ليکنه: محمداياز ترنک
كه په ژوند كې د كاميابي يوازې يو عامل موجود وي، هغه به هغه قابليت وي چې انسان ته له ماتې څخه په ګټې اخيستنې سره په لاس ورځي. كاميابي هغه مهال سړي ته لاس وركوي چې له خپلې ماتې تجربه واخلي او تحليل يې كړي، عوامل يې وڅېړي او عملا له خپلې ماتې څخه د ژوند په راتلونكو پلانونو او پرېكړو كې ګټه پورته كړي. كه مو ماتې ته اوږه ټيټه او د ماتي په سترګه مو ورته وكتل، هغه مهال تاسو په رښتيا هم په ماتې خوړلو محكومېږئ.
ماتي ستاسو د لوېدلو سبب نه ګرځي، بلكې هغه څه چې د ماتې تومنه ده، هغه په راتلونكي ژوند كې د ماتې لاملونه او د كاميابۍ راز له پامه غورځول دي .
ماتې د شرم خبره نه ده، يوه عادي مسئله ده . هرسړى چې كار كوي په ځينو حالاتو كې له ماتې سره لاس او ګرېوان كېږي . ماتې هله د بدبختۍ نښه ده چې په هسكه غاړه له هغې سره مبارزه ونه شي او تحليل نه كړاى شي. دېته بايد پاملرنه وكړئ چې ولې د خپلو كارونو په ترڅ كې له ماتې سره مخ شوئ؟ كه دې پوښتنې ته په وړه زخه وګورئ، كېداى شي له متردد حالت څخه را ووځئ او خپلې ماتې په اړه څېړنه او تجزيه درته ګټوره وي. ماتي يو داسې درد دى، چې خپله د خپل ځان درمل دي.
هيرام كيمبال ته چې د منځني عمر خاوند او د نيوانګلد له اوسېدونكو څخه و له خپل تره څخه يو كتابتون په ميراث پاتې شو. داسې يو كتابتون و، چې د تره يې شل كاله خوله له خاورو پرې پورته وه، ګزاره يې پرې كوله . كيمبال ته سودا ورولوېده چې كه په كتابتون كې نوښت را ولم كېداى شي كار مې نور هم وده وكړي، نو ځكه يې د خپل كاروبار د لا پرمختګ لپاره نوى ځاى په اجاره ونيو. نوې پنجرې يې جوړي كړې، نور كتابونه يې راوړل او لوى كتابتون يې جوړ كړ، خو له دوو كلونو وروسته يې په خپله سوداګرۍ كې ماتې وخوړه.
نوموړي ته ماتې يوه داسې نوې تجربه وركړه چې پخوايې نه درلوده. كيمبال سولېدلي او استعمال شوي كتابونه چې د معاملې خاوندانو هغه نه وو خرڅ كړي او بېرته يې ده ته راوړل، داسې يو ځاى ته يووړل چې هلته د خلكو زياته ګڼه گوڼه وه. د سړك په غاړه كې يې په خپلو لاسونو ورته وړه پنجره جوړه او زاړه كتابونه يې د نندارچيانو په وړاندې كتار كېښودل. دې كار يې ډېر ژر نتيجه وركړه او ورځنۍ ګزاره يې روانه شوه .
درې كلونه وروسته يې دوه برابره هومره روپۍ چې له لاسه يې وركړې وې، بېرته تر لاسه كړې . دې ماتې ده ته ورزده كړل چې د خپل كاروبار لپاره څنګه ځاى غوره كړي او خپل مال ته څنګه د خلكو پام را واړوي؟
ماتې نه يوازې له موږ سره د خپل كار په اړه د نويو پلانونو په سمبالولو كې مرسته كوي، بلكې ددې په اندازه هيڅ شى هم د كاميابۍ په لور د سړى تنده نه زياتوي. د كاميابۍ پر مهال د لا نورې كاميابۍ لېوالتيا زموږ هغه هيلې دي چې له وړكتوب څخه په موږ كې شته. د بېلګې په ډول له ماشوم څخه لرګى دومره لوړ ونيسئ، چې د ماشوم لاسونه هغه ته ورسيږي. سوكه،سوكه هغه ترېنه لوړ كړئ، تاسو به وګورئ چې له ماشوم سره ددې حرص او تلوسه نوره هم زيتېږي چې څنګه لرګی تر لاسه كړي. بيا ورو،ورو هغه نور هم لوړ كړئ، هرڅومره چې لرګى له ماشوم څخه لوړېږي،په هغه اندازه د ماشوم ټوپ زياتېږي او د ځان رسولو په خاطر ځان ورغزوي. كه تاسو هركله له ماتې سره مخامخ كېږي طبعي ده چې تاسو به له ټول توان څخه كار واخلئ او اصلي موخو ته د رسېدلو په برخه كې به خپل ټول كوښښونه پر كار واچوئ او داسې كارونه به وكړئ چې په عادي حالاتو كې يې نه شئ كولاى او يا ممكن نه دي .
