عمومي لارې او سړک
د عمومي لارې، عمومي مځکې او غیر عمومي مځکې تر منځ توپیر
1ـ عمومي لار په هالنډي Openbare weg
2- عمومي مځکې په هالنډي penbaar terrein
3ـ غیر عمومي مځکې په هالنډي niet openbaar terrein
۱ـ عمومي یا ټولیزه لار Openbare weg
یوه عمومي یا ټولیزه لار عبارت ده له یو سړک، کوڅه، د سړک تر څنګ پلې لار، خامه لار، پل، تونل او څلور لارې څخه.
که یې تعریف کړو نو یوه ټولیزه یا عمومي لار هغې لار ته ویل کیږي چې ټول خلک کولای شي له خپلو ځغلیدونکو وسایلو سره هغه که موټر دی که بایسکیل او هرڅه، پرې پرته له ستونزې او خنډ نه تیر شي.
په دې لار د تېرېدو په مهال موږ اړ نه یو چې چاته قناعت ورکړو چې ولې پلې یا په کومه ځغلیدونکې وسیله لکه موټړ، بایسکل یا نورو سره دلته تیریږو.
۲ـ یوه عمومي یا ټولیزه مځکه Openbare terrein
د یوه رستورانت یا سوپر مارکیټ د موټرو پارکینګ یا د تیلو ټانک ته عمومي یا ټولیزه مځکه هم ویلای شو، که چیرې موږ دلته د څه کار اړتیا لرو، پرته له کومې ستونزې له خپلې ځغلیدونکې وسیلې یانې موټر او داسې نورو ځغلېدوکو وسیلو سره ورته راتلای او هلته درېدلای شو.
۳ـ یوه غیر عمومي یا نا ټولیزه مځکه Niet openbare terrein
نا ټولیزه یا غیر عمومي مځکه عبارت له هغې مځکې نه ده چې تاسو هلته د موټر یا بلې ځِغلیدونکې وسیلې د درولو اجازې لرلو ته اړتیا لرئ، لکه د موټر ځغلولو د ښوونځي د تمرین مځکه او یا د یوې فابریکې د موټرو پارکینګ، تاسو باید داسې ځای کې د موټر درولو لپاره اجازه لیک ولرئ چې دلته موټر ودروئ.
پاملرنه:
انځور ته ښه پام وکړئ، دا یوه غیر عمومي مځکه ده چې یواځې د یوې فابریکې موټر په کې د درېډو حق لري، او که تاسو غواړئ دلته خپل موټر ودروئ نو باید اجازه واخلئ.
۴ـ ټرافیکي قوانین او اصول چیرې عملي کیږي؟
په حقیقت کې ترافیکي قوانین په یوې عمومي لاره د تطبیق وړ او عملي کیږي، که چیرې تاسو له ترافیکي قوانینو نه سرغړونه وکړئ نو تاسو به کنترول لیک ترلاسه کړئ.
پوښتنه:
که چیرې تاسو په یوې عمومي مځکې او یا په یوې غیرعمومي مځکې کې له شته قوانینو سرغړونه وکړئ نو له تاسو سره به څه کیږي؟
ځواب:
که چیرې ستاسو سرغړونه درنه وي، نو تاسو به جریمه کیږئ او جزايي قوانین به په تاسو تطبیقیږي.
۵ـ شخصي لار Privaat weg
په هغه لار چې د شخصي لارې یا Privaat weg لوحه پرې ځړیږي، هغه یوه ټولیزه یا عمومي لار نه ده، هلته ترافیکي قوانین د اجرا وړ نه دي، خو که یو څوک د بل چا شخصي لار استفاده کړي نو کیدای شي تر پوښتنې لاندې راشي.
