علامه عبدالحی حبیبي په ( ۱۲۸۹) لمریز لیږدیز( ۱۹۱۰ )زیږدیز کال د ثور په میاشت کې دپنجشنبې په ورځ دکندهار ښار د بامیزو په یوه روښانه او علم دوستې کورنې کې نړۍ ته ستر ګې پرانېستې ، علامه عبدالحی حبیبي د خدای بخښلي مولوي حبیب الله کاکړ زوی و، مولوي حبیب الله کاکړ په خپل وخت کې به کندهاري څيړونکي مشهور و.
لوی استاد حبیبي په ۱۳۶۳ لمریز لیږدیز کال د ثور په ۱۹ نیټه دکابل په ښار کې له نړۍ سترګې پټې کړې او په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.
شخصي ژوند
علامه حبیبي درې زامن لري چې اوس له هېواده بهر په امریکې کې ژوند کوي.
زده کړې
دا چې علامه حبیبي په ماشوموالي کې یتیم شو نو خپلې لومړنۍ زده کړې یې د کندهار له نورو دیني علماو نه وکړې، په ۱۲۹۹ لمریز لیږدیز(۱۹۲۰ زیږدیز) کال د شالیمار په لومړني ښوونځي کې شامل شو، او په ۱۳۰۴ لمریز لیږدیز کال یې له دغه ښوونځي نه شهادت لیک ترلاسه کړ.
دندې
۱ـ علامه عبدالحی حبیبي د ۱۵ کالو و چې د شالیمار له ښوونځي نه فارغ او په همدغه ښوونځي کې یې دښوونکي په توګه په کار پیل وکړ.
۲ـ په ۱۳۰۷ لمریز لیږدیز کال د طلوع افغان د اخبار مرستیال وټاکل شو.
۳ـ په ۱۳۱۰ لمریز لیږدیز کال دطلوع افغان داخبار مدیر وټاکل شو چې تر ۱۳۱۹ لمریز لیږدیز کال پورې یې د طلوع افغان اخبار د اونیزې جریدې په بڼه په بري سره چلاوه.
۴ـ علامه حبیبي په ۱۳۱۹ لمریز لیږدیز کال کابل ته وغوښتل شو او دپښتو ټولنې مشر وټاکل شو.
۵ـ په ۱۳۲۰ لمریز لیږدیز کال کې د پوهنې وزارت د مشاور مسولیت یې په غاړه واخېست.
۶ـ په ۱۳۲۴ لمریز لیږدیز کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو دپوهنځي دلومړني رییس په توګه وټاکل شو، چې د دغو دندو په خواکې یې د پښتو ټولنې مشري او دپښتو ادبیاتو دڅانګې د تاریخ د استاد دنده هم په غاړه درلوده.
۷ـ علامه عبدالحی حبیبي په ۱۳۲۵ لمریز لیږدیز کال دکندهار ولایت دپوهنې رییس وټاکل شو چې بیا په ۱۳۲۶ لمریز لیږدیز کال افغان وکیل التجاره په چمن کې وټاکل شو.د سیاست ډګر ته راودانګل چې د ملي شورا د اومې دورې وکالت ته بریالی شو.
۸ـ ښاغلی حبیبي په ملي شورا کي دکندهار دښار دخلکو له خوا وکیل انتخاب سو خو د وکالت دوره یې لا پوره نه وه چی ۱۳۳۰ هـ ش کال د خپلي کډي او اولاد سره پاکستان ته ولاړ، په کراچي کي د افغانستان په سفارت کي کار کاوه
۹ـ په ۱۳۴۰ لمریز لیږدیز کال هیواد ته راستون شو .
۱۰ـ په کال ۱۳۴۴ لمریز لیږدیز کې د کابل پوهنتون رییس وټاکل شو.
۱۱ ـ د پوهنتون د ریاست د دندې له پای ته رسېدو وروسته دکابل پوهنتون دادبیاتو دپوهنځي رییس وټاکل شو.
۱۲ـ په کال ۱۳۵۷ لمریز لیږدیز کال دعلومو اکاډمۍ مشاور وټاکل شو.
۱۳ـ په کال ۱۳۵۹ لمریز لیږدیز کال داطلاعاتو او کلتور وزارت د مشاور په توګه وګومارل شو.
اثار
لوی استاد علامه حبیبي سلو نه ډیر کتابونه لیکلي دي ، ۷۰ کتابونه یې په ایران، پاکستان، مصر او اروپا کې په پښتو ، دري ، عربي، اردو او انګلیسي ژبو خپاره شوي دي .
۱ـ خود آموز پښتو (دوه ټوکه ) دنورو لیکوالو په مرسته ۱۳۱۴ لمریز لیږدیز.
۲ـ پښتو و لویکان غزنه- ۱۳۴۲لمریز لیږدیز.- کابل.
۳ـ تاریخچه بیداری سیاسی در افغانستان– ۱۳۲۹لمریز لیږدیز.. (د آزاد افغانستان په ګڼو کي په پرله پسي ډول خپور شوی دی)
۴ـ د شیخ الاسلام خواجه عبدالله انصاری سیرت او شخصیت- ۱۳۴۱لمریز لیږدیز.-کابل.
۵ـ تاریخ افغانستان در عصر ګورکانیان هند- ۱۳۴۱لمریز لیږدیز.– کابل.
۶ـ تاریخ افغانستان در عصر تیموریان هند- ۱۳۴۲لمریز لیږدیز.–کابل.
۷ـ زبان دوهزار ساله افغانستان یا مادری زبان دری – ۱۳۴۲ لمریز لیږدیز. – کابل .
۸ـ نګاهی به سلامان وابسال جامی – ۱۳۴۲لمریز لیږدیز.– کابل.
۹ـ طبقات الصوفیه (مقابله .تحثیه وتعلیقات)- ۱۳۴۲ لمریز لیږدیز. .
۱۰ـ رساله سررشته طریقه خواجه ګان- ۱۳۴۳ لمریز لیږدیز.– کابل.
۱۱ـ افغانستان بعد از اسلام – ۱۳۴۵ش- کابل.
۱۲ـ تصوف دری – ۱۳۴۶ ش- کابل.
۱۳ـ پښتو د تاریخ او لغت په رڼا کي – ۱۳۴۷لمریز لیږدیز – کابل.
۱۴ـ افغان و افغانیت – ۱۳۱۷ش – کندهار. (د دغه اثر پښتو ترجمه دښاغلی استاد حبیب الله رفیع له خوا شوی او په ۱۳۸۰ لمریز لیږدیز کال په پیښور کی په مستقل ډول خپور شو)
۱۵ـ تاریخ مختصر افغانستان (دوه ټوکه) – ۱۳۴۷ لمریز لیږدیز-کابل.
۱۶ـ د پښتو ادب لنډ تاریخ (دپوهنتون د ادبیاتو پوهنځي دپښتو څانګې د دریم ټولګي لپاره) – ۱۳۴۷لمریز لیږدیز – کابل .
۱۷ـ د پښتو ادب لنډ تاریخ (دپ وهنتون د ادبیاتو پوهنځي دپښتو څانګې د څلورم ټولګي لپاره) – ۱۳۴۷لمریز لیږدیز –کابل . (د ارواښاد علامه حبیبی د پښتو د ادب لنډ تاریخ دغه دوه جلده په ۱۳۸۷ ش کال د علامه رشاد خپروندویه ټولني له خوا د پښتو ادب لنډ تاریخ په نوم دوهم وار خپور شو) .
۱۸ـ زین الاخبار ګرد یزی (تصحیح. مقابله. تحشیه او تعلیقات) – ۱۳۴۷لمریز لیږدیز –تهران .
۱۹ـ رهنمای تاریخ افغانستان – ۱۳۴۸لمریز لیږدیز –کابل.
۲۰ـ تاج کابلشاه در کعبه- ۱۳۴۸ لمریز لیږدیز – اریانا مجله .
۲۱ـ سواد اعم (تصحیح،مقابله، تحشیه او تعلیقات) – ۱۳۴۸ لمریز لیږدیز – تهران.
۲۲ـ اصل خلجیان افغاني (رفع اشتباه درباره ایشان ) – ۱۳۲۹ لمریز لیږدیز- تهران .
۲۳ـ فضایل بلخ (تصحیح ،مقابله او تعلیقات ) – ۱۳۴۹ لمریز لیږدیز.تهران .
۲۴ـ هفت کتیبه قدیم – ۱۳۵۰ لمریز لیږدیز-کابل.
۲۵ـ تاریخچه خط در افغانستان – ۱۳۵۰ لمریز لیږدیز-کابل.
۲۶ـ د البیروني کتابښود -۱۳۵۲لمریز لیږدیز- کابل.
۲۷ـ شرح بیتین مثنوی مهردل مشرقی (ترتیب او سریزه) – ۱۳۵۲ لمریز لیږدیز- کابل.
۲۸ـ کتابشناسی البیرونی (ژباړه د تکمله) – ۱۳۵۲ -لمریز لیږدیز تهران .
۲۹ـ شاعراندیشه (مولانان جلال الدین بلخی) -۱۳۵۳لمریز لیږدیز.
۳۰ـ پیرروښان (د روښان پیر عصر او دده غورځنګ ) –۱۳۵۳لمریز لیږدیز – کابل.
۳۱ـ ظهیر الدین محمد بابر (زندګانی و شخصیت)- ۱۳۵۳لمریز لیږدیز –کابل.
۳۲ـ د افغانستان پېښلیک – ۱۳۵۳لمریز لیږدیز–کابل.
۳۳ـ هنر عصر تیموریان -۱۳۵۵ لمریز لیږدیز – تهران .
۳۴ـ مدرسه مشهد غرجستان و بنای مرقد سالار جلیل درکمیسان بلخ(د (هنر و مردم )په مجله کي) – ۱۳۵۵لمریز لیږدیز. – تهران.
۳۵ـ چهار مقاله فردوسی وشهنامه(ترجمه،سریزه او لمن لیکونه)-۱۳۵۵لمریز لیږدیز- کابل.
۳۶ـ نسب و زاده ګاه سید جمال الدین-۱۳۵۵لمریز لیږدیز-کابل.
۳۷ـ منازل السانرین در دایره وجود- ۱۳۵۵لمریز لیږدیز.
۳۸ـ د پښتو ژبي او ادب موقف د مرکزي ایشیا د خلکو په تمدنونو کي – ۱۳۵۶ش- کابل. (د دې اثر انګرېزي ترجمه هم په کتابي شکل خپره شوېده).
۳۹ـ انتخابی از حدیقه حکیم سنایی (انتقادي متن) ۱۳۵۶ش.
۴۰ـ د افغانستان لنډ تاریخ (د ارواښاد استادبېنوا ترجمه) – ۱۳۵۶ش- کابل.
۴۱ـ تحقیق بر وفات سنایی(یغما)- ۱۳۵۶ش- تهران.
۴۲ـ تعلیقات بر تاریخ تلفظ وصرف پښتو – ۱۳۵۷ ش. کابل.
۴۳ـ خو دی و بیخودی در اندیشه اقبال – ۱۳۵۶ش- کابل.
۴۴ـ نظری بر ادبیات پښتو – ۱۳۵۷ لمریز لیږدیز. (د دې اثر عربي ژباړه د نظر عایره الی الغه البشتو په نوم د استاد بېنوا له خوا شوې ده. او هغه مهال په قاهره کي خپور شو چي استاد د افغانستان په سفارت کي مطبوعاتي اتاشه و. له دغې عربي ژباړې څخه په ۱۳۵۷لمریز لیږدیز کال د ښاغلي سمندر غوریانی له خوا د نظری به ادبیات پښتو په نوم ترجمه او خپور شو).
۴۵ـ متون دری ۱۳۵۷ لمریز لیږدیز – کابل .
