ژباړه: انجنیر فرید عاطف
Highly Reactive Metakaolin Concrete – Properties and Applications
میتاکولین څه شی دی ؟
میتاکولین یو ډول پوزولنايي میده پوډر ډوله موادو دي چې د کانکریټو د مقاومت ،مداومت او کثافت زیاتولو لپاره په کانکریټو کې کاریږي.میتاکولین چې چینایی کلی (china clay) هم بلل کیږي له تیږي لاس ته راځي او ډير میده وي چې میده والي له سیمنټو کم او له سلیکا فوما غټ وي.
د میتاکولین فعال والی د هغې د کیماوي ترکیب او سطحې فعال والی پراساس دی .لوړ فعال میتاکولین دفعال پوزولنايي موادو په توګه په کانکریټو شتون لري.دا ډول مواد لکه د ډبرو سکرو ایرې ،انفجاري تنور ایرې او سلیکايي ایرې او نورو علاوه کوونکو مرکبونو په شان نه تولیدیږي ځکه میتاکولین له خالص کلی څخه د 700 تر 800 درجې سانتي ګرید تودوخه کې لاس ته راځي .د لوړفعال میتاکولین د ذراتو سایز د سیمنټو دسایز له دوه ځلې کم دی او سپین رنګ لري.د لوړ فعال میتاکولین پوډرو مخصوصه وزن 2.5 دی. په دې مقاله کې د لوړفعال میتاکولین پوډرو خواص ،د تازه او سختو کانکریټو په خواصو د هغې اغیز ،مداومت او هغې کانکریټو د کارولو ځایونه تشریح شوي چې لوړفعال میتاکولین پوډر لري.
شکل :میتاکولین
د لوړ فعال میتاکولین پوډر لرونکو تازه کانکریټو خواص.
ویل کیږي د هغه کانکریټو ابتدايي نیونې او وروستۍ ځان نیونې وخت چې لس فیصده لوړفعال میتاکولین لري د کنترول کانکریټو په شان دی .دهغه کانکریټو اوبه بهیدل چې لوړفعال میتاکولین لري بیخي کم دي ځکه د میتاکولین سطحې مساحت 20m2/g دی او دا نه پریدي چې اوبه په کانکریټو کې پیښ شي.د میتاکولین لرونکو کانکریټو د تودوخې پورته تلل د هغه کانکریټو په پرتله لوړ دي چې میتاکولین نه لري.کله چې په کانکریټو کې میتاکولین وکارول شي نو د هغې داوبو غوښتنې اندازه هم ورسره لوړیږي چې په دې سره د کاروړتیا زیاتولو لپاره باید سوپرپلاستیک سیزر په کې وکارول شي.
شکل:په میتاکولین لرونکو او کنترول کانکریټو کې د تودوخې تولید .
د لوړ فعال میتاکولین لرونکو سخت شوو کانکریټو میخانیکي خواص.
هغه سخت شوي کانکریټ چې میتاکولین لري خواص یې په لاندې ډول دي.
د لوړ فعال میتاکولین لرونکو کانکریټو د مقاومت ترلاسه کیدل .
د میتاکولین لرونکو کانکریټو د وچیدو انقباض.
د لوړ فعال میتاکولین لرونکو کانکریټو د مقاومت ترلاسه کیدل .
د عادي کنترول کانکریټو په پرتله لوړفعال میتاکولین لرونکي کانکریټ په هروخت کې زیات مقاومت لاسه کوي.څیړنو ښودلې چې د عادي کنترول کانکریټو په پرتله میتاکولین کانکریټ له هر ډول تقویه کوونکو سره ښه کار کوي.
شکل :د میتاکولین لرونکو او میتاکولین نه لرونکو کانکریټو میخانیکي خواص.
د لوړفعال میتاکولین لرونکو کانکریټو وچیدو انقباض .
څیړنو ښودلې چې له اوه ورځو وروسته د میتاکولین لرونکو کانکریټو وچیدو انقباض د عادي کنترول کانکریټو په ټیټ دی .په څیړنو کې موندل شوې چې وروسته له 112 ورځو اوبه ورکولو په 50% نمي کې د میتاکولین لرونکو کانکریټو وچیدو انقباض د کنترول شوو کانکریټو په پرتله 20% سلنه کم دی .
د میتاکولین لرونکو سخت شوو کانکریټو مداومت .
هوا ورکول شوي کانکریټ چې لس سلنه میتاکولین ولري د جوي شرایطو او کلورایدو ایونونود تعامل پروړاندې ډیر مقاومت کوي .میتاکولین هڅه کوي په کانکریټو د وړو سوریو سایز راکم کړي چې په دې سره زیات مقاومت ترلاسه کوي ،کثافت یی زیاتیږي او د تیزابو پروړاندې يې مقاومت لوړیږي.همدارنګه د میتاکولین په کارولو سره د الکلي سلیکایټ سره تعامل او سلفایټو د برید پروړاندې مقاومت لوړیږي.
میتاکولین لرونکو کانکریټو کارول .
د سپک وزن کانکریټو مقاومت لوړول ،د کانکریټو نفوذ قابلیت کمیدل او وختي د مخکې کشش لرې کیدل .
د انحنايي مقاومت وختي ترلاسه کیدل او مداومت زیاتیدل .
د الکلي تعاملاتو پروړاندې ښه مقاړمت .
د کلورایډو پروړاندې ښه مقاومت