جان پول جونز پر خپله ماته كښتۍ عموريشار ولاړ وو، چې اګرېزانو تر مرميو او ګزارونو لاندې را ووست او كښتۍ يې له ښې ولوېده، د ډوبېدلو په حال كې وه، چې انګليسي قوماندان له جان څخه غوښتنه وكړه ترڅو دوى ته تسليم شي. د هغه امريكايي سړي غوسه په جوش را غله، وې ويل: (( ما تر اوسه جګړه نه ده پيل كړې. )) له هغه وروسته يې له نيمه ماتې كښتۍ څخه كار واخيست او د انګريزانو پر يوې كښتۍ يې حمله وكړه. هغه يې ونيوه او په كمه موده كې جګړه دده په ګټه پاى ته ورسېده. جان پول له ماتې څخه ګټه پورته كړه، د ماتي له كالبوت څخه يې د كاميابۍ روح بهر كړ او په هغه يې خپل ځان ته نجات وركړ.
داسې كسان هم شته چې خپل كار يې له لاسه وركړى وي او وېره لري چې بل كار ته د مراجعې په صورت كې به له ماتې سره مخ شي. داسې كسان هم شته چې يوځل لوړ مقام ته د رسېدلو پر مهال له ستونزو سره مخ شوى وي، له همدې وېرې بل ځل غوښتنه نه كوي. داسې مېندې شته چې زامن يې د غرقېدلو له تهديد سره مخ دي،خو دوى ته د لامبو زده كولو اجازه نه وركوي. له داسې ماتې څخه وېره چې تر اوسه لا نه ياست ورسره مخ شوي،تاسو مسخره كوي .
هر سړى ددې هڅه كوي چې خوړلې ماتې له خلكو پټه كړي. ساده لاره يې داده چې په يو ډول ځان ته ډاډ وركړئ چې ماتې مو نه ده خوړلې. سره له دې چې ټولې دروازې ستاسو پر مخ تړل شوې دي، داسې فكر وكړئ چې كارونه مو په ښه طريقه پر مخ ځي.
تاسو كولاى شئ له همدې لارې پر خپل نفس باور تر لاسه كړئ، ځان او دوستانو ته په پر له پسې توګه وواياست چې كارونه مو په نژدې را تلونكي كې كېدونكي دي.
يو بل چل چې ځينې خلك يې د ځان لپاره روا ګڼي، هغه د خپلې ماتې هېرول دي. له دې لارې كولاى شئ وېرې، كينې، د ټولنې ضد احساسات، چې هغه ټول ستاسو د رواني او جسمي ناروغيو لامل ګرځي له ځانونو لري او روحې ارامۍ تر لاسه كړئ.
كه احتمالي او خيالي ناکاميو په تاسو كې دومره ژورې ريښې غځولې وي او نه شئ كولاى په روښانه ډول فكر وكړئ، نو په دې وخت کې د الله ذکر ، تلاوت او لمونځ وکړئ ، ازادې هوا ته ووځئ، تفريح وكړئ. او په ټوليز ډول غير عادي او سختو كارونو ته لاس واچوئ او بيا وروسته څه موده ويده شئ .
كله چې له خوبه راويښ شئ، مغز به مو ارام او تر پخوا به ښه كولاى شئ د خپل خير او شر په اړه فكر وكړئ او مناسب تصميم ونيسئ. بايد هغه مهال ټول هغه خنډونه چې د ماتې لامل شوي، په ايماندارۍ او د رښتينو هيلو په تر سره كولو سره له منځه يوسئ او په ټول توان د خپلو موخو د لاسته راوړلو په لار كې ګامونه واخلئ. كله په ماتې خوړلو سره داخلي واك او ځواک له لاسه ور نه كړئ، هيڅ شى نه شي كولاى ستاسو د پر مختګ مخه ډب كړي.
You also might be interested in
ژباړه او لنډيز: محمداياز ترنک د شنه اسمان په پراخه[...]