لیکنه: سیدحبیب
نن افغانستان د نړی تر ټولو بې وزلو هیوادونو له ډلې څخه شمیرل کیږي چې د اوږدو کلونو جګړو په
پایله کې زموږ د هیواد اقتصادي سیستم کاملا له پښو غورځیدلی دی، همدا دلیل دی چې نن د افغانستان
بازارونه له وارداتي توکو څخه ډک دي د غیرمنظم اداري جوړښتونو، په اداراتو کې د پراخې بیوکراسی
او اداري فساد، مغلق اداري سیستم او تخصصي ظرفیتونو د لازمې ودې نشتوالی د دولت او ملت تر منځ
فاصله رامنځته کړې او د افغانستان اقتصادي پرمختیا یې له ځند او خنډ سره مخامخ کړې ده.
د دولت د یو مکمل اقتصادي ستراتیژی او انکشافي پلان د نه موجودیت له امله په پراخه پیمانه پانګې له
هیواد څخه فرار کړی دی او همدارنګه د منظم او باوري اقتصادي سیستم د نشتوالی له امله یوه ډیره برخه
پانګه اوس هم په راکد حالت کې قرار لري چې د اقتصادي فعالیت له دوران څخه بیرون پاتې ده.
د کوکنارو د کرنې، قاچاق او تجارت لاهم جدي ستونزه ده نړیوالې ټولنې د افغانستان د کرنیز سیستم د
کمیت او کیفیت د لوړولو لپاره په ملیاردونو ډالرو مرسته وکړه تر څو د کرنیز سیستم د رغونې له لارې د
کوکنارو بدیل پيدا شي چې د دولت د واحدې پالیسی د نشتون په موجودیت نوموړې ستونزه تر اوسه نده
حل شوې پداسې حال کې چې د هیواد ۸۰ فیصده وکړي لا تر اوسه په سنتي ډول په کرنه بوخت دي
افغانستان د ملي عاید تقریبا دریمه برخه د کوکنارو عواید تشکیلوي چې نوموړی عاید د روانې جګړې د
تمویل منبع بلل کیږي.
د تیرو ۱۳ کلونو په جریان کې د نړیوالو ټولنې د پراخه کومکونو او مالي او تخنیکي مرستو سره سره د
افغانستان دولت ونشو کولای چې کرنیزې، ودانیزې، اراضي، صنعتي، د اوسیدنې، بریښنایي زیربناوو ته
توجه وکړي د ناخالص داخلي تولید ۹۰ فیصده د نړیوالې ټولنې کومکونه تشکیلوي یوازینی لار چې
افغانستان کولای شي چې خپله کلنی بودجه پوره کړي د هیواد د زیربناوو د جوړونې او بیاجوړونې چاره
ده چې بدبختانه تر اوسه په دې لاره د دولت پرمختګ صفر دی.
د افغانستان د اقتصادي پرمختیا لپاره لازم فرصتونه او امکانات موجود دي چې له جملې څخه یې یوازې د
اساسي زیربنايی او تاسیساتو د جوړولو امکاناتو یادونه کوو چې که چیرته دولت ورته منظم پلان ولري
نژدې ده چې افغانستان به یوه ورځ د سیمې په یو لوي اقتصادي مرکز باندې بدل شي.
په ملي لومړیتونوبو کې لومړی اقتصادي لومړیتوب د افغانستان طبیعي زیرمې دي چې دلته ترینه د اوبو
څخه لنډه یادونه کوو، د افغانستان نژدې دریمه برخه وکړي د ۷۵ ملیاردو متر مکعب روانو اوبو په
درلودلو سره سره اوس په تیاره کې شپې تیروي چې یوازینی لامل یې د لازم مدیریت نشتوالی دی.
په هیواد کې نژدې ۴۰ فیصد وکړي بیکار دي چې په دې کې پټه بې کاري شامله نه ده که نوموړي
بیکاري په کې شامله شي نو د رسمي ارقامو په اساس د افغانستان ۷۰ فیصد وکړي بیکاره دي، لیدل کیږي
چې د لازم امنیت او ثبات د نه موجودیت له امله هره ورځ د کلي خلک ښارونو ته مخه کړې چې دې
چارې له یو پلوه ټولنیزې ستونزې را منځته کړي او بله پلوه د کلي او ښار تر منځ واټن مخ په زیاتیدو دی
او همدارنګه په مسلسل ډول سره هره ورځ ګاونډي هیوادونه په یو شکل نه په بل شکل زموږ هیوادوال
بیرته را ستنیدو ته اړ کړي چې دولت په دې اړه دوی ته د مسکن ، ښوونځیو، روغتون او کاري فرصت
برابرولو هیڅ پلان نه لري چې د ورځې په تیریدو سره دغه مشکل مخ په زیاتیدو دی چې په حقیقت کې
دغه د باروتو د انبار په شکل دي چې که چیرته ورته لازمه پاملرنه ونشي، لرې نه ده چې ډیره لویه
چاودنه رامنځته شي.
د افغانستان ۲۰- ۲۵ فیصد اوبه په کرنه کې استفاده کیږي او باقي ۵۷ ملیون متر مکعب اوبه د ملیونو
افغانیو په ارزښت ګاونډیو هیوادونو ته روانې دي پداسې حال کې زموږ ګران هیواد پراخه د کروندې وړ
دښتې لري چې د سالم مدیریت د نشتون له امله همداسې ویجاړې دي، دا په داسې حال کې ورځ تر بلې
ورځې زموږ هیواد ژوند د چاپیریال د خرابی سره مخامخ دی، لازمه ده چې دولت باید د یو منظم پلان له
مخې د هیواد شاړې دښتې د وزګارو خلکو په واک کې ورکړي تر څو له یوې خوا د بیکاري سطحه را
ټیټه او له بلې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته وشي.
