لیکنه: محمد سعید سعیدي
مخکې تر دې چې د کاروبار د شروع لپاره د چاپېریال او بازار په تحلیل او څیړنی باندې رڼا واچوم لازمه ګڼم چې لمړی د کاروبار په اړوند یو څه پوه شو.
یوه اداره یا یو اقتصادي سېستم چی اجناس/کالي او خدمات مشتریانو ته دنورو اجناسو او خدماتو یا پیسو په مقابل کې وړاندې کوي کاروبار ویل کېږي، هر کاروبار یوه اندازه پانګې او مشتریانو ته اړتیا لري ترڅو وکولای شي چی خپل محصول/تولید په دوامدار او پایداره ډول په مشتریانو/ پېرودونکو وپلوري او ګټه لاس ته راوړي.
کاروبار کيدای شي خصوصي/شخصي یا دولتي وي چې ګټه په نظر کی نه نیسي او یواځی د یوې ټولنې د ځانګړیو اجتماعي او اقتصادي اهدافو دلاسته راوړلو لپاره کارکوي.
اوس به دا زده کړو چې څنګه دکاروبار دشروع څخه مخکې دکاروبار چاپېریال تحلیل او دکاروباري چاپېریال موجوده او راتلونکي تهدیدونه او فرصتونه په نښه کړو.
په کاروباري چاپېریال کی بدلونونه کولای شي د اداري لپاره لوی فرصتونه په لاس راشي او یا هم د توجه وړ تهدیدونه منځ ته راشي.
دمثال ډول،فرصتونه کېدای شي دنوې تکنالوژی په پیداکېدو سره په لاس راشي چې په پایله کی نوي مشتریان پیداکولای شو، یا دسرمایې څخه چی کولای شو ښه ترین وسایلو په برخه کی سرمایه ګذاري وکړو او یا هم ددولت د پالیسیو په تغیر سره کېدای نوي مارکېټونو ته لاس رسی ومومو.
همدارنګه تهدیدونه کیدای شي دیو بل رقیب سره درقابت په پایله او یاهم کله چې کمپنی د سود په مقابل کی پور اخیستی وی رامنځ ته شي، اوس څنګه کولای شو چې د کاروبار لپاره د چاپیریال تحلیل او تجزیه وکړو په لاندې ډول ذکرکیږي.
PEST(Political, Economic, Socio-Cultural and Technological) تحلیل په زیاته اندازه استعمالیدونکي وسایل دي چې سیاسي(Political)، اقتصادي(Economic) ، اجتماعي(Socio-Cultural) او تکنالوژیکي(Technological) تغیرات د کاروبار په چاپېریال باندې تحلیل کوي، دا تحلیل مونږ ته دا راښیې چې څنګه راتلونکو فرصتونو څخه ګټه اخیستنه وکړو او تهدیدونه دفع کړو.
PEST تحلیل دڅلورو دلایلو په بنسټ ګټور دی
1- دا تحلیل کمک کوي چې خپل کاروبار ته پرمختګ ورکړو یا فرصتونو څخه په خپله ګټه استفاده وکړو، او یا دا چې د توجه وړ تهدید څخه خبر راکوي.
2- په کاروبار کې د یو تغیر د رامنځ ته کېدو طرف راته څرګندوي، چی کولای شوی دا تغیر په خپله ګټه استعمال کړو.
3- که په احتمالي ډول د پروژی د ناکامه سرته رسولو وېره موجوده وي نو د پروژی د شروع څخه مخکې خبر راکوي، چې پروژه شروع نه کړو.
4- همدارنګه کله چی نوي مارکېټ، هېواد، منطقې ته داخلیږو نو باید نوي اهداف وټاکل شی.
نوټ:د PEST تحلیل معمولا د SWOT له تحلیل سره تړلی وی، خو سره ددې دا دواړه تحلیلونه مختلفې/ بېلا بېلې د متمرکز کیدو ساحې لري،PEST تحلیل د یو لوی عامل په توګه معلومېږي چی ممکن په تصمیم، مارکېټ یا یو نوی بالقوه کاروبار باندې تاثیر واچوی، خو SWOT تحلیل بیا دا عوامل د یو کاروبار، تولید سلسله یا تولید په سطحه څېړي.
اوس د یاد تحلیل هره برخه په تفصیل سره تشرېح کوو.
