ژباړه: سیف خوستی ـ
ماشومان دشنو لښتو غوندي دي هرې خوا ته یې چې کږوي، کږیږي. پوهان پدې باور دي چې میندې او پلرونه کولای شي له خپل اولاد نه نابغه جوړکړي.
په تیرو وختونو کې خلکو فکر کاوه چې نبوغ فطري دی، خو اوس علمي څیړنې ښيې چې دا خبره سمه نده. څیړنو ثابته کړي ده چې چاپیریال او دکورنۍ اړیکې دیوه نابغه په وده کې ډیره اغیزه لري.
لیکوال او دارواپوهنې ډاکټر(( ډیویډ پرلموتر)) د علمي څیړنو په بنیاد، کولای شئ دیوه ماشوم له پیدایښت تر درې کلنی پوري د هغه هوښیارتیا دیرش درجې لوړه کړئ. د ډاکټر پرلموتر په باور، میندې او پلرونه کولای شي په څو ساده لارو سره دا کار ترسره کړي. لکه: لږ ترلږه ماشوم ته تر یو کلنی پوري دشیدو ورکول، کم تلویزیون کتل، او په ماشومتوب کې هغوي ته دموسیقی ورزده کول.
ډاکټر پرلموتر وايې:(( هرماشوم له سلوبیلونو عصبي ریښو سره نړۍ ته راځي.)) تاسو کولای شئ چې د ژوند په لومړنیو کلونو کې زیاتره عصبي ریښې ژوند وساتئ او یا یې هم له مینځه یوسئ.
البته دا یواځي یوه فرضیه ده. ځيني ډاکټران د ډاکټر(پرلموتر) له نظريې سره جوړ ندي او دهغه لپاره کوم ضمانت موجود ندی. د ماشومانو دپالنې دا نظریه ددوي د هوښیارتیا او بریا لپاره ډیره ساده ده او ازمویل یې هیڅ کوم زیان نلري.
څلوور ساده خو اغیزمنې لارې چې ماشومان مو پنځګر او هوښیاروي:
یوـ خپلو ماشومانو ته مو خیالي کیسې وکړئ:
که غواړئ چې ماشوم مو پنځګر او هویښیار وي، هغوي ته خیالي داستانونه ووایئ. هر څومره چې خپلو اولادونو ته داستانونه ووايئ، په ځانګړې توګه خیالي داستانونه؛ هماغومره به مو ماشومان هوښیار وي.
کیسې دماشومانو دذهنونو لپاره سوځيدونکي مواد( لکه د الوتکو لپاره بنزین) دي چې د هغوي د تخیل الوت ورته اړتیا لري. کله چې ماشومان کیسې اوري، هغوي یې پخپلو ذهنونو کې انځوروي او شکلونه ورته جوړوي. دکیسو په ویلو سره، ماشومانو ته دیوې ښکلي نړۍ دړه(دروازه) پرانیزو، داسي یوه نړۍ چې ماشومانو ته د فکر کولو لپاره ډیر څه په واک کې ورکوي. ماشومان د کیسو د کرکټرونو (اتلانو) د شکل، کارونو، او چاپیریال په باب فکر کوي او هغه پخپل خیال کې انځوري.
دا ډیره مهمه ده چې تاسو پخپله، لوڼو او زامنو ته کیسې ووایئ، خو که وخت نلرئ نو له سي ډي یا ټایپ نه یې ورته وغږوئ.
دوه: پریږدئ چې د ماشومانو حوصله مو لوړه او زغم یې ډیر شي.
ښایې تاسو ته به عجیبه وبریښي خو کله چې ماشومان کوم کار ونلري، خپل فکر په کار اچوي. هر وخت د ماشومانو بوخت ساتل داسي دي لکه ددوي له ذهن نه د دیوال تاوول؛ چې دوي ته ددې اجازه نه ورکوي تر څو پخپله یو څه وپنځوي.
که ماشومان هر وخت بوخت وساتو نو په زوره مو ددوي د فکر کولو او ددوي ذهن ته دنویو ایډیاوو د راتللو مخنیوی کړیدی. ماشومانو ته اجازه ورکړئ چې د ورځې په ځینو شیبو کې کوم کارونلري. دوي وپوهوئ چې په لیا( وزګار) وخت کې خپله یو څه جوړ کړي.
ماشومانو ته مو رنګه قلمونه واخلئ تر څو په خپله خوښه یو څه انځور کړي. باغچې ته یې درسره بوځئ چې په خپله خوښه یو څه وکري. له کمپوټر او تلویزیون نه یې لیرې وساتئ او له دوي سره په مسلات داسي یو کار ترسره کړئ چې دخپل فکر په مرسته یو څه وپنځوي.
درې: ماشومان مو پرېږدی چې له کړاو سره خپله ځانونه وازمویي یانې ستونزې تجربه کړي.
ستاسو دماشومانو وړتیا تر هغه څه ډیره ده چې تاسو یې فکر کوئ. اجازه ورکړئ چې خپله وړتیا ښکاره کړي؛ هم تاسو ته او هم خپل ځان ته. پریږدئ چې دموټر په مینځلو کې در سره مرسته وکړي، در سره آشپزې وکړي، له خپلو همځولو سره په ګوښي ځان لوبې وکړي.همدا وړوکي ګامونه یې پر خپل ځان د باور پیداکولو سره ډیرزیات کومک کوي. که تاسو خپلو ماشومانو ته اجازه ورنکړئ چې په ګوښې ځان کوم کار ترسره کړي، پر خپل ځان باور او ددوي خلاقیت به ووژنئ.
څلوور: دماشومانو دپیل لومړنېو کلونو ته پوره پام وکړئ:
لږ تر لږه دیوه کال لپاره ماشوم ته دشیدو ورکول، د هوښیارتیا لپاره تر ټولو ساده خو اغیزمنه لار ده. هغه څه چې ماشومان یې په لومړنیو کلونو کې زده کوي، ډیر مهم دي. کله چې ماشوم لږ څه غټوکی شي، له عمر سره سم یې له ځینو ذهني لوبو سره اشنا کړئ. دا نه یواځي د هغه د مغزو د سلولونو وده چټکوي بلکه د دوي د هوښیارتیا کچه هم ډیروي. هر څومره چې یو ماشوم داسي لوبې ترسره کوي چې پخپله یو څه وپنځوي، ګټه یې ډیره ده.