• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

له غلو ماشومانو سره څه وکړو؟

Home ژباړهله غلو ماشومانو سره څه وکړو؟

له غلو ماشومانو سره څه وکړو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل  

کله وخت هم ماشوم د خپلو ځواکمنو او تنورو ټولګیوالو له وېرې او د هغوی د قانع کولو له پاره په غلا لاس پورې کوي، ترڅو د خپلو ټولګیوالو له ټولي څخه لرې نه شي، یا د زورورو تر برید لاندې را نه شي.

که چېرې والدین د ماشومانو له غلا سره مخامخ شول، باید نه هغوی ووهي او نه یې هم وهڅوي او په خپل کنټرول سره ماشوم ته نیږدې شي.

له غلا څخه د ماشوم موخه ښایي د ځان مطرح کول وي. ځینې ماشومان په اړیکیزو مهارتونو کې د کمزورتیا له امله او د خپلو ټولګیوالو د پام را اړولو له پاره، د خپل مور او پلار له جیب څخه پیسې غلا کوي او د هغوی له پاره ډالۍ اخلي. کله هم ماشوم د خپلو مټورو او ځواکمنو ټولګیوالو له وېرې او د هغوی د قانع کولو له پاره غلا کوي، ترڅو د خپلو ټولګیوالو له ټولي څخه جلا نه شي، یا د ځواکمنو او مټورو ټولګیوالو تر برید لاندې را نه شي، نو له دې امله د والدینو له خوا تر ټولو مهم غبرګون، چې د ماشوم د غلا له چلند سره مخامخ کېږي، همغږي ده.

په لومړي ګام کې نباید د چلند د لامل په لټه کې شئ، ځکه چې په ماشوم کې مقاومت را منځته کوي، والدین باید په وروستیو ګامونو کې، په ماشوم کې مناسب اړیکیز مهارتونه را منځته او پیاوړي یې کړي.

کوم ماشوم، چې غلا کوي او د خپلو ټولګیوالو غیر منطقي غوښتنو ته غاړه ږدي، نو په خپل نفس باندې له ټیټ اعتماد څخه برخمن دی.

د ماشوم د دې ډول چلند په وړاندې مثبته پیاوړتیا لکه: د شاباس کلمه کارول، کولای شي هڅونه وګڼل شي او یا هم د وهلو په څېر منفي اقدام وي، په ماشوم کې د دا ډول چلندونو د ډېرښت سبب ګرځي او دواړه تېروتنه بلل کېږي. د پام وړ ټکی دا دی، چې د غلا په خاطر د ماشومانو وهل او ډبول، په خوب کې د هغوی د وېرې او دغه راز په خوب ځای کې د متیازو کولو لامل ګرځي، نو له دې امله والدین باید له دا ډول چلند سره د مخامخ کېدو پرمهال ځان کنټرول، له تاوتریخوالي او خپل ماشوم ته له زیان رسولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د بریالیتوب لپاره څومره وخت لرو؟

Feb 1, 2018

ژباړه: عطا محمد میاخېل ژوند لنډ دی، له دې کلیشه[...]

د فیثاغورث ژوند ته یوه کتنه

د فیثاغورث ژوند ته یوه کتنه

Jan 3, 2016

ژباړه: عطا محمد میاخېل      پوره نوم یې فیثاغورث[...]

انسان او د هغه مقام

انسان او د هغه مقام

Jun 7, 2015

لیکنه: عطا محمد میاخېل دانسان کلمه ( ا، ن ،س[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022