د لومړیتوب پيل له ډيرو هیلو، موخو او ډيرو اندېښنو سره وشو، په پښتو ژبه د نیټ په نړۍ کې یو نوی ګام و، داسې ګام چې تر دې دمخه چا ازمویلی نه و، په پښتو ژبه ادبي او خبریز سیاسي سایټونه په نوم د خدای ډير ول او ښه ډير لوستونکي او لیدونکي یې درلودل خو د یوه ځانګړي پوهنیز سایټ ځای تش و، دا یوه تشه وه چې ډکول یې اړین ول، سره له دې چې پوهیدو دا یوه اړتیا ده خو اندېښنه مو په دې کې وه چې زموږ هیواد دا ۳۸ کاله کیږي چې د سیاسي، ژبنیو، خبري او وسلوالو جګړو ډګر دی، دلته هره رسنۍ د همدغو جګړو د پېښو په خبراوي، انځورونه ، د ځوانانو په پارونه او په ادبي موضوعاتوخپله لار وهي، زموږ ځوان کهول یواځې په جګړه ایز، سیاسي او ادبي لوست روږدی شوی دی او په همدغو توکو د خپل لوست تنده ماتوي، نو څه رنګه کولای شو چې د داسې یو ځوان کهول چې په جنګ کې پېدا او ځوان شوی دی او هره ورځ د جګړې او نورو ټولنیزو ناخوالو او نابرابریو لسګونه خبرونه اوري او لولي، د داسې یو ځوان کهول ذهن او فکر څه رنګه له جګړې، سیاسي ناندرواو لانجو نه د پوهنیزو، مسلکي او ښوونیزو لیکنو لوست ته راوبواو او بیا دی وهڅو چې دا وړ لیکنې خپله وکړي، دا په ریښتیا یوه سخته چاره وه ځکه خو اندېښنې لږې ځواکمنې ښکاریدې. هغه څه چې په دغو اندېښنو زموږ فکر بر کاوه هغه زموږ کلک ویلاړ و او دغه ویلاړ و چې له ټولو ستونزو او اندېښنو سره سره مو یو کال دمخه د لومړیتوب سایټ خپرونې د یوې متحدې ادارې په مټ پيل کړې. له خوښیو، هیلو تلوسو او اندېښنو ډکې شیبې یو په بل پسې واوښتې، ساعتونه شول او ورځې شوې، ورو ورو هیلو وزرونه وښورول او اندېښنې په تېښته شوې، لومړیتوب لوستوال او مینه وال وموندل، د هرلوستونکي په زیاتیدو مو په ځوانانو کې د پوهې کچه او له پوهې سره مینه ارزوله او هیلو مو غوټۍ سپړلې.
هغه مهال چې لومړیتوب مو پيلاوه، د علمي لیکنو لپاره لیکوال موندل هم یو ستونزمن کار و خو له ښه مرغه په دې وتوانیدو چې د یو شمیر ځوانو لیکوالو په مرسته د لومړیتوب د ژوند ورځې اوږدې او د یو شمیر لوستوونکو پام ځانته راواړوو، په دې برخه کې د نظیم سمون، شفیق امیر زي، ګل رحمان رحماني، حبیب وقار،نذیر سهار، ایمان او ځینو نورو ځوانو لیکوالو د ملاتړ او هلو ځلو یادونه کولای شوو، لومړیتوب به تل د دوی د دغه ملاتړ احسانمند وي.
د لومړیتوب له پیل دمخه مو د لومړیتوب لپاره څو غټې موخې په ګډه وتاکلې:
۱ـ ژباړې ته د ځوانانو هڅونه.
دا د لومړیتوب له لومړنیو او سترو موخو څخه ګڼلی شو، سره له دې چې دیوه سایټ په مټ په یوه ځوان کهول کې بنسټيز بدلون لږ ستونزمن دی، خو لومړیتوبوالو داسې انګیرله چې که موږ ونشو کړای چې ځوانان پوهنیزو، ښوونیزو او مسلکي لیکنو او کتابونو ژباړو ته وهڅوو لږ تر لږه به مو دومره کړي وي چې د لوستو ځوانانو پام به مو دغې برخې ته اړولی وي، ځکه خو موږ په هیڅ ژباړه کې له ژباړونکي نه د ماخذ غوښتنه نه کوله ، دا ځکه چې زموږ موخه له نورو ژبو نه پښتو ته ژباړې لپاره د پښتون لوستي زلمي هڅونه وه، اوس یې هم ځکه د ماخذ غوښتنه نه کوو چې داسې انګیرو چې لا موږ د هڅونې ټولې لارې بشپړې کړې نه دي او لا مو د بسنې وړ پایله تر لاسه کړې نه ده. سره له دې هم زموږ د هڅو په پایله کې لسګونو ځوانانو موږ ته له نورو ژبو نه د پوهنیزو، ښوونیزو او مسلکي لیکنو ژباړې راولیږلېاو رالیږي یې. اوس موږ د داسې ژباړو په سلګونه بیلګې له ځان سره لرو، دا د لومړیتوب یو بری او یوه غوره لاسته راوړنه بولو.
