ژباړه او زیاتونه: مصطفی نور
ټول انسانان په خپل ژوند کې له خلکو سره په اړیکه کې دي، چې ځنې یې په ښه حد کې نه دي، ځنې نورې ښې، متوسطې، پارونکې، د مینې او….. دي، سره له دې، کوم څه چې ډېر مهم دي، له نورو سره ښې اړیکې د انسان په خوشالۍ کې ښه رول لوبوي، د دې لپاره چې ډاډمن شی، چې له نورو سره مو اړیکې په ښه توګه مخ په وړاندې ځې، د ځنې ټکو پوهیدل د ښو اړیکو لپاره ډېر اړین دي.
ډېر مو اوریدل څوک چې مین وي، خوابدي نه ورته پیدا کيږي، دا د دې لپاره څوک چې په یوه ښه اړیکه کې واوسي، د ژوند تر ټولو ترخې پیښې په خوشالۍ بدلولی شي. د ښو اړیکو لرل د انسان د ژوند کیفیت لوړوي، نو ډیره اړینه ده چې زده کړو، کومې کړنې انسان په یوه ښه ملګري بدلوي او زده کړو چې څنګه کولی شو ښه ملګری واوسو.
سالمې اړیکې کولی شي، چې د انسان ذهني، احساسي او حتی فیزیکي حالت لوړ کړي، سره له دې ناسالمې او خطرناکې اړیکې، انسان د ناهیلې، غم او زړتنګون په خوا بیایي، نو باید هڅه وشي تر څو د ملګرو مثبتې او ښې کړنې وپیژنو او هماغه خاصیتونه په ځان کې ځای پر ځای کړو. د مثال په توګه، که د ملګرو په منځ کې مو وفاداري مهم او ښه خاصیت ګڼل کیږي، نو تاسو باید هڅه وکړی، چې په ځان کې دا خاصیت پیدا او وده ورکړئ او خپله وفاداري هغوی ته ثابته کړئ، کوم ملګري مو چې په تاسو کې دا خاصیت وګوري هغوی هم کوښښ کوي تر څو له تاسو سره په اړیکه کې وفاداره واوسي، لکه څنګه چې تاسو ورسره وفاداره یی، دا د ګټلو حالت دی، چې دواړې خواوي په کې بریالۍ کیږي.
لس لارې چې لاندې به ورته اشاره وشي، له تاسو سره مرسته کوي تر څو وکولی شی، خپلې اړیکو ته کیفیت ورکړئ او خپلې اړیکې له نورو سره پیاړوې کړئ، مهمه نه ده، چې کومو اړیکو ته ښه والی وربښی، دا لارې له تاسو سره مرسته کوي، تر څو هر ډول اړیکې ښې کړی، ملګرۍ، د خور او ورور په منځ کې اړیکې او یا هم د مینې اړیکې.
په یاد ولرئ، د دې لپاره چې دا لارې مو د اړیکو په ښه والي کې مرسته وکړي، دوه کاره باید ترسره کړئ، لمړۍ دا چې خپل ځان په نظر کې ونیسئ او وګوری چې څنګه کولی شی، دې ټکیو ته په ځان کې وده ورکولی شی او دوهمه دا چې له هغو څخه د خپل ځان په پرمختګ کې ګټه پورته کړئ.
۱ څرګند کړئ، کوم کسان مو ملګري دي؛
کوم خلک چې پیژنی، په مختلفو برخو لکه، کورنۍ، ښه ملګري، خپلوان او همکارانو وویشئ، د دې څرګندول چې کوم خلک مو ملګري او کوم خلک مو د ملګرۍ په کومه ډله پورې تړاو لري، له تاسو سره مرسته کوي، تر څو هر یوه ته کافي وخت وټاکی، دا امر له تاسو سره مرسته کوي، چې له چاسره څومره وخت تېر کړئ، څوک په لمړیتوب کې دي او په همدې شان نور به مو وخت د بې ځایه خلکو سره نه ضایع کیږي.
۲- خپلې کړنې اصلاح کړئ!
که له هغو ډلې څخه یی، چې خپلو ملګرو سره ژمن نه یی او په خپل وخت د لیدنو ژمنو ته نه ورځی، همدا اوس له دې کړنو څخه لاس واخلئ، په خپلو ژمنو نه دریدل، نورو ته ثابتوي چې هغوی او د هغوی وخت ته ارزښت نه ورکوی.
۳- له نورو سره ریښتیني اوسئ او د ځورولو سبب یې مه کیږئ؛
د دې لپاره چې کوم ځای کې ګډون ونکړی، درواغ مه وایئ، ملګرو ته ووایئ، چې نغواړی په دې مراسمو کې ګډون وکړئ، که فکر کړی، ښايی په دې خبره خفه شي، نو په مهربانې ورسره خبرې وکړئ او ریښتیا ورته ووایئ، هیڅکله درواغ مه وایئ!
