خدمات: هر کارکونکی دا تمه لري چې د دندې اړوند ټول توکي يا څيزونه دې ورته شتون ولري.
ب: کارکونکی د ادارې اړوند پرېکړو کې خبرول: د ادارې کارکونکي په دې خوشالېږي چې د ادارې په پرېکړو کې دخېل شي.
ج: ځانګړي پاملرنه: هر کارکونکي ته مو دا احساس ورکړئ چې تاسې له هغې له دندې خبر ياست، نو په دې صورت کې به ستاسې د کارکونکو فعاليت ډېر ښه شي.
د: سالم مديريت Sound Management : څرګنده خبره ده چې هر هغه اداره چې پر مجازاتو او مکافاتو ولاړه وي نو په خپلو چارو کې به بريالي وي، د کارکونکو ښه وړتيا او کار مو وستايئ چې په اداري اصطلاح کې ورته Performance Appraisal وايي، له دې سره هم راضي کېږي!