• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy

لویې وچې

Home لومړيتوبلویې وچې
لویې وچې

لویې وچې

سرچینه: نشنل جیوګرافیک

لویه وچه له یو شمېر هیوادو جوړه لویه جغرافیایي سیمه ده. په نړۍ کې د لویو وچو شمېر ځینې ځمکپوهان پنځه، ځینې شپږ او ځینې ان اووه ښيي. عموماً هغه جغرافیایي سیمه چې له بلې څخه په جیولوژۍ، اوبه و هوا، او نورو ځانګړنو کې توپیر ولري، یوه ځانګړې لویه وچه کېږي. د کلتوري ځانګړنو توپیر هم لوی فکتور دی. مثلاً اروپا او اسیا په جغرافیایي توګه سره نښتې وچې دي؛ یو شمېر ځمکپوهان دواړو ته یوه لویه وچه وایي او په یورېشیا یې نوموي. خو بل خوا که وکتل شي د اسیا میشت ولسونه یو بل ته نږدې کلتوري ځانګړنې لري خو که له اروپایي ملتونو سره پرتله شي، تر خپل منځ به زیات توپیر پيدا کړي. همدا علت دی چې لوی شمېر ځمکپوهان اروپا او اسیا دوې لویې وچې بللې دي.

ټولې لویې وچې، له انترکتیکا پرته، په شمال کې پلنې خو په جنوب کې نرۍ کېږي. اسیا، اروپا، امریکا، افریقا او انترکتیکا پنځه لویې وچې دي. اوس مهال امریکا په دوه نومونو، شمالي لویه وچه او جنوبي لویه وچه هم پېژندلې کېږي خو پخوا ورته شمالي نیمه وچه او جنوبي نیمه وچه ویله کېده. له دې امله د لویو وچو شمېر که امریکا په دوه وویشو، شپږ لویې وچې به شي. که د ځیني نورو حسابونو له مخې اسیا او اروپا یوه لویه وچه وبلله شي، بیا نو بیرته پنځه لویې وچې کېږي.

په جغرافیایي لحاظ، ځینې هیوادونه بالکل له هیڅ لویې وچې سره نښتي نه دي خو بیا هم په لویه وچه کې حسابېږي. مثلاً نیوزیلنډ د استرالیا لویې وچې برخه بلله کېږي. همدارنګه، ګرینلنډ په سیاسي لحاظ د اروپا برخه ده خو په جغرافیایي لحاظ په امریکا پسې تړله کېږي.

[review]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

په قران کې د د اسمانونو او ځمکې شپږ ورځنی خلقت او د ساینس دریځ

په قران کې د د اسمانونو او ځمکې شپږ ورځنی خلقت او د ساینس دریځ

Jan 6, 2015

ــ ایا د قران او بایبل توضیح یو ډول ده؟[...]

ځمکه لومړی پیدا شوې که اسمانونه؟

ځمکه لومړی پیدا شوې که اسمانونه؟

Jan 6, 2015

دا پوښتنه چې ځمکه لومړی پيدا شوې که اسمانونه، ممکن[...]

د اسرائیلو برخلیک

د اسرائیلو برخلیک

Jan 19, 2015

وَحَرَامٌ عَلَىٰ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَنَّهُمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿٩٥﴾ حَتَّىٰ إِذَا[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2023