سیاسي عوامل په نظر کی نیول(Political Factors) :
• د هیواد راتلونکي سیمه ایز، ایالتي او یا ملي انتخابات کله دي؟ او څنګه د دولت پاليسي دکاروبار په اړوند بدلولای شي؟
• په هیواد کې څوک د موجوده نظام رقیب دی؟ د هغه نظر د کاروباري پالیسی او یا نوری پالیسیو په اړه څه دی چې ستا کاروبار مثاثره کوي؟
• په هیواد کې دقانون حاکمیت، فساد او تنظیم شوي جرمونه په کومه کچه کې دي او څنګه ستا کاروبار تر اغېز لاندې راوستلای شي؟
• آیا د ناتمامه/نه منظور شویو قوانینو یا د ټکس په تغیر کیدلو سره ستا په کاروبار کې کوم مثبت او منفي تغير راتلای شي؟
• څنګه د کاروبار کړنلاره، سره د پلان شویو تغیراتو ستا کاروبار اغېزمن کوی؟
• څنګه دولت د شراکت پالیسي، د شراکت اجتماعي مسولیت، د چاپېریال مسله او دمشتریانو د خوندیتوب قانون لپاره اصول وضع کوي؟ او بیا ستا په کاروبار څه اغېز لري؟
• راتلونکي زمانبندي شوي قانونی احتمالی تغیرات به څه شی وي؟
• داسې نور احتمالی سیاسي عوامل چې تغیر به کوي؟
اقتصادي عوامل په نظر کې نیول (Economic Factors):
• اوسنی اقتصاد څومره پایدار دی؟ ایا هغه د رشد، رکود یا مخ په ځوړ حالت کې دی؟
• آیا د تبالې نرخ پایدار دی یا دا چی په لویه کچه د تغیر په حال کې دی.
• آیا د مشتریانو د تصرف وړ عاید سطحه د پورته کېدو یا ښکته کېدو په حال کی ده؟ یا دا چې په احتمالي ډول په راتلونکو څوکلونو کې به څومره تغیر کوي؟
• د بېکاری نرخ څه شی دی؟ آیا دا به اسانه وی چې مهارت لرونکې کاري قوه ولرو یا دا چی د مهارت لرونکې قوې استخدام به راته قیمته پرېوزي؟
• آیا مصرف کوونکي او کاروباریان قرضو ته آسانه لاس رسی لري؟ که چېرې نه، نو څنکه به ستا کاروبار اغېزمن کېږي؟
• نړیوالتوب څنګه اقتصادي چاپېریال اغېزمن کوي؟
• داسی نور اقتصادي عوامل چی ستا کاروبار اغېزمن کوي؟
ټولنیز او کلتوری عوامل په نظر کې نیول (Socio- Culture Factors):
• په ټولنه کې د نفوسو د ودې اندازه او د عمر پروفایل څه ډول دي؟ په احتمالي ډول به څومره تغیر وکړي؟
• آیا نسلي تغیرات په څومره ستا په کاروبار اغېز وکړي؟
• په ټولنه کی د روغتیا، تعلیم او ټولنیز حرکت تغیرات به څومره کاروبار اغېزمن کړي؟
• کوم ډول ټولنیز کړه وړه او ټولنیز تحریمونه کاروبار اغېزمن کوي؟ او آیا پدې وروستیو کی داسې ټولنیز او کلتوري تغیراتو ستا کاروبار اغېزمن کړیدي؟
• څنګه دیني باورونه او د خلکو دانتخاب د ژوند طریفه/شېوه په کاروبار اغېزه کوي؟
• داسی نور ټولنیز او کلتوری عوامل چی کاروبار اغېزمن کړي؟
تکنالوژیکې عوامل (Technological Factors):
• آیا داسې نوي تکنالوژی بازار ته راغلې چې دهغه څخه استفاده وکړو؟
• آیا داسې تکنالوژی موجودیت لري چې ستا کاروبار یا صنعت متاثره کوي؟
• آیا ستا کاروباري رقیبان داسې نوې تکنالوژی ته لاس رسی لري چې ستا څخه ښه ترین تولیدات بازار ته عرضه کوي؟
• په کومو برخو کی دولتونه او تعلیمي ادارې خپل تحقیق متمرکزکوي؟ آیا په دې برخه کې داسې څه کولای شې چی ګټه ترې واخلې؟
• په بېخ بینایي/زیربینایي برخه کې تغیرات لکه دلېرې ځای څخه دکار کنترول کول، څنګه ستا کاروبار متاثره کولای شي؟
• آیا دموجوده تکنالوژی مرکزونه شته چې دهغه څخه زده کړې؟
• داسې نور تکنالوژیکي عوامل چې باید په نظر کې ونیول شي.
کله مو چې پورتني تغیرات په نښه کړل چې دا به زمونږ په کاروباری چاپېریال باندی اثر پرې باسي، نو دا وخت هر تغیر ته په کتو سره دفرصتونوڅخه ګټه پورته کوو د مثال په ډول نوی تولید بازار ته عرضه کوو، نوی مارکیټ پرانیزو او داسې نور…
او همدارنګه هر خطر ته تدابیر سنجوو کوم چی زمونږ کاروبار تهدید کوي، او دهغه د محوه کېدو یا راکمولو هڅه کوو.
په آخر کې کله مو چې په لويه کچه فرصتونه او تهدیدونه وموندل هغه په خپل کاري پلان کې شاملوو، چې د فرصتونو څخه په خپله ګټه استفاده کوو او تهدیدونه له منځه وړو او یا یې ټیټې کچې ته راکموو.