لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي
ځینې خلک له وخته مخکې فکرونه کوي او ډېرې لوړې ارزوګانې ورسره وي، دا هغه کسان دي چې د ځان او ټولنې په باب پیش بیني کولای شي.
داسې خلک د نړیوالو مفکورو خاوندان وي او هېڅکله ځان نه محدودوي.
که غواړئ چې لوی او نوم وتی انسان په انسانانو کې اوسېږئ، نو لوی فکر ولره او هېڅکله ځان لکه د بندي مرغه مه بندي کوئ.
هغه چې نړیوال فکر لري ډېر ژر د خلکو زړونه نه شي تسخیرولی او د عوامو په زړونو کې ځای نشي پیدا کولای.
هغه چې ورځنۍ خبرې کوي ډېر ژر له خلکو لخوا منل کېږي.
ملنګ جان او استاد الفت د یو وخت شاعران دي، ملنګ جان پخپل وخت کې له استاد الفته زیات شهرت درلود، خو استاد الفت نن ډېر شهرت لري او د لوړ مقام لیکوال او شاعر دی.
هغه چې ژر د شهرت خاوند کېږي ژر له منځه ځي او هغه چې د وخت په تېریدلو نوم پیدا کوي، د هغوی نوم تلپاتې وي.
تیز بارانونه ډېر سیلونه راوړي او ژر تر ژره مځکه خړوبوي، خوهغه باران وهلې مځکې ډېر ژر وچيږي، په مقابل کې هغه بارانونه چې ورو ورو او دوامداره وريږي، د مځکې تل ته یې نم رسېږي او خطرناکه وي.
شوپنهاور وایي: ( هغه افتخار چې لکه د څېړۍ ونه په ډېر وخت کې وده کوي او غټیږي، دوام او پایښت یې هم ډېر وي.
هغه بل افتخار چې لکه دسپرلي بوټی ژر پیدا کوي او ژر لویېږي له یوه فصل نه زیات دوام نه لري او ډېر ژر له منځه ځي.
د هنر خاوند چې له ابدیت نه هر څومره زیاته استفاده وکړي، یعني په ټول انسانیت پورې تعلق ولري هماغومره له خپل عصر څخه پردی وي، دا ځکه چې د هغه اثر د هغه په عصر پورې اختصاص نه لري، بلکې د بشر د تاریخ یو جز وي، د همدې لامله معاصرین ورته ښه نه ګوري، بلکې بالعکس په هغو کتابونو پسې هڅه کوي چې ورځیني مسایل پکې وي.)
هو! هغه افتخار چې په سختۍ لاس ته راځي لزت یې زیات وي. ډوډۍ او یخې اوبه هغه وږي ته ډېر خوند ورکوي، چې په ډېرو تکلیفونو یې پیدا کړي وي او ښه ورته وږی او تږی وي، ډوډۍ او اوبه موړ ته خوند نه ورکوي.