ژباړه: احمد جاوید صدیقي
د حیرانتیا خبره نده؛ خو یاد یې کله کله ما په کلکه ځوروي.له ماشوم توبه تر تنکۍ ځوانۍ او له تنکۍ ځوانۍ تر ځوانۍ، د بېوزلې له امله مې پلار تل ماته لیلامي بوټونه اخیستل چې هغه به هم زما له پښو لوی وو.
ویل یې: زویه نشم کولی هر کال درته نوي بوټونه واخلم او ستا پښې هم لوییږي، نو ته باید لوی بوټونه په پښو کړې چې څو کاله کار ورکړي…
کله چې ښوونځي ته تلم، بوټونو مې د “ګړب ګرب” غږونه کول او کله کله به هم په تلو کې زما له پښو یو بوټ ووت، ټولګيوالو به په کړس کړس خندل…او زه له ډير شرمه اوبه کیدم.
د دې لویو لعنتي بوټونو له امله هیڅ کله مې جراات ونکړ چې مینه وکړم؛ ځکه داسې مې انګیرل چې بیا داسې نشي چې د نظر وړ شخص مې لویو بوټونو ته پام وکړي…
اوس د لویو بوټونو له پښو کولو په کلکه نفرت لرم…خپلو ماشومانو ته د هغوی له پښو هیڅ کله لوی بوټونه نه اخلم، غواړم هیڅکله د شرم او حقارت احساس ونکړي.
په هر حال د لویو بوټونو د پښو کولو پېښه د هغه سړي د ژوند رښتینې کیسه ده چې اوس یې خلک شاعر بولي.