ليکنه: ماستر ایمل عشرتی
اوسنی شرایطو او د علم پرمختګ ته په کتو بیا یی د وطن له تعلمی سیستم سره پرتله کول جوته کوی چی زمونږ به تعلمی نصاب کی ډیری کمی شتون لری، چی یوازینی عامل د نو نسل د ښه ذهنی رشد خنډ کرزیدلی شی، له دی کبله باید یو مثبت بدلون مینځته راشی.
د لوړو زده کړو قانون او د کیفیت موضوع باید په ډيره جدی توګه و څیړل شی او لازم تغییرات پکښی راوستل شی. لکه چی بوهیږو دولت د خدماتو عرضه کونکی منبه ده، چی ټولنی او وکړو ته یی په مختلفو څانګو کی د خدمت او امکاناتو ضمینه برابروی.
سربیره پردی چی په اوسنی نظام کی په هیواد کی نسبتا تعلیمی اړخ کی ډيربه دواړن څانګو خصوصی او دولتی سکتورونو کی ښه پرمختګ شوی، خو که ورته ځیر شو د تعلیم کیفیت موضوع ورځ تر بله را تازه او په اذهانو کی پوښتنی را زیاتیږی، ځکه د ډیریو فارغینو چی په هرکال کی له خصوصی او دولتی پوهنتونونو څخه په لکونو محصلین فارغیږی او خپل د لیسانس سندونه تر لاسه او کار بازار ته عرضه کیږی، خو په تاسف چی د جزب ضمینه یی د هیواد دننه نده برابر.
مهمه او اړینه موضوع د لوړو زدګړو د کیفیت او د نوی فارغینو علمی کچه مهم ټکی دی چی باید دولت په خاصه د د لوړو زده کړو وزات جدی پاملرنه ورته وکړی،
په هیوواد که له مختلفو پوهنتونونو په خا صه د لرو پرتو سیمو فارغین سره له دی چی ۴ کلنی زده کړی یی تکمیلی کړی وی بیا هم د تعلیم او پوهی کچه یی ډیر ضعیفه او غیرمعیاری ارزول کږی، لیدلی کیږی چی د لوړو زده کړو وزارت د فارغانو په کمیت نسبت کیفیت ته ډیره پاملرنه کوی، محصلین ډیری خپل کوښښ امتحان کی د بریالیتوب لپاره کوری او زیار باسی ، کله چی یوه موده د امتحان تیره شوه ۵۰٪ زده کړی یی په ذهن کی نوی پاتی ، دلیل او عامل یی دادی چی دوی د دی پر بنسټ او ذهنیت ندی اماده شوی چی باید یو نوی درس زده کړی او ذهن او حافظی ته یی وروسپاری، بلکه خاص فکر او هوش یی دا وی چی څرنګه په آزموینی کی بریالی شی .
که د طب پوهنځی ته یوه کتنه وشی له ورایه معلومیږی چی ډیری محصلین په ذهنی تشوشاتو او ناروغیو اخته شوی ، ځکه استادان خو یا سم تدریس نکوی او یا هم دبغض او کینی ګوډی ورنه جوړ شوی، تل محصلینو ته په آزموینو کی چانس ورکوی چی دغه ناوړه دودپر زده کړیالانو منفی اغیزی غورځوی.
وطن او بیوزله ولس او خلکو ته چی ګورو د طب له پوهنځی څخه د انسان کرکه کیږی، کله چی یو ډاکتر ته په خاصه دولتی روغتون ته مراجعه وشی د ډاکترانو څخه پیل تر نرسانو او حتی درواز بانانو، خاله ګکانو پوری له داسی سلوک درسر وکړی چی ته به وایی له غره را کښته او سپینه چپن یی په اوږه کړی، د وی ډاکتر لپاره چی کوم اخلاق ضرور دی د هغه خو ټکی هم پکی نسته او نه به یی پیدا کړی، سته داسی ډاکتر صاحبان چی د شرف ټوټه یی بلل شو چی له هر اړخه خدای ورته ښه اخلاق او سلوک ور په برخه کړی.
له ۵۰٪ څخه ډیری ډاکتران په فقر اخلاقی مبتلا دی او د یوه ډاکتر له شان سره برابر ندی او نه هم هغه مقدس نوم ورته زیب کوی چی ورته استعمال شی.
د دغی منفی پدیدی د حل لاری باید ومیندی شی، د تدریس کیفیت او اصلاحاتو د رامینځته کیدلو لپاره باید څو ټکی په نظر کی ونیول شی .
ټولنی ته باید حقیقی کدرونه د ډاکتر په صفت تربیه او معرفی شی.
۱: د طب پوهنځی د فارغینو ۴ کلنی دوری سند سند لرونکو ته د کار اجازه ورنه کړل شی.
۲:کله چی محصل فارغ شه، ۶ میاشتی د اخلاقیاتو مضمون او دولتی آزموینی آماده ګی باید ولولی وروسته له هغه چی بریالی شو، باید ۲ کالونو لپاره د ماستری او تخصص په برخه کی یو بهرنی هیواد ته لکه ( هند ، چین، روسیه، ترکیه او..) ولیږل شی تر څو د یو حقیقی کدر او مسلکی ډاکترپه توګه تربیه شی.
۳: تدریسی کیفیت او د زده کړیال د زده کړی د کچی لوړلو لپاره باید داسی چاپیریال جوړ او ضمینه برابره شی چی هر زده کړیال ذهنا ً د زده کړی لپاره آماده وی نه دا چی موخه یی یواځی کامیابی وی.
۴: د چانسونو ډیروالی له لمړی صنف څڅه تر ۲ پوری دوه چانسه ورکړل شی . که چیرته بریالی نشو متوسطه پوهنځیو ته دی ور معرفی او یو کال هلته خپلی زده کړی تکمیله او د ۱۴ پاس سند ورکړل شی چی وروسته له هغه دوری کولی شی چی بیا متفرقه کانکور کی ګډون وکړی د بریالتوب په صورت دی یوکال تنزیل سره خپلی زد کړی پر مخ بوزی.
۵: کریدت سیستم له دویم تر ۵م ټولګی باید پلی شی، سر بیره پر دی چی زده کړیال ته د ۳ چانسونه حق ورکړل شی ، یعنی هر محصل چی په لمړی چانس کی پاتی شی تر ۳ چانسونو پوری که بیا هم ونه توانید وروسته باید دکریدت سیستم کی داخل او راتلونکی کال کښی دی خپل کریدت یا هغه مضمون کی چی پاتی شوی تکمیله کړی، که بیا هم ونشوه کولی باید چانس ورکړل شی چی وروسته له خپل اخری سمستر خپل پاتی شوی مضمونونه تکمیل او امتحان دی واخیستل شی. ځکه د دولت موخه او هدف د ټولنی تنویر او اصلاحات دی چی باید نوی نسل مو د علم خاوند او له تعلیم څخه بی برخی پاتی نشی تر څو بیسوادی له هیواد څخه کمه او ځوان کدرونه مو ډیر شی.
په میني
ماستر ایمل عشرتری
کابل، چنګاښ۲۵ نیټه ۱۳۹۷