حسیب الرحمن نورمل
مثبت فکر کول ښه خبره ده، مثبت فکر مو ژوند ته بدلون ورکوي هغه خلک چې له ځان سره مثبت افکار لري هغو تل بریالي وي خو ډېری کسان بیا منفي فکر کوي چې د بریالیتوب په لار کې یې لوی خنډونه جوړي ځینې خو دومره پدې فکرونو کې ډوب وي چې له امله یې خپله روغتیا له لاس ورکوي او په ګڼو نارغیو اخته کیږي.
د منفي ګرا یا منفي فکر لرونکي تل له ساده موضوګانو نه پيچده، له وړو ستونزو نه لویې او له اسنتیاوو نه سختی جوړوي دوي په خپل ژوند کې هر څه غلط نفسیروي. منفي فکر لرونکي تل له ماتې او ستونزو نه ویره لري هغو د همدې وېرې له کبله نشي کولای چې پرمختګ وکړي او خپلو موخو ته ځان ورسوي.
لکه څنګه چې انسان د خپل بقا او پایښت لپاره هوا، څښاک او خوارک ته اړتیا لري همداسې مثبت فکر ته هم اړتیا لري هغه کسان چې افکار نه لري هغوي ژوند نه لري، هغه چې ژوند لري هغوي مثبت افکار لري. د پښتو ادبیاتو پیاوړی ستوری ارواښاد ګل پاچا الفت وايي «ژوند د بدلون نوم دي هغه چې بدلون نه کوي مړه دي» بدلون د افکارو او عمل کار دي په ژوند مو مثبت بدلون هغه وخت شونی دی چې مثبت افکار او عمل ولرو. تر هغه چې له انسان سره منفي افکار مل وي نشي کولای چې خپلو موخو او هیلو ته ورسیږي هغوي تل د فکر تابع وي څه یې چې فکر ورته وویل هغه عملي کوي.
له منفي افکار نه ځان ژغورل کومه ګرانه خبره نه ده، دلته ۲۰ ساده لاروښوونې دي چې په عملي کولو سره یې کولای شو چې په لنډ وخت کې له دې ستونزې څخه ځان وژغورو.
۱: د خدای(ج) عبادت او یادونه وکړئ او تل ورسره په اړیکه کې و اوسئ
۲: مطالعه وکړئ د پیاوړو علماوو، لیکوالانو او ارواپوهانو کتابونه ولولئ.
۳: ځان له يوازېتوب نه وژغورئ هېڅکله ځان ته اجازه مه ورکوئ چې یوازې و اوسئ
۴: په ورځ مو لږ تر لږ له نیم ساعت وخت سپورټ ته ورکړئ.
۵: د هغه ملګري پوښتنه وګړئ چې ډیر مینه ورسره لری که درنه لرې وي ټلیفون ورته وکړئ او د حال پوښتنه یې وکړئ.
۶: په کافي اندازه خوب وکړئ.
۷: له ډیر فکر کولو پرځای ډیر عمل او کار وکړئ.
۸: له خپلې کورنۍ سره په اونۍ یو ځل په چکر لاړ شئ.
۹: له خلکو سره مرسته وکړئ او له هغوی هم مرسته وغواړئ.
۱۰: هیلې مو کمې کړئ او اړینو هیلو ته مو لومړیتوب ورکړئ.
۱۱: د خدای(ج) نعمتونو ته وګورئ او شکر یې اداه کړئ.
۱۲: د خلکو وړو خبرو ته اهمیت مه ورکوئ هغوی د خبرې کوي ته کار کوه.
۱۳: د هغه څه غوښتنه وکړئ چې د لاسته راوړلو وړتیا یې لرئ.
۱۳: تراژیدي کیسې، ناولونه، سندرې او فلمونه مه ګورئ، پرځای یې انګېزه بښوونکي او ګومیډي وګورئ.
۱۵: ژوند مو له نور سره مه پرتله کوئ کوئ.
۱۶: په تېر ژوند مو فکر مه کوئ.
۱۷: د بریاوو شمېر مو وکړئ.
۱۸: دا ومنئ چې په ژوند کې خوښ اوسېدل د هر چا حق دی.
۱۹: د خلکو بې ځایه او وړو خبرو ته ارزښت مه ورکوئ.
۲۰: په ذهن کومو ډایر او ویرې ته ځای مه ورکوئ.
You also might be interested in
لیکنه: حسیب الرحمن نورمل جنګي اسیران هغه نظامي چې په[...]
ژباړه: حسیب الرحمن نورمل ژوند را زده کړل:چې د خوشبین[...]
ټولونه او ترتیب: حسیب الرحمن نورمل (د ګل پاچا الفت[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی