لیکنه: ارش ننګیال
ـ خېټه که دوزخ…
روغ کوچنیان تل ډیر تحرک او خوځښت لري ځکه خو ډیره انرژي ضایع کوي. کله چې انرژي مصرفیږي نو وجود خوړو ته اړتیا پیدا کوي او کوچنی د لوږې احساس کوي.
که له یوې خوا مېندې او پلرونه روغ کوچنیان غواړي خو له بلې خوا دوی په اګاه او نا ګاه ډول د خپلو کوچنیانو روغتیا ته زیان رسوي.
موږ معموله درې وخته ډوډۍ خورو، خو کوچنیان داسې نه دي، دوی کېدای شي هر ساعت ورسته وږي شي او خواړه وغواړي چې له بده مرغه زموږ مېندې او د کورنۍ مشران د کوچنیانو لوږې ته هیڅ ډول احترام قایل نه دي او بابېزه یې ګڼي.
د کوچنیانو د لوږې پر وړاندې د کورنیو بې تفاوتۍ د دوی د غریبۍ او نادارۍ له امله نه ده، بلکه د کوچنیانو د اړتیاوو او غوښتنو نه پېژندل دي( موړ د وږي له حاله څه خبر دی) څومره چې د کوچنیانو ظاهري بڼې ته پاملرنه پکار ده همدغومره د دوی باطني اړتیاوو ته هم پکار ده.
که چېرته د کوچنبانو خېټې په کور مړې نه شي څه پېښېږي؟
ـ روغتیا یې له خطره سره مخ کېږي
ـ کور کې جګړې او شور کوي
ـ بهانې جوړوي
ـ له کوره غلا کوي
ـ له بهره غلا کوي
ـ خېرن او ناولي څيزونه به خوري
ـ نظره به یې پر دوکان وي
ـ کېدای شي د نس مړولو لپاره غیر اخلاقی کړنې ترسره کړي
ـ کېدای شي له نورو کوچنیانو نه خوراکي توکي په زوره او جګړې واخلې.
ـ کېدای شي سوال وکړي
او کېدای شي….
موږ فکر کوو چې د کوچنیانو روزنه یعنې هغوی ته د لیک او لوست ور زده کول دي، خو د روزنې اساسی پړاو د کوچنیانو پيژندنه ده، د هغوی د غوښتنو او اړتیا پېژندنه ده.
تېر مازیګر د یوه ملګري څنګ ته لاړم، له چای څښلو وروسته یې کوچنی زوی راغی، ویل یې چې فوتبال نه راستون شو. د پلار په نه موجودیت کې څو ځله له ځایه پورته شو او ویل یې:
ـ ځم چې ډوډۍ درته راوړم.
زه حیران وم چې د څه وخت ډوډۍ؟ خو له لنډو خبرو وروسته پوی شوم چې هلک په لوبو کې وږی شوی، کور ته تللی خو کور کې ورته ارزښت نه دی ورکړل شوی. شاید ورته یې ویلي وي چې شپې ته به یې وخورې، یا اوزګاره نه یم او یا هم ډوډۍ
انسان پېلچي مخلوق دی، خو کوچنیان لا پېچلې وي، د دوی پېژندل هم د سر سترګې غواړي هم د زړه.
ـ له وړو، وړو سپرغیو سترې لمبې جوړېږي.
په درنښت
آرش ننګیال
24,11,2017