د ترم چلوونکی Trambestuurders
کله چې په یوې عمومي لارې که د ترم پټلۍ یا په نیدرلنډي ژبه tramsporen ايښودل کیږي، د ترم چلوونکي اړ دي چې ټرافیکي قوانین په پام ونه نیسي، دوی باید یواځې یو لاندې ټکي په پام کې ونیسي:
- د پولیس د حکمونو یا اشارو درناوی
- د ټرافیکي اشارو په پام کې نیول
موږ به په راتلونکو درسونو کې دا ولولو چې ترم تل لومړیتوب لري.
د یوې ټولیزې لارې برخې
ځینې ځوانان داسې انګیري چې عمومي لارې یواځې هغه پاخه یا ډمبر سړکونه دي چې ځغلیدونکې وسیلې لکه موټر، لارۍ او داسې نور پرې ځغلي، چې دا سمه انګیرنه نه ده.
د یوې عمومي یا ټولیزې لارې برخې عبارت دي له د بایسکلونو لاره fietspad، پلې لارهvoetpad د سړک نرمه یا زرغونه او پخه شوې غاړه zachte of verharde berm ، یوه عمومي لار یا تر ډنډ یا کاناله او یا تر شخصي ملکیت پورې وي.
سړک De rijbaan د موټر ځغلونې برخه
سړک De rijbaan څه شی دی؟
سړک د یوې عمومي یا ټولیزې لارې ډمبر یا پخې شوې برخې ته ویل کیږي چې پرې موټرې، ټراکټورونه، غټ موټرسایکل او بسونه ځغلي، که چیرې د سړک په غاړه د بایسکلونو له پاره لارfietspad جلا شوې نه وي نو واړه موټر سایکلونه او بایسکلونه کولای شي چې د سړک په څنډه څنډه وځغلي. که چیرې د پلې تګ له پاره د سړک په خوا کې پټاره voetpad بیله شوې نه وي او یا سړک زرغونه او یا پخه غاړه zachte of verharde berm ونه لري نو پلې تلوونکي خلک کولای شي چې په سړک باندې ولاړ شي.
د سړک په څنډه کرښه (Streep op de rand van de rijbaan)
په ځینو برخو کې د سړک De rijbaan په څنډه rand باندې یوه نرۍ کرښه streep ښکل شوې وي، دا کرښه عمومآ د سړک په دباندنۍ څنډه بلل کېږي چې په لانډې ډول یې تعریفوو.
- لکه څنګه چې په پورتني او یا لانديني انځور کې وینۍ. دا سپينه کرښه د سړک محدودیت ښيي چې سرک تر دې ځایه دی له دې هغې خواته موټر نه چلول کېږي.
- لکه څنګه چې په لانديني انځور کې ګورئ، یوه ژیړه ماته شوې کرښه ګورئ چې دې دا کرښه هم سرک حدود ښيي ولې تاسې کولای شئ چې د اړتیا پر وخت پر دې کرښه تېر شئ، ځکه دا کرښه هغه وخت ښکل کېږي چې په دې سيمه کې کار کېږي. ددې کرښې څنګ ته د موټر پارک کول منع دي.
- لکه څنګه چې په لاندې انځور کې وينئ، د سړک پر سر پیوسته سپينه ليکه ده، دا ليکه په دې مانا ده چې دې ځای ته د چلېدونکي موټر ننوتل منع دي، دا برخه ممکن د پارکېنګ لپاره بېله شوي وي او د پارکېنګ لوحه ورکړل شوي وي.
خامه لار aardeweg
که چیرې د یوې خامې لارې وروستۍ برخې څومتره په قیر، سمنټ او یا خښتو او تیږو ډمبر یا پخه شوې وي بیا هم خامه لار بلل کیږي، سړک نه دی، لکه په لاندې انځور کې چې ګورئ.
چیرې باید موټر وچلوو؟
ډریوران څومره چې کولای شي باید د سړک ښی اړخ ته rechts op de rijbaan rijden موټر وچلوي، په دوامداره توګه د سړک په منځ او کیڼ اړخ ته د موټر چلول ترافیکي سرغړونه ده.
یوه عمومي لار کیدای شي له یوه، دوه او یا ډیرو سړکونو نه جوړه وي، چې دا سړکونه له یو بل څخه باید بیل شوي وي وي.
کله چې یوه عمومي لار له دوه یا درې سړکونو نه جوړه وي نو دا سړکونه به یو ډول له یو بل نه بیل شوي وي، لکه که د یوې اندازه مځکې په وسیله دوه سړکونه یو له بل نه جلا شوي وي، نو ډریور نشي کولای بل سړک ته واوړي، مګر که د پولیسو اجنټ ورته امر وکړي بیا باید واوړي.
په سړک باندې نورمال لوړ سرعت Normale maximumsnelheid op een rijbaan
په یوه عادي سړ ک باندې مجاز لوړ سرعت عبارت دی له:
- ولاندرن Vlaams gewest کې 70 کیلومتره په ساعت
- بروکسل او والوني Waalse en Brusselse gewest
- 90 کيلومتره في ساعت
پاملرنه: د 2021 ز کال د جنوري د میاشتې له اولې ورځې نه به په بروکسل کې هم په عادي لارو کې لوړ سرعت 70 کیلومتره پر ساعت او د ښارونو په محدوده کې یا bebouwde kom به لوړ سرعت 30 کیلومتره پر ساعت دی.
تاسو به په راتلونکو لوستونو کې به ولولئ چې دا سرعت ځینو ځایونو کې به له دې نه هم لوړ او یا ښکته وي.
په سړک باندې ډیر تیز موټر چلول
په عادي سړک باندې که چیرې تاسې له مجاز سرعت نه 40km/uur یا 40 کیلومتره پر ساعت په کچه نور هم ډیر تیر موټر وچلوي، نو په لاندې ډول د جزا وړ یاست
1ـ تاسو د موټر چلولو B لېسنس Rijbewijs B لرئ
کیدای شي لږ تر لږه له 8 ورځو نه تر 5 کلونو پورې د موټر چلولو جواز درنه واخېستل شي.
2ـ تاسو د موټر چلولو لنډمهالی B لېسنس voorlopig rijbewijs B لرئ
کېدای شي تاسو په نورمال ډول له سره د تیوري امتحان ورکړئ، دا هم کیدای شي چې عملي امتحان هم ورکړی.
د سړک او د موټر چلولو د لسېنس په اړه څو مهم ټکي
1ـ که چیرې تاسو د موټر چلولو لنډمهالی لېسنس voorlopig rijbewijs B لرئ، نو څه وخت موټر چلولی نشئ:
- د جمعې په شپه له 10 بجو نه بیا د شنبې د سهار تر 6 بجو.
- د شنبې په شپه له 10 بجو نه بیا د یکشنبې د سهار تر 6 بجو.
- د یکشنبې په شپه له 10 بجو نه بیا د دوشنبې د سهار تر 6 بجو.
- د یوې قانوني عمومي رخصتۍ له پیل نه مخکې شپې له 10 بجو نه بیا د دې رخصتۍ د سبا ورځې د سهار تر 6 بجو.
کله چې موټر چلوو، شترنګ په څه ډول سم ونیسو
د موټر چلولو په وخت کې شترنګ په دواړو منګولو کلک ونیسئ، داسې چې لاسونه مو ښکته خواته یوه وړه منحني جوړه کړي، په دې ډول تاسو په اسانۍ کولای شئ چې ښی او کيڼې خواته حرکت وکړئ.
لاندې انځورونو ته وګورئ، او د شترنګ د سم نیولو ډول ترې زده کړئ:
سم | ناسم | ناسم |
هغه څه چې له طبي پلوه موټر چلولو له پاره مناسب نه دي
که چیرې تاسو ته ډاکټر ووايي چې تاسو له ذهني او یا فزیکي پلوه موټر چلولو له پاره مناسب نه یاست نو تاسو باید په 4 ورځو کې خپلې ښاروالۍ یا gemeente په فرانسوي commune ته خبر ورکړئ، البته په دغو 4 ورځو کې شنبه، یکشنبه او د عمومي رخصتیو ورځې نه راځي.
