لیکنه: حلیم خان
. ⑴ دحمل په دوران کی دموراوپلاررویه•
دښځې لپاره دحمل دوره ډیرتکلیف لرونکي مرحله ده ځکه هغه دمختلفو ذهني،نفسیاتي اوجسمانی بدلونونو څخه تیریږی.
هرکوچنی دالله (ج) له طرفه دانسانیت لپاره یوپیغام دي
هیڅوک په دي باندي علم نه لری چی کوم ماشوم به دوالدينو لپاره دنیکمرغی اوررحمت سبب وګرځي.
نوپه هره ښځه باندې دحمل په دوران کی دالله تعالى شکر اداء کول لازم دی ځکه دکائناتو خالق داشرف المخلوقات دتخلیق لپاره دا انتخاب کړی ده.
دیوی مسلمانی ښځی لپاره دغه دوره دغم اومصیبت دوره نه بلکې دخوشحالې وخت دې.
حامله باید دحمل په وخت کی دهغه څه څخه چی انسان بدرنګه کوی لکه کینه، تکبر، درواغ اوبیځایه بحث کولو څخه ځان وژغوری.
اوذکرالهی اوتسبیح خپل عادت وګرځوي چی دالله (ج) درضا اودکوچنی داصلاح سبب ګرځي.
اودپلار لپاره لازمه ده چی هغه خپلواولادونو ته حلال رزق تلاش کړی
که یی په اولادونوباندی حرام وخوړل نودهغوي څخه دشرافت اونیکۍ امید ساتل نه دی پكار.
⑵ . دشیدی خوړونکي ماشوم روزنه.
له پیدایښت څخه وروسته هر ساه لرونکې دخپلی مورطرفته ته مایل وي
له تجربوڅخه ثابته سوي چي هرماشوم خپله موراومورخپل ماشوم په بوی باندې سره پیژندلای سی.
الله تعالى هري مورته تر دوه کلنۍ پوري ماشوم ته دشيدو ورکولو هدايت کړی دې
همدغه دوه کاله دی چی په هغه کي دتعليم حاصلولوقوت او ذهنې فشار زغملو صلاحیت پیدا کوي.
خوکله چی مورونه شي كولای چی کوچني ته خپلی شیدې ورکړی نودبوتل په واسطه دشيدو ورکولو په وخت کی هم باید ماشوم په خپله غیږ کی ونیسي.
کله چی ماشوم دخبرو کولو کوښښ پیل کوی نولومړې باید دالله (ج) مبارک نوم ورزده کړل شي
اودآذان ږغ ته یی متوجه کوي
کلیمه طیبه، بسم الله، الحمدالله، السلام علیکم اوداسي نوروبابرکته کلمو سره اشنا کړل شي.
دموراوپلارښه چلند په لومړیو دوو اودرو كلونوكې دکوچني پراعصابو باندي ډیره مثبته اغیزه لري.
په همدغه وخت کی دماشوم سره دموراوپلار مثبته رویه اومینه دژوندترپایه قايمه پاته کیږي.
اوکه چیری موراوپلار ماشوم ته توجه اومینه ورنه کړی نوپه ځواني کی ددوی دخدمت مصدرنه شی ګرځېدلای
چی زموږپښتانه اکثره دغه ټکی ته پاملرنه نه کوي.
دماشوم په دماغ کی له نهه کلنۍ څخه تر یوولس کلنۍ پوری مسلسل بدلونونه راځي
له عمرسره سم تعلیم تربیه، چاپیریال، احساس، تجربه، اولیدني دده پراعصابو مهمه اغیزه لري.
⑶ .دخبری کونکې ماشوم تربیه•
کله چی ماشوم دری اوڅلورو کلونوته رسیږي نوهغه هر نوی شې ته دلاس رسي کوښښ کوی چی دخپل استعداد په مطابق هغه ډېرڅه پخپله زده کوی.
په دغه وخت کي ماشوم جسماني غذا زیاتیدو ته ضرورت لری
که چيري جسماني کمزوری ولری نودمختلفو مریضیوشکار کیدای شي.
اوماشوم په دغه وخت کي دخپل موراوپلار خوشحالی اوخفګان ډیرژر محسوس کولای سی
نوباید والدین دماشوم په حضورکی له هرډول خفګان اوجنجال څخه ځان وژغوري اویو مینه ناک چاپیریال جوړکړي.
⑷ ماشوم دلمانځه عادی کول•
دیوی مسلمانی کورنۍ چاپیریال کوچنی له رکوع، سجدې، آذان او لمانځه سره اشناکوی.
که چيري دکورنۍ غړی دلمانځه حفاظت کونکې وی نوماشوم په شعوري توکه هغه دخپل ژوندیوحصه جوړوي.
نووالدینو ته پکارده چي هغوی پخپله دلمانځه کولوپابندې (حفاظت ) وکړي.
⑸ په بدۍ (شوخي) اخته ماشوم سره چلند•
دماشومانود د تربيې په برخه کی ددوی ترمنځ عدل اوانصاف کول اړین دی.
موراوپلار باید دماشومانو په منځ کی بلاوجه فرق ونه کړي.
دارنګه له ماشومانو سره زورزیاتې پرماشوم باندي منفي اغیزه لري.
دزیاتومصروفیاتو سره سره باید دماشوم سره دميني اوتعلق زمینه مساعده کړو ترڅوهغه دیوازیتوب اولا تعلقې احساس ونه کړی
اوله منفي چال چلند څخه راوګرځي.
⑹دماشومانو ترمنځ عدل•
زموږپه ټولنه کي یورواج دی چي والدین دخپلو اولادونو ترمنځ فرق کوي
کوم ماشوم چي ښائسته، زهین اوصالح وي هغه ته زیاته توجه ورکوي اوبدرنګه اوناصالح ماشوم نظر اندازه کوی یی چي په نتيجه کي یی ډيرې ستونزې رامنځ ته کیږي
همدغه ماشوم دادم توجه شکارکیږی اوخپل هدف ته په رسیدو کي ناکامه کیږي.
نووالدین باید خپل ذهن داسی جوړکړي چي دده اولادونه دده لپاره يوشان دي
اوخپل کمزوري ماشوم ته زیاته توجه ورکړي چي په نتیجه کی به یی محبت ددواړو په شان کی یوشان سي.
داولاددبالغ کیدو وروسته والدين باید خپل اولادونو ته دتعليم او تربیې زمینه مساعده کړي.
اووالدینو ته پكار دي چی دمعیارمطابق اولادونوته پروخت دمعیارمطابق ودونه وکړی
کوم معیار چی الله اودهغه رسول ټاكلی دي
ومن الله التوفيق