لیکنه: محبوبه خپلواک
له رياضي د والدينو وېره؛ ماشومانو ته هم مخه کوي.
چې پرنجېږې خوله دې پټه ونیسه. د ډوډي خوړلو مخکې دې لاسونه پرېمینځه. د ریاضی اړوند بدې خبرې مه کوئ!
خو څېړونکو د ماشومانو د ریاضي له زدکړې د وېرې بله سرچینه موندلې ده؛ مور او پلار!
څېړونکو ۴۳۸تنه د لومړني او منځني ښوونځیو زده کوونکي او د هغوی کورنۍ (مور او پلار) داسې تر مطالعې یا څېړنې لاندې ونیول چې د تحصیلي کال د پیل نه مخکې د هغوی څخه ځېنې تشریحي پوښتنې وکړي او ځینې فورمې ډکې کړي. د دوی یوه اساسي پوښتنه دا وه چې د ریاضیاتو د زدهکړې په اړوند حالاتو کې د اندېښنې احساس ځنګه ارزوئ. لکه د ریاضي مضمون د آزموینې له پاره تیاری نیول یا د نوم لیکنې د نغدو پیسو اخیستل (فیس ورکول).
همدارنګه د موراوپلار له خوا د ماشومانو د ریاضي د زدهکړې د هڅونې (تشویق) کچه او د هغوی د وړتیا مالومول د دې څېړنې له اساساتو څخه ګڼل کېدل چې دا هر څه د تحصیلی کال په پیل او پای کې ترسره کېدل.
نوې څېړنې ښیي چې هغه ماشومان چې د دوی مور او پلار د ریاضی له زدهکړې وېره لري؛ په یوه تحصیلي کال کې په ډېره ټیټه کچه ریاضي زده کولی شي او همدارنګه دا ډول ماشومان د خپلې ریاضي زدهکړې اړوند نور هم د خواشینۍ احساس لري. که چېرې والدينو له دې ماشومانو سره په پرله پسې ډول د دوی په کورنۍ دنده تر سره کولو کې مرسته کړې واي؛ دوی دا اندېښنې قابو کولی شوای.
دا پايله د اګسټ په ۷مه باندې د ساینسي ارواپوهنې په ژورنال کې راڅرګنده شوې ده.
د لاسوېګاس په نېوادا پوهنتون کې د ارواپوه مارک اشکرافټ Mark Ashcraftله یادښتونو څخه:
دا یوه ښه بېلګه د یوې بدې پایلې څخه ښه نیت درلودل دي. مارک د مطالعې سړی نه و او دا خبره يې سهوا وکړه چې که چیري (د ماشوم مور او پلار) دی کوښښ وکړي چې خپل ماشوم سره په کورنۍ دنده کې مرسته وکړي (یانې کورنۍ دنده خپله مور یا پلار ترسره کوي)؛ نو په واقعیت کې دوی خپل بد عادات او منفي نظریات خپلو ماشومانو ته لېږدوي.
دا ډول ماشومان داسې ښکاري چې په ښوونځۍ کې هم ریاضي په ډېره ټیټه کچه زده کوي. څېړنې ښودلې ده؛ کوم ماشومان چې مور او پلار یې د ریاضي زده کړې وېره ولري او هغه ماشومان چې مور او پلار ورسره کورنۍ دندې ترسره کوي؛ د هغو ماشومانو په پرتله چې مور اوپلار يې دا ډول اندېښنې نه لري او کورنۍ دنده په خپله په ماشومانو باندې ترسره کوي؛ ښه پایله نه لري.
د الونايز په شيکاګو پوهنتون کې ایرن ملونيErne Malone کوم چې د مطالعاتو او څېړنو رهبري په غاړه لري؛ هغه کس ده چې خپله يې د ریاضي له زدهکړې څخه وېره درلوده خو تر څنګ یې د ماشومانو او هغوی له والدينو سره خواخوږي لري. ملوني وايي: زما وېره تل د ریاضي له زدهکړې څخه وه؛ تل به مې اندېښنه وه چې څه ډول ریاضی زده کړم. دا وېره یوازې د آزموینو څخه نه بلکې د نویو مفاهیمو له زده کولو څخه هم وه.
