هغوی چې په موږ پسې بد وايي؛ څه ورسره وکړو؟
د نفرت حس، ناهيلي، خواشيني، رټنه، غوسه، کينه، اندېښنه، کمزوري، ماتېدنه، نه لېوالتيا، خفګان، انتقام، ځورېدنه…تاسې يوازې د دې لپاره چې يو چا مو تر شا خبرې کړي؛ دې ډول احساساتو درته مخه کړې؟
اوس د دې وخت راغلی چې دا ټول ناوړه حسونه څنګ ته کېږدئ. موږ به تاسې ته روښانه کړو چې نور کسانو ولې په تاسې پسې خبرې کوي او تاسې بايد څه ورسره وکړئ.
ډېر وخت ځکه نور وګړي په تاسې پسې خبرې کوي چې تاسې يوه داسې ځای ته رسېدلي ياست چې هغوی هلته د رسېدلو ځواک نه لري. حسد پاروونکی پرمختګ د غيبت د پیل لپاره معمولي بهانه ده. بريالي کسان ډېر مهال ناوړه ټولنيز او دوديز بريدونه ماتوي او همدا لامل کيږي چې په ښوونځي، پوهنتون يا هم کارځای کې نور په تاسې پسې خبرې وکړي.
- ستاسې په ځانګړيتوب حسادت کوي
راځئ يوه بېلګه په پام کې ونيسو: ښاغلی (الف) تر شپږو مياشتو په کم وخت کې (ب) شرکت ته وردننه شو؛ پرمختګ يې وکړ او مدير شو. ښاغلی (پ) او آغلې (ت) له دوو کلو راهيسې په همدې شرکت کې کار کوي او په لېوالتيا يې د پرمختګ او د همدې مقام د لاسته راوړلو هيله درلوده خو دا ښاغلی الف له کومه شو؟ ښاغلی پ او آغلې ت ټوله ورځ د هغه تر شا خبرې کوي.
په کارځای کې کې پرمختګ يوه بېلګه وه. د ژوند سخت واقعيت دا دی چې کله ستاسې په لاسته راوړنو حسادت کيږي او تر شا مو په خبرو پیل کيږي.
- د تر سره کولو لپاره ښه کار نه لري
ستاسې تر شا خبرې کول په دې مانا دي چې د تر سره کولو لپاره غوره او ګټور کار نلري. په ډاډ ویلای شو چې موږ ټول د چا له غيبت پرته د يوه ګټور ژوند غوښتونکي يو؛ دا يو واقعيت دی چې: هغوی (غيبت کوونکي) بېچاره او د رحم وړ کسان دي.
- اوس بايد څه وکړو؟
- اندېښنه مه کوئ: لومړۍ خبره چې بايد درک يې کړئ او پرې وپوهېږئ؛ دا ده چې هېڅ هم نشئ کولای. کېدای شي يو يا څو کسان چې ستاسې غیبت کوي؛ له دې کاره منع يا توجېه کړئ، مګر دا کار د نړۍ د څومره وګړو سره کوئ؟ آيا پوهېږئ چې د سټيو جابز په شان بریالي کس هم ډېر نيوکه کوونکي درلودل او د ده د مديريت، بازارموندنې او ان له شخصيته يې بد راتلل؟ بايد په يادو ولرو چې د هر کار او پرمختګ په پرتله چې په ژوند کې يې کوئ؛ تل داسې کسان شته چې ستاسې مخالف دي او ستاسې د پرځونې لپاره ستاسې تر شا خبرې کوي.
- پوه شئ چې هغوی هېڅ ارزښت نه لري: هغه کسان چې ستاسې تر شا خبرې کوي؛ هېڅ ارزښت نه لري. که چېرې په رښتيا ستاسې په ژون کې مهم کسان وای؛ ستاسې سره به مل وای. آيا داسې نه ده؟ ستاسې خوښي او رښتيني نېکمرغي ستاسې او ستاسې د دوستانو له پرمختګ او سوکالۍ سره تړلې ده. هر څه چې نور وايي، کوي او يا يې احساسوي؛ ستاسې په نېکمرغۍ او د فکر په ډول بايد اغېز ونه کړي. مخکې له دې چې ناوخته شي؛ په دې خبره ځان وپوهوئ.
