لیکنه: هارون همت
په ستونزو کي غرق ملت بیله دې چي ژمنو ته هیله ونلري نو څه وکړي؟ په تیرو ۱۴ کالونو کي موږ د تش په نوم ژمنو کي قوي دولت ډير خطاایستلي يو او دا لړۍ لا روانه ده چي موږ یا کندهاریانو ته ژمني د دولتي لوړپوړو چارواکو لخوا راکول کیږي په داسي حال کي چي دوی (دولت) ښه پوهیږي چي دغه کار يې په وسه پوره نه دی یا نه. خو ولسمشر اشرف غني چي کومي ژمني د خپل رسمي سفر پر مهال د کندهاریانو سره وکړې زه تر ډیره ورته ورته هیله مند یم، خو باور نه سم کولای چي عملي دي سي ځکه چي داسي ژمني بیخي ډيري زموږ سره سوي دي.سره له دې چي عملي سوي نه دي بلکي د کومو ستونزو د حل له پاره چي ژمني سوي دي هغه ستونزي تر هغه پخواني وخت هم ډيري سوي دي. زموږ اولس په دې خاطر ورته خوشبینه دی چي بله چاره نه لري همدې کسانو ته يې د باور رایه وکړې ده. او دولت چي هر وخت دخلکو ستونزي اوریدلي دي بیا يې په ښه غور سره فکر نه دی ورباندي کړی په هغه کړی يې خلکو ته د حل ژمنه ورکړې خو د وخت په تیریدو سره يې بیا پیاد هم نه وي. فقط په هغهمه ځای کي يې په یوه غوږ واوري تر بل غوږ يې وبا سي او په دې کار سره ښکاره خبره ده چي د دولت او ملت تر منځ فاصله هم رامنځته سي . او بله مهمه خبره داده چي زما اولس نور ستړی دئ، روان غمونه نه سي زغملای ، اولس تبا دئ، اولس ټوک ټوک دئ، اولس کنډو کپر دئ، اولس په وینو کي لمبیږي، اولس مو هره ورځ د کورنۍ خواږه غړي په بې رحمانه توګه د لاسه ورکوي، اولس مو د بل د شومو اهدافو ښکار دئ، اولس مو له تعلیمه بې برخي دي، اولس مو د اقتصادي ستونزو سره مخ دی اولس مو له روغتیايي خدماتو بې برخي دي او داسي نور ډیر مسایل دي، چي زموږ اولس ورسره لاس او ګریوان دي خو زه دخپلو محبوبو مشرانو څخه غوښتنه کوم چي نور موږ په تشو ژمنو مه غولوی کومي ژمني چي راسره کوی عملي يې کړئ دخپلو خلکو باور پر ځان ډیر کړئ خپل اولس دخپله ځانه مه بېګانه کوئ په احساساتي حالت کي زموږ سره ژمني مه کوئ زه د خپل ګران او محبوب ولسمشر څخه غواړم چي زموږ دغه منفي روحیه په مثبته را بدله کړي او دخپل ولسمشر څخه غواړم چي نور د خداي لپاره په خپل دغه کړيدلي، ځورېدلي او در په دره ولس رحم وکړه او خپلو ژمنو ته د عمل جامه واغونده د عمل په ډګر کي اولس ته ثابته کړه چي دوی ته د خدمت کولو لپاره سیاسي قوي اراده لرې، د خلکو لپاره د هیلو او اومیدونو دروازې د راتلونکي لپاره پرانیزې، سيستم جوړ کړه، اوسنی ناورين کنټرول کړه، له هیواده بهر نورو هیوادونو ته د خلکو د تیښتي مخنیوی وکړه، خلکو ته کار ورکړه، او بلاخره راسه خلکو ته په رښتیني توګه ووایاست چي د ناامنۍ علتونه څه دي؟ د پردې تر شا څه لوبه روانه ده؟ تر څو خلک هم پوه سي او یا هم کم تر کمه تاسي درک کړلی سي. خو که چیري دا کار و نه کړې نو ستا او د اولس تر منځ به مو واټن زیات سي، خلک به تاسي یوازي پریږدي او بیا به تاسي افغان اولس او د افغانستان تاریخ ته مسول او جواب ویونکی وواوسی.