لیکنه: اسدالله الفت
اتلسمه برخه
تر ټولو لرغوني لاسوند ،چي موږ ته د ډيپلوماتيکي څانګي د رامنځ ته کيدو کيسه کو ي .په ايلياد کي د يوناني شاعر هومر شعرونه دي .دغه شعرونه د دهلن د تښتوني په کيسه کي د هغه د راخلاصون لپاره د يوپلاوي ليږولوته اشاره کو ي د دغي افساني او لرغوني يونان د واقعي تاريخ څخه معلوميږ ي،چه په يونان کي به دوو بيلابيلو ټولنو تر منځ کله کله د ډيپلوماسۍ پويسله دځانکړو استازيو په سبب ځيني برخوردونه کيدل خو عام نه وه ،ځکه د يونان ښارګوټو ( )اوسيدونکي د سخت ناسيوناليستي فکر لرونکي وه . اوپه دي ډول به د هر ښار اوسيدونکو د خپل ګاونډي ښار اوسيدونکي خپل دښمنان ګڼل او هر رامنځ ته سوي اختلاف به ډير ژر په جګړي بدليده ،خود دې ټولو سره سره بياهم يونان نه يوازي تر ممکني کچي پوري د ډيپلوماسۍ څخه ګټه وکړه ، بلکه د ډيپلوماتيکو اړيکو په رامنځ ته کولو کي يې هم د پام وړ پرمختګ وکړ اوپه دي اړه يې ځيني قاعدي هم رامنځ ته کړي . د بيلګي په توګه د اتن د ډيپلوماسۍ استازي اړ وه چي په يو بل هيواد کي د اتن هيواد د پلاوي له خوا يو باور ليک د ځان سره ولري او که د دې پرته يې نسبي ادعا کوله ، نومجازات کيدل به ، همدارنګه د اتن هر سفير به چي د خپل ماموريت د محل دريس څخه کومه ډالي اخيستي وه ،نو د خپل هيواد د پلاوي له خوا به په نښه کيده ،تيماګواراس ،چي داتن له خوا لومړي پاچا اردسير ته استول سوي وه .کله چي يې د هغه څخه ډالي واخيسته ،نو په بډو اخيستنو تورن سو . همدارنګه مشهور خطيب دموستن ،چي کله په مفدوينه کي ديونان سفير وه ، هم د فليب مندوني څخه د بډو د ډالي په اخيستلو تورن سو ،د دې بر عکس کله چي کوم استازي د خپل ماموريت څخه بريالي بيرته خپل هيواد ته راستنيدل ،نو دلته به په ځينو امتيازاتو نازول کيدل .په همدغه وخت کي د قونسلي يا قونسلګري بنسټ په يونان کي کيښودل سو . خو د روم او اروپا قونسلګريو په خلاف په يونان کي د قونسلګريو مامورين خپله يونانيان وه ، چي د بهرنيو اتباعو د ستونزو د حل لپاره ګومارل سوي وه . د هغه ټولو پرمختګونوسره سره چي په ډيپلوماتيکو اړيکو کي اتن تر لاسه کړي وو ،بيا هم د يونان ډيپلوماسي د پريکلس د واکمني پر مهال پرته بريالي ډيپلوماسي نه وه . او دا ځکه چي د اتن په ديموکراسۍ کي شخصي نوښتونو ته دومره ځاي نه وه ، چي استازي دي وکولاي سي د نورو دولتونوسره په اړيکو کي خپل استعدادونه ښکاره کړي . زياتره استازي به د سياسي جرياناتو ، د راپور راوړلو او يا هم په خپله د اتن سره د يوه دولت د مذاکراتو په اړه استول کيده ، چي دغو مذاکراتوبه زياتره ډير وخت نيوه ، کله کله به د اتن په مشورتي مجلس کي بحثونه دومره اوږده سول چي خبره به جنجال زيږونکوحسابواو عوامو لرونکو ويناوو ته رسيده . د دې بحثونوپه اوږدوکي به استازي ته د يوي موثري ډيپلوماسۍ څخه دګټي واک نه ورکول کيده . خو د دې سره سره هم د اتن ديموکراسي د ډيپلوماسۍ لپاره پرمختللي بنسټونه رامنځ ته کړي دي .د موستن ،چي خپله يو مهال سفير وو ،د اتن په مجلس کي يې د غړيتوب پر مهال په مقدونيه کي د اتن په سفير د فساد او د نرم چلند ادعا په پاڼه کي وليکل (چي سفير جګړايزي کښتې اومسلحه قواوي په واک کي نه لري ، د هغه موثره اصلاح د هغه د خپلي خبري او د هغو فرصتونو څخه ګټه اخيستنه ده ، چي مخي ته ورته راځي . د ښه مذاکراتو لپاره ښه فرصتونه اتفاقي او ژر تيريدونکي وي ، که چيري کومه تيروتنه پکي وکړي بيرته نسي جيبرانيدلاي ،په همدي ادعا پاڼه کي موسټن د اتن مجلس د غولونکوبحثونوپر اوږدولو او علاقه نه درلودلو تورن کړ .پخواني روم ونسوکولاي چي د نور و ملتونو لپاره د ډيپلوماسۍ په اړه کوم ارزښتمن ميراث د ځانه څخه پريږدي ،ځکه چي روميان يو مغروره ملت وو ،او نور ملتونه يې د ځان څخه کم ګڼل ، تل به په دي هڅه کي وه ،چي خپل سياست او غوښتني په نورو ومني ، د روم چلن يوازي پر نورو بهرنيو ملتونو د خپلو غوښتنو منل وو ، د هر ي لاري چاري چي شوني وي ، حتي د جګړي له لاري څخه هم ،خو مذاکري او خبرواترو ته پکښي ځاي نه وو،ريشلوپه خپله وصيت نامه کي داسي ليکي : دبهرنيواړيکو دوامداره خبري اتري Negotiation .permanents لپاره نصيحت کوي .
هغه دوامدراه ډيپلوماسي او سفارت خاني دي چي د هغه څخه وروسته څو نورو ارو پايې هيوادونو د يوبل په مرکزونو کي سفارت خاني جوړ ي کړي ، د دغه دوري سفيرانو مقررول او د سفارت خانو تاسيس د نوي عصر څخه وروسته دغه انحصاري اړيکي چۍ د مسيحي او اروپا په ډول وي ،دغه وخت اکثره دولتونو سلطنتي بڼه درلوده . سفيرانو د پاچاهانو استازيتوب کاوه ،او د هغوي لخوا څخه انتخابيدل ،هغه وخت اړيکي خصوصي او فردي وي .که څه هم اړيکي په ښکاره ډول دوستانه وي ،مګر داړيکو شاته دسيسي ،توطيې موجودي وي .
پدي دوره کي معلومو قواعدو وجود نه درلود چي د ټولو هيوادو د سفيرانو لپاره د قبول وړ وي . د سفيرانو احترام او مصونيت په هيوادونو کي فرق کاوه ،پدي خاطر د سفيرانوپه اړه ډيرو محدودوسفيرانو په مرکز کي اقامت درلود ،شخړي د تقدم (وړاندي والي )سره سره چي تشريفات او احترامات د سفيرانو په منځ کي موجود وه ، د راستول سوي دولت او قبول سوي دولت لخوا په وجود راتله .