۴۶ـ د پښتو ادب تاریخ کي قصیده – ۱۳۵۷لمریز لیږدیز- کابل.
۴۷ـ نامهای برخی از ایزدان عصر کوشانی و اثرها باقیمانده آن در ادب والستنه افغانستان – ۱۳۵۷لمریز لیږدیز.
۴۸ـ منابع اولی هنر کتاب سازی در عصر تیموریان – ۱۳۵۸ -لمریز لیږدیزـ یونسکو . د دې اثر انګرېزي ترجمه په ۱۹۷۹ع کال په لندن کي خپره وشوه.
۴۹ـ سوات نامه- خوشحال خان (مقابله، تصحیح ، لمن لیکونه او تعلیقات)- ۱۳۵۸ لمریز لیږدیز- کابل.
۵۰ـ نومور کي مؤرخین- ۱۳۵۹ لمریز لیږدیز- کابل.
۵۱ـ دکوشاني عصر ادیان (انګریزی)- لمریز لیږدیز
۵۲ـ بابر په افغانستان کی (انګریزي) – ۱۳۵۹لمریز لیږدیز– کابل.
۵۳ـ روضه الفریقین (تصحیح، تحشیه و مقابله) –۱۳۵۹ لمریز لیږدیز – تهران .
۵۴ـ زندګینامه ابن سینا – ۱۳۵۹ لمریز لیږدیز- کابل.
۵۵ـ د ابن سینا ژوندلیک (پشتو ترجمه) – ۱۳۵۹ لمریز لیږدیز– کابل.
۵۶ـ زندګینامه میافقیر الله جلال ابادی – ۱۳۵۹ش- کابل.( د دې اثر پښتو ژباړه د ښاغلي سرمحقق زلمي هیوادمل له خوا دمیافقیر الله ژوند لیک په نوم په ۱۳۵۹ ش کال خپره شوه).
۵۷ـ په اوسني پښتو شعر کي د ژوند څپې -۱۳۶۰لمریز لیږدیز کابل.
۵۸ـ په شلمه پېړۍ کې د افغانستان هنر – ۱۳۶۰ لمریز لیږدیز- کابل .
۵۹ـ پښتو نثر ته کره کتني – – کابل .
۶۰ـ صد میدان خواجه عبدالله انصاري (تصحیح، ترتیب او سریزه)- ۱۳۴۲لمریز لیږدیز – کابل.
۶۱ـ تاریخ ګوپی به نعمیه در اشعار قدیم دری- ۱۳۶۰ لمریز لیږدیز– کابل.
۶۲ـ دامیر علي شېر نوایي فکري اوسیاسي شخصیت-لمریز لیږدیز- کابل.
۶۳ـ اسماني نغمې او لاهوتي سرودونه – ۱۳۶۱لمریز لیږدیز کابل .
۶۴ـ امیر کروړ و دردمان او – ۱۳۶۱لمریز لیږدیز – کابل( د دغه اثر پښتو ژباړه د ښاغلی سرمحقق زلمي هیوادمل له خوا شوې، په همدغه کال د دری رسالې سره یو ځای خپره شوې ده).
۶۵ـ تذکره الاولیاُ(سلیمان ماکو- سریزه او نښلوني) – ۱۳۶۱ لمریز لیږدیز- کابل.
۶۶ـ پنجاه مقاله (د ښاغلي هیوادمل په زیار) – ۱۳۶۲لمریز لیږدیز– کابل.
۶۷ـ جنبش مشروطیت در افغانستان – ۱۳۶۳ لمریز لیږدیز- کابل.
۶۸ـ د پښتو د نوي ادب لارې- ۱۳۶۳لمریز لیږدیز – کابل.
۶۹ـ آفریده های مهجور علامه حبیبي (دهارون خپل په زیار) – ۱۳۶۷ لمریز لیږدیز ۰کابل.
۷۰ـ درد دل و پیام عصر (شعر) – ۱۳۷۹لمریز لیږدیز– پېښور.