۴- هڅه مه کړئ، چې ټول له ځانه خوشاله وساتی؛
موږ ټول ډېر خلک پیژنو، چې ډېره هڅه کوي، تر څو د هر چا لپاره چې په ژوند کې یې دي، هماغه واوسي لکه څنګه چې یې هغه غواړي او تل له دې هڅې څخه یوه پایله لاسته راځي، چې هغه د هیڅ ګټه نه لري. هغه خلک ستاسو ریښتیني ملګري دي، چې تاسو لکه څنګه چې یی، ومني او مینه درسره ولري، څوک مو چې نه مني او یا مینه نه درسره لري، هغوی ستاسو ریښتیني ملګري نه دي او مطمینآ داسې خلک په خپل ژوند کې نه شی زغملی او نه غواړئ چې په ژوند کې مو حضور ولري، نو بې ځایه هڅه مه کوئ!
۵- د نورو په شخصي ژوند کې مداخله، خبرې او غیبت مه کوئ!
ښايی د ملګرو په منځ کې دا یو څه ستونزمنه خبر وي، خو د یوه ښه او له خفګان څخه لرې چاپیریال لپاره دا اړینه ده، د نورو د ژوند په اړه خبرې نه کړل، د دې سبب کیږي، تر څو د ملګرو د مهمو مسایلو په اړه ستاسو انرجي وساتي، په دې مانا، چې د نورو د ژوند په اړه تل داسې وغږیږئ، لکه دوی مو چې په مخ کې ناست وي او ستاسو خبرې د دوی د ځوریدلو سبب نه کیږي.
۶- بښونکي او لوی اوسئ!
نور دا خبره یوه نمونه شوې، خو ریښتیا همدا دي، له نورو سره هماغسې سلوک وکړئ، څنګه چې غواړی له تاسو سره وشي، هیڅ شی د دې په اندازه تاسو د نورو په وړاندې ښه او ګټور انسان نه څرګندوي.
۷- غوږ ونیسئ، غوږ ونیسئ او غوږ ونیسئ!
ځنې وخت غوږ نیول یوازینی کار دی، چې کولی شو ترسره یې کړو، ستاسو ملګري د دې په لټه کې نه دي، چې د ستونزو لپاره یې په چټکۍ د حل لاره پیدا کړی، بلکه ښایي یوازې غواړي، تاسو په یو څه کې ګډ کړي، کچیرې ستاسو مشورې ته اړتیا لري لمړۍ په پوره پام سره د دوی خبرو ته غوږ ونیسئ او وروسته خپل نظر ورته ووایئ.
۸- څومره چې ترلاسه کوئ، همغومره ورکړئ!
که ملګری مو تل تاسو رابولي، یا تاسو تل د هغوی خواته ورځئ، انډول وساتئ او کله کله خپله کوربه شئ، له دې سره به مو ملګري وویني، چې تاسو هم انډول ساتی، تاسو او ستاسو ملګرتیا ته به پوره احترام وکړي.
۹- خبرې وکړئ!
که د ملګري کوم کار مو ځوروي، ملګری مو ترینه خبر کړئ، دا کار بې له کرکې او غوصې ترسره کړئ، کولی شې داسې یې پیل کړئ: ( ډیره مینه درسره لرم او دا چې د اړیکې ته ډېر ارزښت ورکوم، د همدې لپاره مې وغوښتل چې پوشې، چې یو څه زما د خفګان یا ځورولو سبب شوي. ) او وروسته په احترام او آرامۍ د هغه څه په اړه خبرې وکړئ او د ستونزې د هوارولو لپاره مو نظر ورکړئ، دا کار په ډېره آرامۍ ترسره کړئ، ملګری مو ښايي په لمړیو کې یوه څه پریشانه شي، خو که چیرې هغوی ستاسو اړیکو ته احترام او ارزښت ولري، ستاسو خبرو ته به غوږ ونیسي او په حل لاره کې به له تاسو سره مرسته وکړي.
۱۰- خپل مرزونه وټاکئ!
ځان ډاډمن کړئ، چې د خلکو سره په اړیکو کې مو مناسب حد ټاکلی دی.
د دې ټکي د ښه درک لپاره لمړې شمیرې ته لاړ شئ، کوم خلک چې پیژنی، په بیلو بیلو ډلو کې ځای لري او د هرې ډلې لپاره مشخص حد او مرز رسم کړئ، د مثال په توګه، ملګري مو باید په ټاکلو وختو کې د کور دروازې زنګ ونه وهي ( مګر په بیړني حالت کې) که چیرې د ستړیانیونې او استراحت لپاره ټاکلی وخت نه لری، نو د دې لپاره وخت وټاکئ او ورته ژمن واوسئ، د مرزونو ټاکل د ځان لپاره، د اړیکو او د ځان د ساتنې لپاره تر ټولو غوره لاره ده، نو دا ټکی د مهمو ټکو څخه وشمیری او ورڅخه د اړیکو په ښه والي کې ګټه پورته کړئ او د اړیکو د ښه والي شاهد واوسی.