ژباړه : سیف خوستی
دماشومانو اریانووکې پوښتنې، ځیني وختونه میندې او پلرونه په عذابوي. ځيني په دې باور دي چې زیات پوښتونکي ماشومان لږ غیر عادي دي، او د غلیو(چوپ) ماشومانو په پرتله هغوي ښه بولي، خو نه دماشومانو زیاتي پوښتنې کومه غیر عادې موضوع ده او نه هم هغوي ته ځواب ورکول. ددې لپاره چې دماشومانو پوښتنې ځواب کړو، ارواپوهان ځينې لارې چارې راښيې.
ماشومان لکه سپینې پاڼې:
ماشومان د سپیڼو پاڼو(کاغذونو) غوندي دي چې هرڅه له خپل چاپیریال او کورنۍ څخه اخلي او زده کوي یې. کله چې دوي مالومات راټول کړي نو؛ بیا د هغه په باب له میندو او پلرونو څخه پوښتنې پیلوي. څومره چې یو ماشوم خپل چاپیریال ته ډیر ځیر کیږي په هماغه اندازه ورسره پوښتنې ډیریږي. په لومړيو کې ماشومان د هغو شیانو په باب پوښتنې کوي چې ویني یې، خو تر هغه وروسته يې پوښتنې جنجالي کیږي. مثلا: ښه والی څه دی؟ او…
یوه خبره شته؛ تر څو چې ماشومان دلیدونکو شیانو په باب پوښتنې پیل نکړي، دجنجالي پوښتنو لړۍ نه پیلوي.
دماشومانو دپوښتنو لپاره د مور او پلار ځوابي غبرګون زخت ډیر مهم دی او دهغوي په شخصت جوړلو کې پوره اغیزه لري. یو ټکی چې باید مو ورته پام وي دادی چې هغوي ته د دروغو ځواب ورنکړو. کیدای شي ماشومان مو نړۍ ته دخپل راتګ په باب درنه وپوښتي، خو تاسو چې نه غواړی هغوي ته روڼ ځواب ورکړئ، باید ورته ونه وایئ چې موندلی مو دی.
پام مو وي چې تاسو باید د هغو کورنیو له جملې څخه ونه اوسئ چې خپلو ماشومانو ته پدي ډول ځوابونه ورکوي. دا ډول ځوابونه دوه منفې پایلې درلودای شي؛ دمور او پلار دروغ ددې سبب کیږي چې ماشومان مو درباندي باور ونکړي، یا دا چې هغوي پرتاسو د ناپوهانو ګمان کوي او په دې سره مو له ماشومانو سره اړيکه زیانمنه کيږي.
ددې لپاره تر ټولو ښه لاره داده چې په خپله له ماشومانو څخه پوښتنه وکړو، چې دی څه فکر کوي. لومړی باید دده له مالوماتو نه ځان خبر کړو چې څه وایې. کیدای شي دی ځیني ناسم مالومات درکړي؛ نو ځکه خو میندي او پلرونه اړ دي چې د خپلو اولادونو له ذهنونو ځانونه خبر کړي. کله مو چې له دوي نه مالومات ترلاسه کړل، تر هغه وروسته یې غلطی ورسمې کړئ. که دماشوم ځواب مو له باورنو او عقایدو سره په ټکر کې وي، مه یې ښکنځئ. هڅه وکړئ چې په آرامۍ سره ځواب ورکړئ. که مو په زور سره له خپل فکر راستون کړ، دا جنجال به مو ورسره په راتلونکې کې هم دوام وکړي.
هغه ماشومان چې هر څه په خوله کوي:
په لومړیو کې ماشومان دخپل ځان او نورې نړۍ ترمینځ توپیر نشي کولای. کیدای شي هغوي د خپلې او ستاسو دپښې ترمینځ توپیر درک نشي کړای ځکه هغه تر اوسه پوري نشي کولای چې خپله باندنی نړۍ درک کړي. د ماشوم لپاره بهر نړۍ له بیلابیلو خوځیدونکو شیانو څخه ډکه ده چې ددوي لپاره نوي دي، ځکه خو نو ددوي ورپام کیږي او دپیژندلو لپاره هر نوی شی خولې ته وړي.
جنسیتي توپیرونه:
ماشومان جنسیتي توپیرونه له خپلې کورنۍ او ټولنې څخه زده کوي. دوي په دې وخت کې د خپل چاپیریال پېښې کوي. دمور هغه وړوکې لورکۍ چې ددې بوټونه په پښو کوي، دمور پېښه کوي. همدا عمر دی چې ماشومان له خپلې کورنۍ څخه زده کړه کوي. دجامو اغوستل، د ویښتانو جوړل، او نور هغه څه دي چې ماشومان یې ویني او له هغه نه جنسیتي( دنر او ښځې) ترمینځ توپیرونه زده کوي. دا داندیښنې خبره نده. میندې او پلرونه باید ددوي د لا ښه روزنې لپاره له دوي سره خبرې وکړي او پوښتنې يې ځواب کړي.
[review]