۲- بوهنیزو، ښوونیزو او مسلکي لیکنو ته د ځوانانو هڅونه
داسې مو احساسوله چې زموږ ډيری ځوانان کله چې لیکلو ته مخ کوي نو یواځې د ادب په شپول کې لیکنې کوي، ان هغوی چې لوړې مسلکي او پوهنیزې زده کړې لري هغوی هم چې څه لیکي یا به سیاسي وي او یابه ادبي، په دې اړه مو ډير غور وکړ، له دې کار نه مو څو موخې درلودې :
لومړی: مسلکي لیکنوته د مسلکي لوړ لوستو ځوانانو هڅونه، په دې ډول به مسلکي لوړ لوستي ځوانان وهڅیږي چې په خپل مسلک کې د ډير لوست او معلوماتو تر لاسه کولو ته پام واړوي او هڅه به وکړي ، دغه هڅه به د دوی په خپل مسلک کې د پوهې د کچې د لوړتیا او د دوي د مسلکي پرمختګ سبب شي.
دویم: په پښتو ژبه کې به پوهنیزې، مسلکي او ښوونیزې لیکنو او اثارو شمیر لوړ شي، په راتلونکې کې پښتانه به اړ نه وي چې په نورو ژبو د مسلکي ، پوهنیزو او ښوونیزو اثارو لوست ته اړتیا پېدا کړي.
دریم : هغه مسلکي ځوانان چې لیکنو او لیکوالۍ سره مینه لري او خپله تنده په ادبي او سیاسي لیکنو ماتوي، دوی ته به دا لاره هواره شي چې په خپل مسلک کې لیکنې وکړي، لوستوونکي او مینه وال به پېدا کړي.
دا ښکاره خبره ده چې پښتو ژبه د پوهنیزو، مسلکي او ښوونیزو لیکنو او اثارو په برخه کې څومره غریبه ده، نو ځکه مو د لومړیتوب لپاره یوه موخه دا وټاکله چې ځوانان به پوهنیزو، مسلکي او ښوونیزو لیکنو ته هڅوو، داسې مو وکړل او د خپل یو کلن مزل په موده کې مو په سلګونه ښوونیزې پوهنیزې او مسلکي لیکنې له خپلو مسلکي لوړ لوستو لیکوالو نه تر لاسه کړې چې د لووستونکو د ډير پام وړ وګرځېدې او د لومړیتوب د لوستوونکو په شمیر کې یې اوچت بدلون راوست.
۳ـ پښتنو ته په پښتو ژبه د پوهنیزو، مسلکي او ښوونیزو لیکنو د لوست لپاره د یوه مشخص انټر نیټي ادرس منځ ته راوړل.
دا یوه ضروري اړتیاوه چې نږدې پنځوس میلیونه پښتنو په یوویشتمه پیړۍ کې دتکنالوژۍ د پرمختګ په دې چټک پېر کې لا یو پوهنیز، مسلکي او علمي مشخص سایټ نه درلود، حال دا چې په نورو ډیرو وړو ژبو کې دا وړ په لسګونه سایټونه هره ورځ نوې او په زړه پورې لیکنې خپروي، په دې اړه به یواځې دومره و وایوو چې دا یوه ضروري اړتیا وه چې کلونه مخکې باید پوره شوې وه، خو لومړیتوب ایله یو کال دمخه د دغې اړتیا تر یوې کچې د پوره کولو لپاره ویلاړ وکړ او دا د لومړیتوب لپاره یو ویاړ دی.
۴ـ د جګړې او نورو ټولنیزو ناخوالو په سره تناره کې ځوانانو ته د یوې سالمې بوختیا رامنځ ته کول او ځوانانو سره د هیلو په ځواکمنولو او د وړاندې تګ لپاره د ګامونو په چټکولو کې یو وړوکی شان لاسنیوی.
دادی د لومړیتوب یوکال پوره شو، په دغه یو کال کې موږ په دې وپوهیدو چې پښتانه د پوهې څومره تږي ول او هغوی چې کولای شوه د پوهې د چینو خولې د دوی په لور کږې کړي، هغوی خپل پښتانه په څومره وچ بیابان ساتلي ول، موږ له خپلو ټولو هغو لیکوالو نه مننه کوو چې هر وخت یې په خپلو پوهنیزو، مسلکي او ښوونیزو لیکنو او ژباړو خپل سایټ غني کولو او په پښتنو کې د پوهې د کچې د لوړتیا لپاره یې زحمت ګاللی او ګالي، ولې چې دوی او د لومړیتوب اداره په دې ګروهه ده چې له اوسنیو ستونزو نه دپښتنو دخلاصون یواځينۍ لار د پوهې د کچې لوړتیا ده او بس.