ملوني زياته کړه: تل به مې دا هڅه وه چې له ریاضي څخه لرې واوسم او دا یوازې وروسته له هغې وشول چې دې(ملونی) په لېسه کې احصایه statistic ولوست او دا یې ومونده چې څنګه ددې په شوق ـ سایکالوجي(د ارواپوهنې علم) کې د تطبیق وړ کېدی شي. ورسته له دې هغې د رياضي له زدهکړې خوند واخیست.
اندېښمنې میندې او پلرونه دې هیڅکله خپله هڅونه او ملاتړ د خپلو ماشومانو د کورنۍ دندې د ترسره کولو له پاره نه درېغوي. مور او پلار باید خپل ماشومان د کورنۍ دندې د ترسره کولو له پاره وهڅوي؛ نه چې خپله کورنۍ دنده ترسره کړي.
همدارنګه ملوني وايي: دوی (مور او پلار) دې خپل ماشومان له داسې لارې وهڅوئ چې په هغه کې ریاضي کارول شوی وي؛ لکه ریاضیکي لوبې چې ټول په کې د عددونو او رقمونو لوبه شتون ولري.
که چیری مور او پلار د خپلې وړتیا په اړه ډاډ نلري نو ضرور نه ده چې په دې اړه د خپلو ماشومانو سره بحث وکړي. د دې په ځای دې کوښښ وکړي چې یو بل مثبت فعالیت د زده کړې له پاره په کار واچوي.
ملوني په یوه لیکنه کې ویلې چې: له ماشومانو سره د دوی د غوښتنې سره سم د دوی د کورنۍ دندې په ترسره کولو کې مرسته وکړئ.
اشکرافټ وايي: که چیرې مور او پلار په ریاضی کې کومه پوښتنه یا معادله نشي حل کولی نو دوی ته ناهیلې توب نه دی په کار؛ بلکې دوی باید نور لا د خپلو ماشومانو د مسئلې د حل کولو له پاره وهڅوي او مرسته وکړي. دوی کولی شي د ماشومانو د ښوونکو سره په تماس کې شي او د دوی د پلان څخه ځان خبر کړي (یانې دا چې په یو تحصیلي کال کې د ریاضی کتاب کې کوم موضوعات لوستل کیږي او په کومو میتودونو باندې درس مخته وړل کیږي.)
هغه زدهکوونکي چې د ریاضی د زده کړې په اړه اندېښنه لري؛ بايد څه وکړي؟
ملوني د دې ستونزې له پاره داسې وړاندېز کړی دی: دا ډول زدهکوونکي دې د ساده لیکلو تمرین ترسره کړي.
اوسني مطالعات ښیي؛ که چیرې د ریاضي مضمون د یوې آزموینې څخه مخکې زده کوونکو ته داسې هدایت ورکړل شي چې د خپلې وېرې او اندېښنې په اړه په یوه ټاکلي وخت (د ۷ څخه تر ۱۰ دقیقو پورې) کې یو څو کرښې ولیکي نو دا به د هغې ازموينې لپاره غوره ثابت شي. په کاغذ د احساساتو لیکل، زده کوونکي خپلې وېرې او اضطراب ته متوجه کوي او دا کار له دوی سره مرسته کوي تر څو خپلو کارونو ته ارزښت قایل شي. (یانې د هغه د رفع کولو له پاره د حل لاره لټولی شي.)
په پایله کې دوی مومي چې دا اندېښنې هومره سترې نه وې.
هغې په پای کې وویل: دا پایلې واقعا ډېرې اغېزناکې تمامیږي.