لیکنه : ډاکټر ابراهیم شینواری
لکه چې وویل شول، له زېږېدو څخه تر شپږو میاشتو پورې ماشوم ته یوازې د مور شیدې بهترین او کافي خواړه دي، خو تر هغه وروسته د مور شیدې یوازې د ماشوم د خوړو اړتیا نه شي پوره کولی. باید دې ماشومانو ته د مور د شیدو له دوام سره یو ځای نور بشپړونکي خواړه پیل شي. البته پر دې ټینګار ضرور دی چې د مور شیدې دوام وکړي، ځکه د مور شیدې لا هم د دې عمر د ماشوم د ضرورت وړ انرژۍ یوه لویه برخه پوره کوي.لیکنه: ډاکټر ابراهیم شینواری
نور خواړه چې ماشوم ته پیل کېږي،ځکه ورته بشپړونکي یا ملګري خواړه ورته ویل کېږي چې د مور شیدې اساس او دا نور خواړه یې ملګري دي.
دا عمر د ماشوم د ودې او انکشاف یو تر ټولو مهم وخت دی. ماشوم د زېږېدو پر مهال معمولا ۲۰ انچه وي، تر یو کلنۍ ۳۰ اوتر دوه کلنۍ پورې ۳۵ انچو ته رسېږي، یعنې پدې دوه کلونو کې یې لوړوالی نږدې دوه چنده زیاتېږي.
که د ماشوم په تغذیه کې غفلت وشي، نو د ده د سوء تغذي سبب کېږي. د نړۍ له دروو څخه یو ماشوم پدې عمر کې په سوء تغذي اخته کېږي، البته د ویټامینونو د کمښت ستونزه یې تر دې هم زیاته ده. که څه هم د امیندوارۍ پر مهال د مور ناسمه تغذیه او میکروبي ناروغۍ د دې سوء تغذیې په منځ ته راوړو کې برخه لري، خو ماشوم ته د با کیفیته او پوره بشپړوونکو خوړو، نه پیلول او په میکروبي ناروغیو اخته کېدل یې پر سؤتغذیي د اخته کېدو مهم فکټورونه دي.
د بشپړونکو خوړو په پیلولو کې ځنډ، یا یې ډېر مخکې پیلول، کمه یا زیاته اندازه خواړه ورکول، کیفیت او پاکوالي ته یې پام نه کول او په ورځ کې د خوړو کافي دفعات نه مراعاتول پدې برخه کې د ستونزو نور مهم فکتورونه دي. که باکیفیته خواړه په ناکافي اندازه وي او که د کم کیفیت لرونکي خواړه تر حده ډېر شي، دواړه ماشوم ته پوره ګټه نشي رسولی. زیات مقدار او کم کیفیت د ماشوم معده ډکوي او د مور د شیدو ځای نیسي، خو ارزښت یې کم او د ماشوم اړتیاوې نشي پوره کولی. لدې څخه دا مهمه نتیجه راوزي چې پدې وخت کې د ماشوم د باکیفیته غذا ضرورت له حده ډېر او د معدې ظرفیت یې ډېر کوچنی دی، نو هغه خواړه چې د مور له شیدو سره ماشوم ته پیلېږي، باید ډېر باکیفیته او ښه وي.
بله مهمه خبره دا ده چې ماشوم ته د خوړو په تیارولو او ذخیره کولو کې د پاکوالي د مراعاتولو فوق العاده احتیاط پکار دی چې ماشوم په میکروبي ناروغیو او تسمم اخته نکړل شي.
د مور تغذیه، او هغې ته د مناسب سلوک بدلولو د زده کولو او پلي کولو په باب مرسته هم ډېره مهمه ده. د ماشوم د خوراکي اړتیا اندازه پدې موده کې ډېره ژر ژر بدلېږي او مور باید دې ته اماده وي چې د ماشوم د اړتیاوو او غوښتنو سره سم خوراک ورکړي او په عین حال کې پرې خپلې شیدې هم ونه دروي.
د دې عمر ماشوم ته باید هغه واکسینونه په هیڅ صورت هېر نه شي چې ورکول یې ضرور دي، لکه د شري واکسین. همدا راز هر کال دوه ځل د لوړ ډوز ویټامین ای کپسول باید ورکړل شي.
