لیکنه: زاهد جلالي
په ۲۰۱۰م کال کې د فېسبوک خبرې په تودېدو وې. تر هغې مخکې له فېسبوک سره خلک ډېر بلد نه وو. دا هغه وخت و چې ما هم ځان ته په فېسبوک کې يو حساب پرانيست. خو هغه وخت، له چټ او عکس پورته کولو، يا د يوې ليکنې يا نظر پوښتنې ها خوا يې ډېر عام استعمال نه لاره. د وخت په تېرېدو په فېسبوک کې هم کمالونه ډېرېدل او د خلکو جذبولو لا اغېزمن کېده. د پوهنتون دوره کې فېسبوک زما او د همزولو ډېر وخت ضايع کړی. زما په ياد دي، کله داسې هم شوي چې فېسبوک ته مې د لس دقيقو له پاره سر ورښکاره کړی، خو پام مې نه دی شوی، وروسته ځير شوی یم چې دوه ساعته پرې لگيا يم. زما يو ملگری د فېسبوک دومره عملي و چې يو وارې يې د ماسپښين او مازيگر غبرگ لمنځونه د فېسبوک په بوختيا په ناخبرۍ قضا کړي وو!
چې د فېسبوک لېوالانو او شوقيانو ته ځير شو، ويلای شو چې فېسبوک هم د سگرټ يا نصوارو په څېر عمل دی. څوک چې پرې روږدی شي، بيا ترې ځان لرې کول او يا بېخي شلول څه آسانه خبره نه ده. اوس خو هغه پخوانی فېسبوک هم نه دی. ملگري په کې ډېر شوي، فعاليتونه څو چنده ډېر او هر څه يې دغسې، معنا دا چې د بوختيا له پاره ډېر څه لري.
زه چې څومره ځير یم، کېدای شي د نړۍ تر ټولو خلکو فېسبوک زموږ د خلکو وخت ډېر ونيسي. خصوصا د نابلدو او ځوانانو. نوره نړۍ کې ښايي فېسبوک د اړيکې، د چا له نظر څخه د خبرېدو، معلوماتو له پاره په ورځ کې د يوه محدود وخت له پاره استعمال شي، يا د بوختيا تر څنگ کله کله فېسبوک ته سر ښکاره کړي.
خو زموږ په انټرنټي چاپيريال کې فېسبوک داسې استعمالېږي، لکه يوه رسمي دنده. د کوڅو او بېکارانو له استعماله پرته چې د روڼ اندو استعمال ته وگورو، ډېری يې فېسبوک غلط استعمالوي او د ډېر وخت د له منځه تلو سبب يې کېږي.
د دغې معنوي ټولنې شکل ته چې گورم، ځينې خلک خو له دې پرته چې فېسبوک وکاروي، داسې ښکاري، لکه بل کار چې ونه لري. يا به عکس پورته کوي او د «لايکونو باران» غوښتنه و تمه به کوي، يا به له سهاره تر ماښامه په پوسټونو، تبصرو، خوښول او نشرولو بوخت وي. دا يوازې تر څو وزگارو محدود نه دی، بلکې زموږ ځينې پوهان او د ماسترۍ او ډاکټرۍ شاگردان هم په همدې مرض مبتلا دي.
لکه مخکې چې مو يادونه وکړه، پر فېسبوک روږدي کېدل، د سگرېټو يا نورو د عملي کېدو په څېر دي. په آسانه څوک ترې ځان نه شي لرې کولای. کله چې زه هم پر فېسبوک روږدی وم، نه پوهېدم چې څنگه ترې ځان لرې کړم. څو وارې مې هوډ ونيو چې له آره حساب بندوم. خو کامياب شوی نه يم. بلکې ورو ورو او په تدريجي شکل مې ځان ترې لرې کړای شو.
د دې له پاره چې فېسبوک مو ډېر وخت ونه نيسي او د اړتيا مطابق يې استعمال کړو، زما په نظر دغه لارښوونې گټورې دي:
د لږو ملگرو ساتل: څومره چې ملگري ډېر وي، همغومره ډېر وخت ضايع کېږي. ځکه د هر چا پوسټ، انځور، ليکنه و تبصره د فېسبوک نوي مواد ډېروي، د دې په خاطر چې فېسبوک محدود وي، بايد ملگري محدود شي؛ څو د فېسبوک تازه خپاره شوي دومره نه وي چې ډېر وخت ضايع کړي.
□ لږ فعاليت: څومره چې مو پوسټونه، عکس پورته کول، خوښول، نشرول، تبصرې. کمې وي، په هماغه اندازه به مو ذهني بوختيا کمه وي. سړی چې څومره ډېر عمل کوي، همغومره عکس العمل هم ډېرېږي، چې د بوختيا او وخت ضايع کېدو لامل گرځي. د دې له پاره چې له فېسبوک سړه ذهني ونه تړل شو او د بیا بیا ورتلو مخه ونيول شي، ښه دا ده چې فعاليت بيخي کم شي.
□ د چټ کړکۍ بنده ساتل: په فېسبوک کې له ملگرو سره کيسې او خبرې هم ډېر وخت نيسي. د دې له پاره ښه دا ده چې د فېسبوک د چټ کړکۍ بندولو انتخاب وکاروو، چې له ملگرو سره د ډېرو خبرو اترو مخه نيول کېږي.
□ يوه بله ذهني بوختيا پيدا کول: د دې له پاره چې په وزگار وخت کې فېسبوک ته له سر ورښکاره کولو ځان وساتلای شو، ښه ده چې يوه بله بوختيا ولرو چې ذهن مو مصروف کړي. مثلا د يوه گېم لرل يا د يوې بهرنۍ ژبې د زده کړې له پاره يوه سايټ کې حساب خلاصول. داسې بوختيا چې ډېره دوامداره نه وي. تر څو د باران نه د خلاصېدو له پاره د ناوې لاندې کېننو.
ما له فېسبوکه د ځان لرې کولو له پاره له ځينو پورتنيو لارو چارو استفاده کړې او پايله مې ليدلې. که څوک دغو ټکو ته توجه وکړي، کولای شي له فېسبوکه ځان لرې کړای شي او يوازې د اړتيا پر مهال يې استعمال کړي.
[quote]له هریرود مجلې څخههریرود علمي، مالوماتي، تاریخي او کلتوري مهالنۍ مجله ده چې په هرات کې د سپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنې لخوا خپریږي. د مجلې د ترلاسه کولو لپاره په دې شمېره اړیکه نیولای شئ: 0708662966[/quote]