په فرانسه کې دا ډول لوحې چې چارپیره یې ترې زرغونه ليکه تاو شوي وي ډېرې ليدل کېږي، ایا تاسې پوهېږئ چې دا ډول لوحه څه مانا ورکوي؟
موږ له داسې ګردو لوحو سره چې سره ليکه ترې تاو شوي وي بلد یو او پوهېږو چې دا لوحه د محدودیت مانا ورکوي. د بېلګې په ډول که چېرې ددې لوحې په منځ کې 50 ليکل شوي وي او سره ليکه ترې چارپيره وي نو موږ پوهېږو چې دا لوحه سرعت محدوديت ښيي، یانې تر دې ليکل شوي سرعت لوړ یا چټک تلل اجازه نشته. که چېرې د داسې لوحې په منځ نور ليکل یا انځورونه وي د هغو د ممانعت جواز څرګندوي.
ولې دا ډول ګردې لوحې چې زرغونه ليکه ترې چارپیره شوي وي، د فرانسې په ځينو داسې لارو کې ليدل کېږي چې هلته معمولا نورمال سرعت ددې لوحې تر سرعت لوړ وي خو کله چې ناڅاپه دا لوحه هلته را څرګنده شي، موټر چلونکی حیران شي. خصوصا هغه کسان چې له بلجيم یا بل هېواد څخه هلته ورغلي وي.
دا زرغونه ليکه په داسې لوحو کې محدودیت نه ښيي، بلکې دا ليکه دا مانا ورکوي چې غوره ده چې تاسې په لوحه کې وړاندیز شوی سرعت، یا بل محدودیت ته پاملرنه وکړئ او یا یې عملي کړئ. مثلا که چېرې په دې لوحه کې 50 سرعت ليکل شوی وي، دا په دې مانا ده چې دلته سرعت 70 او یا 90 کیلومتره پر ساعت دی ولې غوره ده چې تاسې دلته 50 کيلومتره پر ساعت ولاړ شئ. کېدای شي هلته ګڼه ګوڼه رامنځته کېږي او یا هلته د باران له وجې سرک ښوی وي او داسې نور…
خو که چېرې تاسې له دې لوړ په خپل لومړني نورمال سرعت ولاړ شئ کومه ستونزه نشته ولې دا لوحې یوازې د لا زیات خونديتوب او د ترافيکو د ښه تنظيم په خاطر لګول کېږي.
که چېرې تاسې غواړئ په اروپا کې په پښتو ژبه د موټر چلولو او ترافيکو قوانينو سره بلد شئ، له لاندې لېنک څخه بي کویز اپلکېشن خپل مبایل کې نصب کړئ او په خپل وزګار وخت کې تمرین او زده کړه وکړئ.
…….
د ایفون لپاره: https://apple.co/3XeicbO
…….
د اندرواید لپاره : https://bit.ly/3OjMvdU