اقتصادي مرکزیت باید له مرکز څخه څو لویو ښارونو او لیرې پرتو سیمو ته ولیږدول شي تر څو له یوې
خوا غریبه طبقه اقتصادي او مالي مرکزونو ته لاسرسی ولري او له بلې خوا دغه داخلي مهاجرتونه
کنترول شي. او هر کلی ، والسوالی او ولایت په یو اقتصادي مرکز باندې بدل شي او دولت باید د یو منظم
پلان له مخې ټول اداري او مالي واحدونه فعال وساتي او د اقتصادي پرمختګ توازن باید په نظر کې
ونیسي.
د هیواد د اوبو لوی بندونه لا تر اوسه ویجاړ دي، دولت باید د هیواد د لویو بندونو د تمویل د امکاناتو تر
وخته د بريښنا د بندونو او اوبو لګولو په ټولو سیمو کې لومړي کوچنی پروژې تر کار لاندې ونیسي چې د
ټول هیواد د ټولنیز اقتصادي پرمختګ سبب وګرځي تر څو په دوهمه مرحله کې د لویو لویو پروژو د
عملي کولو امکانات برابر شي.
په نړیوالو لومړیتوبو کې د افغانستان د اقتصادي لومړیتوب، په سیمه کې د افغانستان موقعیت دی افغانستان
د سیمې د هیوادونو په یوه ډیره مهمه څلور لارې کې موقعیت لري چې جنوبي اسیا، منځنی آسیا، چین او
اروپا سره نښلوي.
د لاجوردو لویه لاره ده چې د ترکمنستان د باشي ترکمن له بندره تیریږي او د آذربایجان او ګرجستان له
لاري ترکیه او بیا اروپا سره نښلوي تر ټولو لویه اقتصادي لاره بلل کیږي.چې ویل کیږي د نړی یو له
ترټولو لنډو لارو څخه شمیرل کیږي چې هم پټلي او هم د سړک امکانات لري.
دوهمه لویه لاره د د افغانستان، تاجکستان، او ترکمنستان ترمنځ د ریل پټلی ده چې د آقینه بندر، اندخوی ،
شبرغان، مزارشریف، خلم، قندوز او شیرخان بندر له لارې د تاجکستان د پټلیو له سلسلې سره یو ځای
کیږي.
دریمه لویه لار پاکستان او هندوستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د لیږد نل لیکه ده چې
هرات، فراه، نیمروز، هلمند او د کندهار د سپین بولدک له لارې پاکستان ته انتقالیږي.چې د سیمې په کچه
یو له لویو پروژو څخه ګڼل کیږي چې زموږ د هیواد د اقتصادي او امنیتی ثبات لپاره تر ټولو غټه ګړکی
ګڼل کیږي.
څلورم لویه لار د ابریښمو د لارې بیا رغول دي د سیمې او نړی له لویو ترانزیتی لارې په حیث ګڼل
کیږي چې د تاریخي ارزښت تر څنګ د چین او اروپا ترمنځ د پل حیثیت لري.
د افغانستان لپاره ۵ کلنه او ۱۰ کلنه پرمختیایی ستراتیژی جوړه شوه چې اداري مشکلاتو، اقتصادي تمویل
پرته یوازې د کاغذ تر مخ پورې محدوده پاتې شوې په تیرو لسو کلونو کې د هیواد په اقتصادي ډګر کې د
شته پرمختګونو سره سره د ملي اقتصاد د مدیریت د ضعف له وجې لا تر اوسه تولنیز ثبات، اقتصادي
پرمختیا، د پانګه اچونې زیاتوالی، د خصوصي سکتور رشد، کاري فرصت ، اقتصادي ثبات تر لاسه
شوی نه دی.
دولت او ملت دواړو ته لازمه ده د اقتصادي پرمختګ لپاره د ټولو هغو مشکلاتو او خنډونو سره په جدي
ډول او قوي اراده مبارزه وکړي، د راپورونو په اساس افغانستان اوس هم د نړی ترټولو فاسد هیواد دی
اختلاس، له دولتي موقف څخه د دولتی چارواکو سو استفاده، د حکومت مافیایی کیدل او قومی او سمتی
تضادونه په اوس وخت د افغانستان د دولت لپاره تر ټولو لوی خنډونه بلل کیږي .
تروریزم او زموږ په هیواد کې د سیمی هیوادونو نیابتي جګړه تر ټولو لویه ستونزه ده د رسمي راپورونو
په اساس نن په افغانستان کې نژدې سل ډلې وسلوال مخالفین شتون لري چې د هند، پاکستان، ایران،
عربستان، ترکیه او حتی روسیې په لمسون نه یوازې چې د هیواد امنیت له خطر سره مخامخ کوي بلکه د
اوسني حکومت لپاره هغه لوی خنډ بلل کیږي چې حکومت یې په کنترول کې پاته راغلی او په یو ډول نه
په یو ډول د یوې خاصې سیمې د خلکو د ټولنیزې او اقتصادي پرمختک د مخنیوي سبب شوی دی.
د افغانستان د اداري مغلق سیستم، غیرسالم مدیریت او اداري فساد د پروژو د تمویل لپاره د بهرنیو
قرضونو موثریت تر پوښتنې لاندې راوستلی دی، افغانستان د اساسي او زیربنایی پروژو تمویل لپاره په
پراخه اندازه مالي امکاناتو ته اړتیا لري چې د هر هیواد د تمویل شرایط په یو ډول نه په یو ډول زموږ د
ځمکني بشپړتیا، ملي ګټې ، ملي یووالی ته د خطر او نیابتي جګړې لامل کیدای شي چې باید په اړه یې
پوره دقت وشي.