۷۱ـ تاریخ تجزیه شاهنشاهی افغان – ۱۳۸۰ لمریز لیږدیز- پېښور .
۷۲ـ سهم افغانستان در انتقال فرهنګ آسیای میانه – ۱۳۸۱ لمریز لیږدیز- پېښور.
۷۳ـ یاد داشتهای در تاریخ صنایع افغانستان – ۱۳۸۳لمریز لیږدیز– کابل.
۷۴ـ نظری بر تحولات ادب دری ۰ ۱۳۸۴ لمریز لیږدیز– کابل.
۷۵ـ اندیشه جامی – ۱۳۸۴لمریز لیږدیز – کابل.
۷۶ـ پښتو څوارلس سوه کاله پخوا- ۲۰۰۵ ع – کوټه.
۷۷ـ شل مقالې (۱۳ ټوکه – د مطیع الله روهیال په زیار) – بېلابېل کلونه – کوټه.
۷۸ـ کشف شهنامه قبل از دوره مغل- ۱۳۸۶لمریز لیږدیز – کوټه.
۷۹ـ سپېڅلې پښتو: لس زره فارسي په پښتو لغتونه او د پښتو فیلالوژي مقدمه، کندهار۱۳۱۸لمریز لیږدیز.
۸۰ـ پسرلنۍ سندره: دپښتو منظومه ۱۳۱۷لمریز لیږدیز.کندهار.
۸۱ـ کلیات خوشحال خان خټک: تصحیح ،مقابله ،تحشیه اومقدمه په پښتو. کندهار۱۳۱۶لمریز لیږدیز..
۸۲ـ د عبدالقادر خان خټک کلیات: تصحیح اومقابله او تحشیه او مقدمه . ۱۳۱۷لمریز لیږدیز.کندهار.
۸۳ـ رضع اصلاحات پښتو: کندهار ۱۳۱۷لمریز لیږدیز..
۸۴ـ. تاریخچه سبکهای شعر پشتو: (دري) کابل ۱۳۱۹لمریز لیږدیز..
۸۵ـ. تاریخچه ادبیات پښتو (دري) کندهار ۱۳۱۱لمریز لیږدیز..
۸۶ـ. مشاهیر ابدالیان تر احمدشاه دمخه : (پښتو) کابل ۱۳۲۲لمریز لیږدیز.
۸۷ـ. ادبیات جهان: (دري).
۸۸ـ. د حمید کشمیري اکبرنامه: تصحیح اومقابله اوتکمیل.۱۳۰۹ لمریز لیږدیز..
۸۹ مدو جزر افغانستان : مسدس فارسي. ۱۳۰۸ لمریز لیږدیز.
۹۰. پیغام شهید: (مثنوی فارسی) ۱۳۱۴ لمریز لیږدیز.دکابل چاپ.
۹۱ غزنه: (دري مثنوی) دکابل چاپ ۱۳۱۵لمریز لیږدیز
۹۱. د احمد شاه بابا دیوان : تصحیح، مقابله او مقدمه پشتو ، کابل ۱۳۱۹لمریز لیږدیز
۹۲ـ پټه خزانه ، تصحیح،مقابله او تعلیق،کابل ۱۳۲۲لمریز لیږدیز.
۹۳ـ تاریخ ادبیات پښتو: جلد اول تر اسلام دمخه دوره ، کابل ۱۳۲۴لمریز لیږدیز.
۹۴ـ تاریخ ادبیات پښتو: دوهم جلد اسلامي دوره، تر ۱۰۰۰ هـ نیم په کابل کی چاپ سوی دﺉ، ۱۳۳۸ لمریز لیږدیز.
۹۵ـ. پشتانه شعراء: اول جلد پشتو ، کابل ۱۳۲۰لمریز لیږدیز.
۹۶ـمجمع الفرانب ومزار علوی در بلخ: (دري).
۹۷ـ . مشرقي: شاعری قندهاری (دري)
۹۸ـ جوانمردان وعیاران (فارسي) ۱۳۲۱لمریز لیږدیز کابل.
