لیکوال: مارتین هشت
ژباړن: حمیدالله حمیدي
ډالۍ هغه دود یا رواج نه دی، چې یوازې د اختر په ورځ ورکول کیږي.
ډالۍ د دې لپاره هم نه ورکول کېږي، چې مقابل کس حیران او خوشاله کړي؛ بلکې ډالۍ د دې لپاره ورکول کېږي، چې تاسو له مقابل کس سره څمره مینه لرئ، قدرداني یې کوئ او مننه ترې کوئ، هغه هم په داسې ډول، چې مقابل کس یې له تاسو انتظار ونه لري! که وکولای شو د ډالۍ په ورکولو سره د خپل زړه نیت مقابل کسته ور انتقال کړو په اصل کې به مو د مقابل کس زړه هم لاسته راوړی وي دا مهه نه ده، چې ډالۍ څمره ارزښت لري.
په ټوله کې هر څوک له ډالۍ ورکولو او ډالۍ اخیستلو ځانګړې خاطرې لري. په زړه پورې او جالبه خبره ده تر څو پوه، چې ځینې وخت ډالۍ ورکول له ځانه سره منفي خو ډېرې مثبتې پایلې هم لري، لکه غوسه، تحقیر، بې احترامي، د خوښۍ احساس، غرور، احترام او له ډالۍ ورکوونکي سره د زړه نېږدې والی.
ډالۍ ورکوونکی له هغه وخته، چې ډالۍ پېري بیا تر هغې، چې ډالۍ ورکوونکي ته یې سپاري تر یو ډول فشار لاندې وي، دوی له ځانه سره فکر کوی، چې ایا دا ډالۍ به د مقابل کس د خوښې وړ وګرځي که نه؟ ایا زما ډالۍ به غوره وي او که د نورو؟
کله، چې ډالۍ تر لاسه کوئ، ښه خبره داده، چې په پوره احترام، مننې مینې او احترام سره یې قبوله کړئ، کېدای شي دغه ډالۍ ستاسو په درد ونه خوري!، خو ښه به دا وي، چې تاسو د ډالۍ ورکوونکي زړه ماته نه کړي او له ډالۍ یې د زړه له کومې مننه وکړئ.
کله، چې ډالۍ ورکوئ باید پوه شئ…
۱- که مخکې له مخکې هغه چاته، چې ډالۍ اخلئ په دې اړه یې نظر واخلئ ښه خبره ده او په پوره ډاډ سره به مو ډالۍ اخیستې وي.
۲- که نه شئ کولای د مقابل کس نظر واخلئ، چې کوم څه یې د خوښې وړ دي، او یا غواړئ مقابل کس سفرایز او حیران کړئ، د هغوی لپاره مو قېمتي ډالۍ په نظر کې نیولې وي، داسې ډالۍ ورته واخلئ، چې له دې لوړې بیې سره سره د بېلګې په توګه جامې وي، په دوی باندې جوړې نه وي بدلې یې کړای شي او یایې و پلوري. دغه راز کولای شئ، په کومه اندازه پیسې مو، چې د ډالۍ د اخیستلو لپاره ورته په پام کې نیولې دي په یوې ښایسته جبې کې ځای پر ځای کړي او دوی ته یې ډالۍ کړې. په دې کار سره به مو دی ته د خپلې خوښې د وړ شي د اخیستو زیات چانس ورکړی وي.
۳- له ډالۍ اخیستو مخکې د مقابل کس خوښه او ذوق په پام کې ونیسئ، داسې څه ورته ډالۍ کړئ، چې هم دوی خوشاله شي او هم تاسو له ډالۍ ورکولو خوند واخلئ.
۴- د ډالۍ بسته بندي ډېره اړینه ده. ډېری کسان، خپله ډالۍ په پوره شوق او زذوق سره بسته بندي کوي، چې له اصلي ډالۍ څخه یې مقابل کس په ښایسته پوښ زیات خوښېږي.
۵- تر ټولو غوره او مهم ټکی په ډالۍ ورکولو کې دا دی، چې، که مقابل کس موږ ته هم ډالۍ راکوي، نو زموږ ډالۍ د دې سبب نه شي، چې د هغه له وسه پورته خبره وي. د بېلګې په توګه، که موږ خپل دوست یا ملګري ته یوه قیمتي ډالۍ په پام کې نیولې وي، خو مقابل کس بیا د داسې ډالۍ اخیستو توان لري، نو که چېرې له دې ډول حالت سره مخ کېږئ، ښه خبره داده، چې د مقابل کس له توان سره سمه ډالۍ ورته په پام کې ونیسئ ترڅو دوی هم په اسانۍ وکولای شي له خپلې وسې سره سم تاسو ته هم ډالۍ تیاره کړي نه داسې، چې د مقابل کس د یوې میاشتې تنخوا ستاسو په یوې ډالۍ مصرف شي.
ګرانه لوستونکیه: کله، چې په یوه غونډه او یا هم یوه محفل کې ډالۍ تر لاسه کوئ ښه ده، چې ډالۍ له ځانه سره وساتئ. له هر یوه څخه ځانګړې مننه وکړئ. ځکه که تاسو په ټول مجلس کې ډالۍ وسپړئ کېدای دلته د ډالیو د پرتلې خبره مطرح شي او ځینې کسان په خپله ډالۍ ورکولو پېښمانه او یا هم د خفګان او بې وسئ احساس وکړي.