په وروستیو وختونو کې د تغذیې پوهانو او کارکوونکو د ډېرو زیاتو څېړنو او تجربو څخه دا سپارښت کړی دی چې د ۶ – ۲۴ میاشتو ماشوم ته دې د څو ګونو ویټامینونو او منرالونو پوډر ورکړل شي. ځکه د دغه عمر ماشوم د ویټامینونو او منرالونو اړتیاوې دومره ډېرې دي چې که هر څومره با کیفیته خواړه ورکړل شي، نو د ماشوم په کوچنۍ معده کې په هغه اندازه ضروري غدایي مواد نشي ځاییدای، چې د ده اړتیاوې پوره کړي.
د څو ګونو ویټامینونو او منرالونو پوډر په یوه وړه پوڼۍ کې جوړ شوي دي چې تر ۱۵ پورې ضروري ویټامینونه او منرالونه پکې شته. پوډر د ماشوم په خوړو پاشل کېږي او بیا ورکول کېږي چې د ماشوم د بدن او ذهن د ښې ودې او د مهارتونو له انکشاف سره مرسته کوي. پدې باب د غني شوو خوړو په برخه کې پوره تشریح ورکړل شوې ده.
بشپړوونکي خواړه بايد:
په خپل وخت پېل شي(timely): یعنې کله چې ماشوم شپږ میاشتنی شي، باید د مور پر شیدو سربېره نور خواړه ورته پیل شي.
مناسب و (Appropriate): په مناسبه اندازه وي، د عمر سره سم په ورځ کې څو ځله ورکړل شي، نیمه جامد او جامد وي (ډېر مایع نه وي، ځکه د اوبلنو خوړو ضروري مواد کم وي او که اندازه یې زیاته شي، د ماشوم په معده کې نه ځایېږي)، او د خوړو بېلابېل ډولونه وي.
خواړه په مصئون ډول تيار شي (Safe) : یعنې پخپله خواړه، د تیارونکي شخص لاسونه، د خوړو لوښي، د خوړو تیارولو ځای او د خوړو سامان هر څه پاک وي. پدې ډول به د میکروبونو دسرایت مخه ونیول شي.د خوړو د ساتنې په باب پوره معلومات وروسته راځي چې په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره ډېر مهم دي.
د عمر سره مناسب وي (Age Appropreate): ماشوم ته باید د ۶ او ۸ میاشتو په منځ کې د ورځې ۲ ځل بشپړونکي خواړه ورکړل شي. په ۹-۱۱ میاشتو کې ۳ ځل، او په ۱۲-۲۴ میاشتو کې تر ۵ ځلې زیات ورکړل شي.
یوه ډېره مهمه خبره دا ده چې د بشپړونکو خوړو لپاره ټاکل شوي ماشومان تر دوه کلنۍ (یا ۲۴ میاشتني)عمر پورې دي، خو د مور شیدو ته دې تر دغه عمر وروسته هم د نورو خوړو په څنګ کې دوام ورکړل شي.
کوم خواړه بايد د دغه عمر ماشوم ته ورکړل شي؟
- د مور شیدې (ټول ضروري خوراکي مواد لري)،
- حبوبات یا له غنمو، وریجو، جوارو او نورو ورته موادو څخه تیار شوي خواړه (پروټین، شکره، ویټامینونه او منرالونه لري).
- ریښې لکه کچالواو نور نشایسته لرونکي خواړه (چې انرژي لري).
- حیواني خواړه لکه ځیګر، سره غوښه، چرګ، ماهي، هګۍ (چې پروټین، ویټامینونه او منرالونه لري).
- شیدې او د شیدو محصولات لکه، پنیر، مستې (چې پروتین، ویټامین او منرالونه لري).
- د شنو او نارنجي پاڼو لرونکي سابه لکه پالک، براکولي، کدو او خواږه کچالو (چې ویټامین او منرالونه لري).
- لوبیاګانې او دال لکه دال نخود، نسک، مۍاو دوی ته ورته خواړه (چې د منځني کیفیت پروټین او انرژي لري).
- غوړي لکه د جوارو غوړي، د سویا غوړي، کوچ، (انرژي لري).