۹۹ـ طبقات ناصري: تصحیح ، مقابله ، تحشیه او تعلیق ۲جلده دري، لومړی ټوک چاپ کویټّ ۱۹۴۹ع، دوهم ټوګ د پنجاب د لاهور پوهنتون چاپ ۱۹۵۴ع.
۱۰۰ مورخان ګمنام افغان: فدري، چاپ ځای کابل ۱۳۲۳لمریز لیږدیز.
۱۰۱ کلید شهنامه: (فرهنګ بزرګ اسما واعلام و لغات وکشف البیات، ومضامین شهنامهه فردوسی درسه جلدتحت تدوین).
۱۰۲ تحقیقات پښتو: د شتیا او بېنوا په مرسته دفرانسوي ډارم، چاپ کابل ۱۳۲۵ لمریز لیږدیز
۱۰۳ـ لاله کهسار: (دافغانو دري ژبو نوم ورکو شاعرانو شعري ټولګه))
۱۰۴ـرنج واحوال تاریخ آن: چاپ کابل ۱۳۲۳لمریز لیږدیز. (دري).
۱۰۵ـ تحقیقات راجع به پټه خزانه : (دري)، چاپ کابل ۱۳۲۴لمریز لیږدیز.
۱۰۶ـ تحقیقات راجع به کتبا ترجمان البالغه محمد بن عمر الرادویانی: (دري) چاپ کابل ۱۳۳۰لمریز لیږدیز
۱۰۷ـ محقق قندهاری: د مولوی حبیب الله قندهاری داحوال او اثارو شرح (دري) چاپ کابل۱۳۱۴لمریز لیږدیز
۱۰۸ـ . نوشته های من: په پښتو او دري ژبو دمقالو ټولګه (ټولنیز،ادبی،تاریخی او دمنثورو او منظومو ادبي او تاریخي اثارو یادښتونه)،درې ډبل ډبل ټوکونه.
۱۰۹ـ. ملتان کالودیشاهی خاندان: (اردو) چاپ لاهور، ۱۹۴۹م.
۱۱۰ـ تاریخ افغانستان : اداسلامي دورې له پیله: (دری) چاپ لاهور باردو، ۱۳۴۰لمریز لیږدیز
۱۱۱ـ خلیلی نامه: (مثنوی فارسی) چاپ پېښور ۱۳۳۴لمریز لیږدیز.
۱۱۲ـ تصحیح، مقابله تحشیه وتعلیقات طبقات الصوفیه امالی شیخ الاسلام عبدالله انصاری هروی متوفی ۴۸۱ه ـ با فرهنګ وفهارس در هزار صفحه از روی سه نسخه خطی.
۱۱۳ـ کتاب های ګمشده تاریخ غزنویان: چاپ کراچی.۱۳۳۸لمریز لیږدیز
۱۱۴ـ تصحیح ومقابله وتعلیقات تازه نوای معارک:چاپ کراچی ۱۳۳۹لمریز لیږدیز.
۱۱۵ـ روابط ادبی وادی سند با افغانستان : چاپ کراچی ۱۳۳۷لمریز لیږدیز.
۱۱۶ـ شاعر هیرومندهارون خان افغان :چاپ کراچی ۱۳۳۸لمریز لیږدیز
۱۱۷ـ بلاد قدیم وتاریخی خراسان : جغرافیای تاریخی، تحت تریتیب([2]).
لوی استاد علامه حبیبي له ۶۰۰ نه ډیر ادبي ، سیاسي ، تاریخي او ټولنیزې مقالې او رسالې لیکلې دي.
لوی استاد دهیواد دننه او بهر په ۲۶ نړیوالو سمینارونو کې برخه اخېستې ده.
دعلامه حبیبي مشر زوی خوشحال حبیبي د خپل فاضل او عالم پلار ډیر اثار انګلیسي ژبې ته ژباړلي او خپاره کړي یې دي، لکه :
۱ پټه خزانه
۲ـ سقوط شاهنشاهي افغان
۳ـ دسلیمان ماکو تذکره