- پر ځان په باور موسکا وکړئ: د هغه چا پر وړاندې چې په تاسې پسې خبرې کوي؛ تر ټول ښه غبرګون دا دی چې وويني تاسې پر ځان له بشپړ باور سره هغوی ته وموسکئ. داسې موسکا چې وايي (زه پوهېږم چې په ما پسې خبرې کوې خو ماته ارزښت نه لري!)
- د هغوی په خبرو وخاندئ: له دې ډول کسانو سره د چلند يوه بله غوره لار ستاسې خوښي او نېکمرغي ده. دا واقعيت چې د هغوی دا کار تاسې ته ارزښت نه لري او تاسې نه ځوروي؛ د هغه کس ناکامي ده.
- د قرباني کېدو احساس مه کوئ: هماغه ډول چې ښايي تر اوسه مو پام شوی وي؛ په يو څه کې ستاسې به بريا حسادت په تاسې پسې د خبرو لامل شوی. دا يوازې پو واقعيت څرګندوي: له هماغه پيله تاسې ګټونکي وئ. د بريالي کس په توګه راوړاندې شئ، خوښي څرګنده کړئ او له دې رښتيا څخه چې خامخا ارزښتمند ياست چې خبرې درپسې کيږي؛ خوند واخلئ.
- د خپل ځان لپاره ملاتړي ولرئ: هو، موږ ټور ملګري او همکاران لرو چې پر موږ پام کوي.که تاسې دا ډول نه ياست؛ د وېرې لپاره دليل نشته ځکه چې موږ ټول بايد له يوه ځايه پیل کړو. له خپلو شاوخوا کسانو سره له مينې پیل کړئ. هره ورځ د مهربانه کېدو لپاره هڅه وکړئ. په دې کړنه د خپل ځان لپاره ملاتړي مومئ. د يوه ملاتړي سيستم جوړول ښايي کلونه وخت ونيسي. تاسې بايد صبر ولرئ او هره ورځ يوه نوې ننګونه وازمويئ.
- د ښه مخامخ کېدو لپاره پلان جوړ کړئ: په داسې حالاتو کې ناوړه غبرګون مرسته نشي کولای خو يوازې دا واقعيت ثابتولای شي چې له ذهني پلوه د هغو خبرو تر اغېز لاندې راغلي ياست. آرام واوسئ؛ په تېره بيا څرګنده کړئ چې هغه څه چې په تاسې پورې تړل شوي؛ تاسې ته هېڅ ارزښت نه لري. که اړينه وي چې په دې ډول حالاتو کې غبرګون وښاياست نو د هغه لپاره ښه پلان جوړ کړئ او له دې ډول کسانو سره د تړلو ورو تر شا خبرې وکړئ؛ تر څو نور کسان له دې کيسو خبر نشي.
- سترګې مو پرانيزئ: خامخا به مو ليدلي وي چې ډېر بريالي او نوموتي کسان تر نيوکو لاندې وي او د هغو کسانو له لوري چې تر شا يې خبرې کوي؛ تر ملنډو لاندې راځي. دوی کومه شريکه وجه لري؟ د دې رښتيا په پام کې نيولو سره چې د ميليونونو کسانو تر نيوکو لاندې دي؛ په خپل کار کې ډېر بريالي دي. دا ټول کسان خپلو هيلو ته رسېدلي. دا چې څه ډول خپلو هيلو ته رسېدلي او يا يې سم يا ناسم تګلوری ټاکلی؛ بل بحث دی. مهمه خبره د هغوی بريا ده.
د بريا يوازينۍ لار
له هر هغه چا سره چې ستاسې تر شا خبرې کوي؛ په جګړه کولو بريا ته نشئ رسېدای. د ناهيلۍ او يوازيتوب له احساس سره هم بريا نشته. د بريا يوازينۍ لار وړاندې تلل او د خلکو له خبرو سره، سره خپلې لارې ته ادامه ورکول دي. د بريا يوازينۍ لار همدا ده.
ژباړه: سعيد
[review]