- تخمونه او مغزیات لکه د کدو، افتاب پرست، هندوانې او نورو ورته خوړو زړي. (چې انرژي لري
د بشپړونکو خوړو په باب د لا ښه پوهېدو لپاره لاندې جدول مرسته کولی شي:
د ماشوم عمر | د مور له شیدو څخه ضروري انرژي | له بشپړونکو خوړو څخه ضروري انرژي | د خوړو شکل | د خوړو دفعات | په هر ځل کې د ماشوم لپاره د ضروري خوړو اندازه |
۶-۸ میاشتې | ۴۰۰ کیلو کالوري (په ۲۴ ساعتونو کې) | ۲۰۰ کیلو کالوري (په ۲۴ ساعتونو کې) | ټینګ حلوا ډوله، ټکول شوي خواړه | په ورځ کې ۲ – ۳ ځلې. د اشتها په صورت کې ۲ – ۳ ځل ذوقی خواړه. | ۲-۳ کاشوغې ورته پیل او د یوې ۲۵۰ سي سي پیالې نیمي ته ورسوئ. |
۹-۱۱ میاشتې | ۴۰۰ کیلو کالوري
(په ۲۴ ساعتونو کې) |
۳۰۰ کیلو کالوري
(۲۴ ساعتونو کې) |
ټینګ خواړه چې ماشوم یې پورته کړی شي | په ورځ کې ۳– ۴ ځلې. د اشتها په صورت کې ۲ – ۳ ځل اضافی خواړه. | د یوې ۲۵۰ سي سي پیالې نیمایي. |
۱۲-۲۳ میاشتې | ۴۰۰ کیلو کالوري
(په ۲۴ ساعتونو کې) |
۵۵۰ کیلو کالوري
(په ۲۴ ساعتونو کې) |
کورني خواړه خو ټینګ | په ورځ کې ۳– ۴ ځلې.
د اشتها په صورت کې ۲ – ۳ ځل خوش خوره خواړه. |
د یوې ۲۵۰ سي سي پیالې له څلورو درې برخې یا ټوله پیاله. |
ماشوم ته باید داسې خواړه ورکړئ چې په یو ګرام کې د ۰.۸ څخه تر ۱ کیلو کالوري ولري. دلیل یې دادی چې د ماشوم معده ډیره وړه، ضرورت یې ډیر زیات دی. نو ځکه باید ټنیګ (جامد او نیمه جامد) له انرژۍ ډک خواړه ورکړل شي. مانا دا چې له اوبلنو خوړو څخه یې معده ډکه نشي.
نورې ارزښتمنې خبرې دا دي:
خواړه باید له انرژۍ، پروټیني موادو او ویټامینونو/ منرالونو (په ځانګړې ډول له اوسپنې، زنک، کلسیوم، ویټامین ای، ویټامین سي او فولیت) څخه ډک وي، بې له مسالو او د کمې مالګې لرونکې وي، خو مالګه یې باید ایوډین لرونکې وي، خواړه باید داسې وي چې ماشوم ته یې خوړل اسان وي او د ماشوم د خوښې وړ وي. تر یو کلن کوچني ماشوم ته شات (عسل) مه ورکوئ، د ځېنو میکروبونو سپور لري او په ماشوم کې د خطرناک تسمم سبب کیدای شي.
له شپږو تر ۲۴ میاشتو عمر د ماشوم د بدني ودې او ذهني انکشاف له مهمترینو دورو څخه دی. که د مور شيدې او پوره خواړه ورکړل شي، مرسته ورسره کوي چې د خپلې ودې او انکشاف وروستني پوټنشیل ته ورسېږي او که غفلت وکړو، نو د ماشوم په وده او انکشاف کې داسې زیانونه رامنځ ته کېږي چې بېرته نه راګرځي، حتی که وروسته د نړۍ تر ټولو بهترین خواړه هم ورکړو او بهترین شرایط ورته برابر کړو. دا دوره د فرصت د هېندارې یوه مهمه برخه ده. باید اعظمي ګټه ترې واخلئ.
د ۶ تر ۲۴ مياشتو ماشوم ته د تعذيې او نورو تدابيرو لنډيز
له شپږو تر ۲۴ میاشتو عمر ماشوم ته د مور شيدې پوره پوره ورکړئ. د مور پر شیدو علاوه نور ډول ډول خواړه او مایعات هم ورکړئ. د ناروغۍ په صورت کې يې ژر درملنه وکړئ. واکسینونه یې په هیڅ صورت مه هېروئ. هر کال دوه ځلې د لوړ دوز ویټامین ای کپسول ورکړئ. متوجه اوسئ چې په خوړو کې ایوډین لرونکې مالګه استعمال کړئ. د ودې او انکشاف د نظارت لپاره یې نژدې کلینیک ته بوزئ . |