تاسو کولای شئ د ډاکټر د شاهدۍ اوتائید لیک په وړاندې کولو سره چې تاسو موټر چلول ته اوس مناسب شوی یاست خپل لېسنس بیرته ترلاسه کړئ.
هغه ترافیکي اشارې Verkeersborden چې په دې لوست پورې اړه لري
لاندې ترافیکي اشارې Verkeersborden به تاسو په راتلونکو لوستونو کې هم وګورئ، خو تاسو ته اړینه ده چې پوه شئ، دا اشارې څه معنا لري او دا کوم ډول اشارې دي، هڅه وکړئ چې نیدرلنډي نومونه یې سم زده کړئ.
BETEKENISمعنا | Soortډول | Bordبورډ او یا اشاره |
Gevaarlijke bocht. Bocht naar rechts.خطرناکه ګولای، ښی خواته ګولایي | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Gevaarlijke bocht. Bocht naar links.خطرناکه ګولايي، کیڼې خواته ګولايي | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Dubbele bocht of opeenvolging van meer dan twee bochten, de eerste naar links.دوه پرلپسې ګولایانې چې لومړۍ یې کيڼې خواته تاویږي. | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Dubbele bocht of opeenvolging van meer dan twee bochten, de eerste naar rechts.دوه پرلپسې ګولایانې چې لومړۍ یې ښی خواته تاویږي. | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Gevaarlijke daling خطرناک ځوړ | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Steile hellingرېبنده مخ په پورته | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Vallende stenenرالوېدونکې تیږې یا ډبرې | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Kiezelprojectieد کاړ یا وړو تیږو پروژه | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Rijbaanversmallingسړه راتنګیږي یا وړوکی کیږي | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Rijbaanversmalling langs links سړک له کیڼ یا چپ لوري تنګیږي |
Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Rijbaanversmalling langs rechtsسړک له ښی لوري تنګیږي | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Uitholling overdwars of ezelsrug: hobbelige wegقطع قطع شوې لار، یا د خره ملا ، ټیټه او جګه لار | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Gevaarsborden of ezelsrug staan 200 meter voor de plaats van het gevaarدا اشاره دا معنا لري چې له دې ځایه 200 متره وړاندې له خطر نه ډکه ټیټه او جګه لار ده | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
over een afstand van 500 meter een hobbelige weg د اشارې نه لاندې په نیلي رنګ بورد کې په سپین رنګ دوه تیره دا معنا لري چې تر 500 مترو د لوړې او ژورې لارې خطر دوام لري | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Verhoogde inrichting(en).په پښتو کې ورته جمپ هم ویلی شو | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Beweegbare brugخوځنده یا متحرک پل | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Uitweg op een kaai of een oeverد لارې په پای کې پاڼ یا اوبو ته د لویدو خطر شته | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Glibberige rijbaan ښوېدونکی سړک | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Glibberige rijbaan ten gevolge van sneeuw of ijzelد واورې او ږلۍ د ورېدو له سببه ښوېندوکی سړک |
Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Werkenکار کیږي | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Overtocht van vliegtuigen op een geringe hoogte په ټیټه ارتفاع یا لوړوالي کې د الوتکو الوتنه |
Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Zijwindlمخامخ شمال | Gevaarsbordد خطر اشاره | |
Doodlopende wegلار په اخر کې بنده ده | Aanwijzingsbord | |
Doodlopende weg uitgezonderd voor fietsers en voetgangersټولو نقلیه وسیلو ته لار په اخر کې بنده ده ، خو پرته له پلې خلکو او بایسکلونو څخه | Aanwijzingsbord | |
Een ‘N’ weg is een gewone wegد N کود وال سړک عادي سړک دی | Aanwijzingsbord |
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی